Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د سرو تېلو چينه ښکاره شوه






که د شتمنۍ په ميدان کې عربي نړۍ د تېلو له طبيعي زېرمو څخه زياته اندازه پانګه په لاس ته راوړي او د خپل عېش ماش لپاره د ډېرو هغه ضرورياتو برخه د پيسو پر مټ، چې ښايي پخپل زيار يې پوره کړې واى، له نورو څخه په ډېره اسانه توګه پوره کوي.
هسې خو له ډېر پخوا څخه په پښتنو بچوړو د جبر او ظلم پنجې ښخې شوي دي، خو په اتيايمه لسيزه کې دغې تورې پلمې په څرګند ډول خپل وجود نړۍ ته وځلاوه او دپښتنو له کور څخه يې تيار سور شوى تنور جوړ کړ، چې هر چا پکې د خپل قلفي (خميردان) څخه ډوډۍ ورپورې کړې او هغه څه چې د پښتنو لپاره يې د بربادۍ او نابودۍ يوه ستوره او د پردې تر شا وسله ګڼله، په سپين ميدان د نړۍ مخې ته لکه د لمر وځلېده.
په دې وروستيو کې د پښتنو مسلمانانو پرحق مسلط حکمرانان آخر د پښتنو پر وينو وغرېدل او د بې ګناه پښتون ولس پر وينو يې د نړيوال تجارت لاره خلاصه کړه او په دې نامه چې ګوندې پښتانه دهشتګر، ترورېستان او اورپکي دي، ددې جوازنامې په بدل کې يې په پښتنو سيمو باندې لکه سوات، باجوړ، مومند ايجنسۍ، خيبر او په وزيرستان کې په هره ورځ بمباريو بې شمېره شاباسي او پنډونه، پنډونه ډالر راجلب کړل. پښتون وژنې د ځينو
حکمرانانو لپاره يو پر بل پسې ښه تجارتي او عاېداتي بڼه خپله کړله.
د پښتنو وينې يې د ځان لپاره لکه د عربو تېل يوه محصولي زېرمه وګڼله او په وار وار يې د وينو په بدل کې له غربي نړۍ څخه د ډالرو غوښتنه په بربنډه، بې غېرتۍ او سپين سترګۍ سره وکړه.
که د پښتنو په سيمه کې روانه لوبه تجارتي شکل نه لري، نو بيا خو د هر اختلاف لپاره علت شته دى، چې د عواملو د له منځه وړلو لپاره منطقي لارې چارې پراخې او خلاصې دي. په دې کې هېڅ شک نشته، چې ډېر نور مليتونه به مسلمانان وي، خو پښتانه يواځې دا نه چې دين يې اسلام، بلکې له اسلام سره سره نورې ډېرې ځانګړنې لکه غېرت، پتمني، شهامت او ځانګړي مذهبي او روايتي عنعنات لري لکه د نورو مليتونو په څير د پښتنو دغه روايات او اساساتو ته احترام درلودل د اختلافاتو د مېنځه تللو وسيله ده.
که د پښتون ولس حقوق تلف کول، زورواکان روا بولي، نو په داسې حال کې د عکس العمل ښکاره کېدو ته په کوم قانون کې بدآمني ويلاى شو، چې يو څوک د خپل ناموس، عزت، دين او مذهب د خونديتوب هيله لري او تش په نامه د خلکو د نظام نارې وهونکي هغه ردوي او بيا د قرارۍ توقع هم لري، چې يو مليت دې مذهبي، فطري، انساني، روايتي، کلتوري او همدا شان د وينا او نور اړونده حقوق نه لري، خو غلى دې ناست وي، ځکه چې د دوى حق او حقوق همدا دي چې څوک ورته هرڅه ووايي، بايد ويې مني او ويې کړي.
بلکې نه! هېڅ کله نه!
داسې نه دي هغه حقوق چې نور بشريت يې لري، هغه پښتون مليت هم لري. مذهب آزادي، د وينا آزادي، د خاورې تماميت، د خپل دستور او کلتوري ارزښتونو پېروي، پخپل دين باندې د مکمل عمل کولو آزادي او همدا شان له خپلو اسلامي شعاېرو څخه د دفاع حق او د اجرا بشپړه آزادي لري او که د زورواکو له خوا د وساېلو او ټکنالوجۍ په زور په هر مليت باندې د خلکو د نظام بل ډول تعريف ورتپل کېږي، نو دا د نړۍ په هېڅ يوه وضعي قانون کې هم نه شنته دي، چې څوک دې د بشري اتباعو په حقوقو پابندي ولګوي.
دغې منطقي بحث ته د روانې وضعې شننه، کتوونکي اړ باسي چې ولې د پښتون متدين ولس وينې په بې رحمۍ سره تويېږي؟ ولې د پښتون لر او برولس د هرې وژنې په بدل کې له غربي نړۍ څخه مرستې غوښتل کېږي؟ آيا دا ډرامه تجارتي بڼه نه لري؟ ولې ددې مسلمان پښتون ولس وينه څه سره تېل دي، چې ډالرې پرې اخلي؟
اوس تاسې ووايئ، چې يو چاته د بې ګناه ولس پر وينو تويولو او بهېدلو په ميلياردونو ډالر په لاس کې لوېږي، نو امنيت به راځي او که ګډوډي؟ نور زما په اند دا د بې وزله وس وينه نه، بلکې د پښتانه په کور کې د سوداګرو لپاره د سرو تېلو چينه پيدا شوه.
- عرفان الله کوټوال -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori