Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د ستورو کاروان






د شېر محمد بهير په ياد کې

د ادب د سمندر يو بهير تېر شو
ماضي، حال او مستقبل ته ښه ځير تېر شو

د اسمار سيمه د غم لوګو نيولې
هغه ورځ زوړ کال ژړا او په وير تېر شو
ستړى ستړى د ژوندون له ناخواليو
ارماني د هيلو ډک زړه ظهير تېر شو

د حالاتو د اغزنو لارو منځ کې
د سندان غوندې سنګين او دلير تېر شو
د علميت د خزانو په کرسۍ ناست و
هر ګفتار لکه د کاڼي لکير تېر شو

پسته خوله، نرمه لهجه، خوږې خبرې
په وجدان کې بااحساسه ضمير تېرشو
په باطن کې شاهانه خصلت لرونکى
په ظاهره و ملنګ او فقير تېر شو

تل اغزو سره لوى شوى لوبېدلى
د ماموند ترڅنګ د ګلو اسير تېر شو



عزيز الله ماموند "صادق زوى"





وطنه

وطنه ستا په مينه مينه کې زه
لېونى خوى د لېونتوب لرمه
چې کړم خاپوړې ستا په غېږه کې بيا
يوه آرزو د ماشومتوب لرمه

چې سر مې ايښى ستا په لېچو و لمن
بيا به شېبه د خواږه خوب لرمه
چې زه دې ښکل کړمه درمند مخونه
دغه مرام ته لېوالتوب لرمه

تا زېږولى يم افغان له غېږې
ځکه نن خوى د نارينتوب لرمه
ټوله نړۍ به ستا له خاورو ځار کړم
يمه افغان زه مېړنتوب لرمه

ستا په يادونو کې کړېږمه تل
دغه نښان د مئينتوب لرمه

هر يو ستا کاڼى به په وينو واخلم
په پښتونواله کې بوبتوب لرمه

زه يم "بيديا" مئين پر تا وطنه
دا محبت له وړکتوب لرمه



ډاکټر سليم بيديا





غزل

زما زړه دځوانيمرګو هيلو ګور دى
دا بدبخت د پښتنو وګړو کور دى

چې مې بدايسي دا وچ د ټوپک کړس دى
چې مې خوښ دى د خوږو بنګړيو شور دى

سپين کابل يې دوزخي په سپين ايمان که
د باګرام په ژبه قتل ټنګ ټکور دى

بلبلان د پېښور په وير راټول شول
د "ملنګ بابا مزار" اخيستى اور دى

که هرڅو يو در په در پکې صادقه
بيا مو هم دغه وطن د سترګو تور دى.



عبدالله صادق





غزل

د ګلونه ډيوې بلې تماشې دي
څه زخمونه څړيكې څړيكې دي لمبې دي

دا چې سترګې مې اوچتې دي رڼې دي
روڼې كړي مې په نره تورې شپې دي

چې په غم د غم ځپلو غمژن نه وي
هغه زړونه، زړونه نه دي اديرې دي

د ماڼو سورو له مه ورځئ ملګرو
خلك وايي چې راتلونكې زلزلې دي

ته په ډېر څه كښې اشنا د لوږې مړ شوې
زه كه وږى يم خو سترګې مې مړې دي

چې زما د وينو څاڅكي پكښې رپي
د تيارو سترګې كه تورې دي رڼې دي

د رڼا فصل ټولېږي سباوون دى
اورېدلې مې د ستورو ګنګوسې دي

نوې سترګې نوى نوى نظر غواړي
په دنيا كښې نوې نوې تماشې دي

اوس د ښار او كلي دومره فرق نشته
اوس د ښار او كلي څومره فاصلې دي

ما د ميني سمندر له ځانه تاو كړو
زه خبر يم چې د ژوند شګې تودې دي

ځه چې ورشو د صابره به څه واورو
خلك وايي چې خبرې يې خوږې دي



ارواښاد ډاكتر صاحب شاه صابر





غزل

وخت به راځي چې غاښ د زهرو بۀ ښامار نه لري
منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري

مارغان دې راشي زموږ لپو کې دې ځالې وکړي
غر مو نښتر نه لري کلى مو چنار نه لري

مينې ګيله په غريو نيولي انداز داسې وکړه:
خلک په خپلو کارو بوخت دي په ما کار نه لري

و خپل تارونه يې سندرو ته زندۍ جوړېږي
کوم يو رباب چې مطرب نه لري، شاتار نه لري

څڼو ته څنډ ورکړه چې خلک په رڼا پسې مري
د کلي لمر تندر نيولى دى سهار نه لري

راشه څاروان يې شه کاروان يې کړه د ذوق لېونى
په غرونو سر دى د سندرو ښار ته لار نه لري



پير محمد کاروان





څلوريزه
عمر شو تېر په انتظار د مينې
راولې ماله خپل نګار د مينې

مېن زړګى مې تشه مينه غواړي
بېلتون ظالم کړلو په دار د مينې



محمد ګلاب مفتون





لېونى

دا زه به لېونى يم که جانان دى لېونى
بس هر څوک لېوني دي ټول جهان دى لېونى

سپېرې سپېرې خبرې د انکار ترېنه راوځي
دلبر اوس لېونى شو که پېزوان دى لېونى

پخپله چې د عمر هتکړيو کې ځان بند کړي
نو خلک لېوني دي که زندان دى لېونى

دا هر يو لېونى د غنمرنګو لېونى دى
د مينې په کوڅو کې هر انسان دى لېونى

دا شوم نظر د يار چې مې دې زړه ته کله راشي
اميد مې لېونى شي هم ارمان دى لېونى

دا توري د غزل د يار له شونډو نه رااخلم
دا توري لېوني دي که مې ځان دى لېونى

د مينې فلسفه کې دا ته څه وايې مياخېله
د مينې فلسفه کې غني خان دى لېونى



اصف مياخېل





غزل

اوښکه راته ډمه شي لېمو کې راته وناڅي
وينې د زخمي زړه پرهرو کې راته وناڅي

خيال کې راته راشي اشنا ستا دا لېونۍ مينه
شم ورته په چغو درد سلګو کې راته وناڅي

ستره ښاپېرۍ شوه اوس د کوره بهر نه وځي
سترګو اشارې پټې بڼو کې راته وناڅي

زه ورته نغمه د مينې زړه شپېلۍ کې سُر کړمه
مسته لېونۍ شي خيال زانګو کې راته وناڅي

عصمت د ذهن کور کې ګرځوي تصوير د حسن
کله به رښتيا رنګينو شپو کې راته وناڅي



عصمت الله ملنګ





غزل

د زړه ګلاب مې پاڼې پاڼې شولو
بې ګناه وسومه سور اور جانانه

دا کوم انصاف دى چې مې دار ته بيايي
اخير مجرم يم په کوم تور جانانه

ستا محبت کې سودايي شوم اشنا
شو رانه پاتې کلى کور جانانه

ټوله دنيا راته سور اور ښکارېږي
راته معلوم شو د عشق زور جانانه

زما زخمي زړه ته ملهم شه راشه
کړمه غمونو سوى سکور جانانه

"سالمزى" وايي نور د خداى لپاره
شوم د اغيارو د پېغور جانانه



سلطان محمود سالمزى





نيمګړې دنيا

پاتې هر چانه ده نيمګړې دنيا
ستړې ستومانه ده نيمګړې دنيا

راځه چې يو بل سره مينه وکړو
بس پرېشانه ده نيمګړې دنيا

بيا خو به دا وختونه نه وي ياره
اخر روانه ده نيمګړې دنيا

چې مينه نه وي نو خندلى نشي
ډکه ژړا نه ده نيمګړې دنيا

ته چې مدام مانه خپه ګرځېږې
خوږه جانانه ده نيمګړې دنيا

تا چې د کلي نه رخصت واخيسته
اوس بې له تانه ده نيمګړې دنيا

حقمل صافيه ته ترې اوس خبر شوې
دا د پخوا نه ده نيمګړې دنيا



محمد ابراهيم حقمل





پېــښور
شور، اور او لوګى په پېښور کې دى
بيا مو هم زړګى په پېښور کې دى

يو خوا ته ژوندون روان په منډه دى
بل خوا ته مرګى په پېښور کې دى



زبير حسرت





پېښوره

اوس خو ته داسې خپه خپه ښکارېږې
لکه تار تار پښتنې څڼې پرېشانه

ستا کوڅو کې د مرګونو قاصد ګرځي
د ژوندون سر او سندره نه يې ګرانه

له پرديسه چې به ستړى ستړى راغلم
پېښوره ستا په غېږ کې به دمه شوم

چې خمار به مې په سترګو کې راشين شو
ستا په يو نظر کتو به زه نشه شوم

اوس خو ستا له هره کوره ساندې خېژي
ستا فضا خو په سندرو وه ودانه

کوم شيطان درته په بد نظر کتلي
چا د اور په لمبو واړوې جانانه

ستا له ښاره هديره ده جوړه شوې
خاموشي دې په هر لور خوره وره ده

هغه ستا او د کابل ترمنځ چې لار وه
اوس په وينو باندې سره هغه دره ده

ته چې داسې پرېشانه معلومېږې
چا جوړ کړى په جبين درته اوربل دى

ستا له ونو نه مرغيو کډې کړي
پېښوره په باغونو دې اور بل دى

اندېښنو پکې لښکرې درولي
د زړګي بازاره څه درباندې وشول

د بمونو اوازونه په هر لور دي
د ګلونو ښاره څه درباندې وشول

ډېر پخوا راته يو چا ويل عابده
پېښور د افغانانو مدينه ده

خدايه ته يې په امان کې نوره ساته
سمندر کې د اور ګېره سفينه ده



باز محمد عابد





ښکلي

زموږ د زړونو مالکان دي ښکلي
ځکه په ناز نخرو روان دي ښکلي

بيا جنازې به له دې چمه ووځي
بيا زموږ چم ته راروان دي ښکلي

په زور يې وړي که زړه په خوښه نه ځي
سم د ضدي پښتون بچيان دي ښکلي

بغېر له دوى نه سپرلي هم نه راځي
هغه خواږه پاسته ګلان دي ښکلي

لکه ادم ورته څوک څنګه ټينګ شي
د جنتي غنم په شان دي ښکلي

خداى يې په خټه کې خواږه ګډ کړي
په سروري خو ځکه ګران دي ښکلي.



عبدالمتين سروري





څه وشول

زموږ کلي او ګلزار باندې څه وشول
په سپرليو، نوبهار باندې څه وشول

بوراګان د باغ په لوري نه رادرومي
په دې خوار غريب مليار باندې څه وشول

چې د خياله يې رخسار په اوربل پټ و
په هغې ښکلي نګار باندې څه وشول

نه ادم شته نه رباب نه هغه مينه
د فرهاد د زړه قرار باندې څه وشول

دلته هرڅه دي وران شوي ويجاړېږي
زموږ کلي زموږ ښار باندې څۀ وشول

دغه څوک دي چې په خپلو کې يې وران کړو
ولسونو او اعتبار باندې څۀ وشول

دا څه وشول څه به کېږي نه پوهېږو
زموږ د خلکو په وقار باندې څه وشول

د ظالمو او بې رحمو زور چلېږي
افغاني زموږ روزګار باندې څه وشول



سميع الله افغاني




- شعرونه ، څلوریځي ، غزلی او نظمونه -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori