Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

ملت پالنه (قام پرستي) په اسلام کې

د ټولنيزې برابرې (عدل اجتماعي) او د انسانانو ترمنځ د انصاف تصور په ټول شريعت غرا محمدي کې نغښتى دى.
په شريعت کې چې سرچشمه يې قرآن، حديث، اجماع او قياس ده، د بشري ټولنې ټول مشروع حقوق تضمين شوي دي. هغه که دفرد په مقابل کې د فرد حقوق وي، يا که د قبيلې پر وړاندې د بلې قبيلې حقوق وي او يا هم د يوه قام حقوق د بل قام پر وړاندې وي.
په دې کې د قامي برابرۍ او قامي حقوقو مسئله تر نورو ځکه ډېره اهمه ده، چې نن زموږ قام له ټولو قامي مشروعه حقوقو څخه محرومه پاتې دى.
همدا قام دى، چې په قرآن کې يې ذکر تر لمانځه زيات راغلى دى. په قرآن کې الله تعالى فرمايي: (وما ارسلنا من رسول الا بلسان قومه لېبېن) (سورت ابراهيم، پاره نمبر 13 ايات) يانې او نه دې لېږې موږ هېڅ رسول مګر خو په ژبه د قام چې بيان کړي دوى ته (دين) او بل ځاى کې راځي چې مونږ هرې وادې ته نذير لېږلى دى.
له دې دواړو ارشاداتو نه که يو لور ته دا جوتېږي، چې هر قام ته الله د هدايت د ترلاسه کولو حقوق په مساوي ډول ورکړي دي، نو له بل لوري له دې ارشاداتو نه په اشارت النص سره دا هم ثابتېږي، چې د هر قام لپاره بېله ژبه او بېله وادي (ځمکه) هم ضروري ده.
په يو بل ايات کې د هر قام ځان ته ځانګړې پېژندګلوي الله تعالى له خپلو نښانيو او قدرتونو څخه شمېرلې ده. لکه چې فرمايي: "وجعلناکم شعوبا و قبايل لتعارفو، انا اکرمکم عندالله اتقاکم." (سورت الحجرات، پاره نمبر 26 )
يانې ما تاسې په شعبو او قبيلو کې له دې کبله پيدا کړي ياست، چې تاسې يو بل سره وپېژنئ (او په پېژندلو کې درته اسانې وي) اکرام خو په تقوا کې دى.
د هر قام خپلې ځانګړتياوې وي، چې غټې بېلګې يې سيمه او ژبه ده، چې دا قامي شناخت له منځه وړل د الله تعالى د حکمت پر ضد عمل کول دي. يانې خپل شناخت ختمول الهي حکمت ته سپکاوى دى.
د فکر او عمل د اصلاح لپاره هم قرآني قامي يون او کړنلارې ته نغوته کړې ده لکه چې فرمايي: "ان الله لا يغيرو مابقوم حتى يغيرو ما بانفسهم" (سورت الرعد، پاره نمبر 13) يانې بېشکه الله تعالى نه بدلوي حالت د قوم، ترڅو چې دوى هغه څه نوي بدل کړي کوم چې د دوى په نفسونو کې دي.
الله تعالى تر هغه د يو قام حالت نه بدلوي، ترڅو چې دوى په خپلو نفسونو کې تغير نه وي راوستلى. لکه څرنګه چې دا تغيير قامي او ټولنيز پکار دى، لکه قرآن چې وايي همدا ډول د نفس له تغيير نه هم مراد د انسان و قامي او ټولنيز بدلون ته اشاره ده، ځکه چې عقل، فکر، پوهه او حکمت ټول له نفس سره تړلي دي. له دې اياتونو نه د قام د جوړښت څرنګوالى، د قوميت له جديد تعريف سره سمون خوري.
نن د جديدو سياسياتو په اصطلاح کې هم قام (ملت) د انسانانو هغه ځانګړې ټولنې ته ويل کېږي، چې ځانته بېله ژبه او بېله سيمه ولري او يا هم يواځې ځمکه. فطري هېوادونه همداسي وي، د هېوادونو ماتول او يا له نوي سره هېوادونه په وجود راوړل د قامي وحدت دپاره پاره کولو يو غير فطري او غېر قرآني عمل ګڼل کېږي، نو ځکه علماء کرام د تقسيم هند د فارمولې سخت مخالف ول.
په قرآن کې چې کله داسې راځي لکه قوم عاد، قوم ثمود، قوم نوح هغه ځکه چې مخکې پېغمبران به د ځانګړې قامونو لپاره د هغوى واديو (هېوادونو) ته د هغوى په ژبه کې استول کېدل. استول داسې نه وو، چې له نورو قامونو نه به يې ورته وراستول ول، بلکې له هم هغه قامه به يې منتخبول.
لکه تفاسيرو کې چې ذکر راغلى دى، چې يو لک څلور وېشت زره پېغمبران الله تعالى مختلفو قامونو ته د هغوى هېوادونو (واديو) ته لېږلي شوي دي، نو دلته د پېغمبرانو له تعداد سره د قامونو او ملتونو تعداد (ګڼ والى) هم څرګندېږي، چې ورسره د قومي نظريه هم هسې پوچه ښکاري. دا بېله خبره ده، چې زموږ نبي او دين اسلام د ټول عالم انسانيت لپاره راغلى دى او دلته هم اسلام په ځانګړي هېواد او يا قام پورې تړل غلطه خبره ده.
پر دې اساس نبيصلى الله عليه وسلم د قام د وجود له اصلي عنصر يانې ځمکې سره محبت چې اصلاً د قام ځانګړتياوې په ګوته کوي، د ايمان جز ګڼلى دى لکه چې فرمايي: "حب وطن من الايمان".
د خپلو ذاتي او اجتماعي حقوقو د ترلاسه کولو او د خپلو حقوقو د تحفظ په اړوند قرآن فرمايي: "لا تنس نصيبک من الدنيا" (له دنياوي وسايلو نه خپله برخه مه هېروه [يانې چا غاصب ته يې مه پرېږده])
د اوبو مشهور قانون دى، چې پر قدرتي اوبو رودونو او چشمو باندې لومړنى حق د هغه چا دى، چې دا اوبه پرې اول راځي، بيا چې کله تر هغو زياته شي، نو دويم حق د ورپسې سيمې دى او بيا د ورپسې سيمې د خلکو، ولې دلته هرڅۀ غاصب د اسلامي ورورګلوۍ په نوم د پښتنو د مشترکه وسايلو لوټمار کوي، نو لکه څرنګه چې دا وساېل د ټولو افغانانو پښتنو سره ګډ حق دى، نو دفاع به د قرآن د حکم په روشنۍ کې هم په ګډه سره کوي، ولې دښمن او زموږ مفاد پرسته ځينې مذهبي عناصر، چې رزق يې د افغان دښمن په جېب کې پروت دى، دې کوشش ته قام پرستش وايي او حال دا دى چې پښتانه په دې مسئله کې قام پرسته او حق پرسته دي.
او دا د پرستۍ لفظ د دوستۍ او خواخوږۍ په مانا دى، د عبادت په مانا هېڅکله نشي کېداى او د تعجب خبره خو لا دا ده، چې دا ضمير پروشان د پښتون د قام پرستۍ په وړاندې د پاکستاني قوميت خبره کوي او ددوى پخپله دا دعوه ده، چې ګواکې د پاکستاني قوميت پر وړادې د بل قوم يا قام پرستۍ خبره کول دا قوميت کمزورى کوي، نو د حقيقي قوميت مقابله څرنګه په مصنوعي قوميت سره کېدلاى شي؟ دښمن چې څه کوي، د خپل خواهش مطابق يې کوي، د اسلام نوم تش استعمالوي،پاتې زموږ حق پرسته علماوو ته پکار دي چې د وخت له ضياع پرته راودانګي او د خپل خلوص او ديني جذبې له مخې د خپل پښتون مظلومه او محکوم قام د قامي آزادۍ په غورځنګ کې برخه واخلي. که چېرې داسې علما کرام غواړي، چې د پښتون قامي سياست په درشل قدم کېږدي، نو راوړاندې دې شي او د قامي يون سره دې يو موټى او يو اواز شي. نورو تنظيمونو کې نور د اسلامي او مسلمانو د بهترۍ لپاره هېڅ حقيقي سياسي برنامه او مرامنامه شتون نه لري، همدا قام پرستان دي چې د خپل قام د روا حقوقو د غوښتنې پر ترڅ کې د حقيقي اسلامي ورورلۍ عملي نمونه وړاندې کولاى شي.
- امان الله حليم شملزى -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori