Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

يوه پوښته، دری ځوابونه






ستوري مجلې د راتلونکيو ټولټاکنو په مناسبت د خاص کونړ ولسوالۍ څخه ولايتي شورا ته له درېو کانديدانو سره مرکې کړي او له هغوى څخه مو عين موضوعات پوښتلي دي. د ستوري ادارې زيار ويستى او نور قضاوت ستاسې د درنو لوستونکيو په لاس کې دى، هيله ده چې ستاسې يوه اندازه پوښتنې ددې مرکې له لارې حل شوي وي. انتظار مو نه اوږدوو، دغه دى د درېواړو کانديدانو څرګندونې ستاسې مخې ته ږدو!.

پوښتنه: ښاغليو کانديدانو که لطفاً په نوبت سره هر يو خپل ځان لوستونکيو ته وروپېژنئ، خوښ به شو.
لومړى: زما نوم عبدالستار صاحبزاده د مرحوم محمد ابراهيم صاحبزاده زوى، د خاص کونړ ولسوالۍ د حکيم آباد د بانډې اوسېدونکى يم، چې مشهور په ستار (بابا) يم.
دويم: زه انعام الله مبارز يوسفزى، د قاضي محمد عبدالله صاحب حق زوى، د خاص کونړ ولسواۍ د خاص کونړ د کلي اوسېدونکى يم.
درېيم: زما نوم ډاکتر شير آغا سادات دى، د سيد رحمن زوى د کونړونو ولايت د خاص کونړ د ولسوالۍ د منګوال د کلي اوسېدونکى يم.
پوښتنه: محترمو کاندايانو! که هر يو د خپل کاري تجربې او زده کړو په آړه لوستونکيو ته معلومات ورکړئ، نو ښه به شي.
عبدالستار: پر 1356 کال د خاص کونړ د لېسې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوى يم، کومه رسمي دنده مې تراوسه نه ده ترسره کړې، خو د خپلو مشرانو څخه راپاتې دنده، چې د ولسونو او قومونو ترمنځ د لانجو، تنازعو په هوارولو کې مې نه ستړي کېدونکې ونډه اخيستې ده.
انعام الله مبارز: مننه ډېره ښه پوښتنه مو وکړه. ما خپلې زده کړې د مقدس هجرت په دوران کې په پېښور کې تر (14) ټولګي پورې ترسره کړي دي او د کاري تجربې په اړه مې لومړى پر (1383)ل کال، چې خپل ګران ټاټوبي ته راستون شوم، د خاص کونړ په عالي لېسه کې مې د ښوونکي په توګه درې کاله دنده ترسره کړه او د هغې وروسته د ملي پېوستون پروګرام د ښه انسجام او پرمختايي چارو د سمون په خاطر د مديرا مړسسې له خوا د خاص کونړ په ولسوالۍ کې د اجتماعي کارکوونکي په توګه دنده ترسره کړې ده او فعلاً هم له مديرا مړسسې سره د اجتماعي کارونو د ښه سرته رسولو لپاره دنده لرم.
ډاکتر شېر آغا سادات: تاسې ما څخه د کاري تجربې په اړه پوښتنه وکړه، نو بايد ووايم، چې د لېسې د فراغت څخه مې وروسته د منګوال په عالي لېسه کې د ښوونکي په توګه دوه کاله دنده ترسره کړې ده او همدارنګه مې د مديرا مړسسې له خوا د ايکو (ECO) په پروګرام کې هم دنده ترسره کړې ده او بايد يادونه وکړم، چې د پوهنتون په دوران کې تراوسه پورې د خاص کونړ د ولسوالۍ د محصلينو د اسلامي او تعليمي ټولنې د مشر په توګه خپله دنده ترسره کوم.
د زده کړې په اړه به درته ووايم، چې پر 1381 ل کال د خاص کونړ له لېسې څخه فارغ التحصيل شوى يم او پر 1383 کال د کانکور له لارې د ننګرهار پوهنتون د ويترنرۍ پوهنځي ته کامياب شوم، چې فعلاً د ويترنرۍ پوهنځي د پېنځم کال محصل يم.
پوښتنه: ښه ګرانه، که تاسې چېرته په انتخاباتو کې بريالي شئ، نو تعليم خو به مو نه زيانمنېږي او تحصيل به مو نيمګړى پاتې نشي؟
ځواب: دا چې موږ د پوهنځي په اخرني تحصيلي سمستر کې يو، زموږ تدريسي چارې ختمېږي، فقط موږه ته يوه موضوع يا مونوګراف راکول کېږي، چې هغه موږ هر وخت او هر ډول مصروفيت سره پرمخ وړلاى شو.
پوښتنه: ډېرښه قدرمنو، تاسې د کومې انګيزې له مخې او څه شي وهڅولئ، چې ځان مو ولايتي شورا ته کانديدان کړل؟
عبدالستار (بابا): ولايتي شورا ته زما د کانديدو لامل د خاص کونړ د ولسونو او خلکو غوښتنه وه.
انعام الله مبارز: محترمه وروره! دا د هغه مهال خبره ده، کله چې د کونړ په ولايت کې د وخت د والي صيب له خوا د رئيسانو د محاسبې ورځ وه، په دغه موقع زه هم حاضر وم. د کونړ ولايت د څوارلسو ولسواليو ټول مخور سپين ږيري او مشران هم تشريف درلوده. کله چې ورځ په تېرېدو شوه او د ماښام توره پرده راخوره شوه، محترم والي صاحب اعلان وکړ، چې هر رييس صاحب دې د خپلې سيمې مشران ځان سره بوځي. کله چې ټول مېلمانه رخصت شول، ومې کتل چې د خاص کونړ مخور سپين ږيري نااميده او خواشيني ولاړ ول، د يو او بل سترګو ته يې کتل. د هم هغې ورځې څخه ما سره ا احساس راپيدا شو که په ولايت کې زموږ نماينده موجود واى، نو ولې به زموږ سپين ږيري نااميده کېدل؟.
ډاکتر شېر آغا سادات: څرنګه چې په دې درېو لسيزو کې زموږ کامران هېواد د جنګونو، بدبختيو او ستونزو څخه ډېر دردېلى، په ځانګړې توګه زموږ د کونړ ولايت له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګرېوان و، نو زما د ملګريو دا غوښتنه وه چې دغه مشکلاتو او ستونځو ته د حل لپاره بايد ته ځان کانديد کړې، ترڅو د کونړونو ولايت د تعليم، صحت، اقتصاد او بيارغونې په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او هم له خپل ولسونو سره مشورې ته د لومړيتوب حق ورکړې، نو د برياليتوب په صورت کې به هېڅ يو کار د ولس له مشورې پرته نه ترسره کوم.
پوښتنه: ښاغليو کانديدانو که هر يو پخپل وار خپله تګلاره د مجلې لوستونکيو ته روښانه کړئ او هم که هر يوه سره او يا ټولو سره بخت ياري وکړي او خپل هدف ته ورسېږي، نو کومو کارونو ته به د لومړيتوب حق ورکړئ؟
عبدالستار (بابا): که خداى مې برياليتوب په نصيب کړي، نو د کونړونو ولايت ټولو بېوزلو او د ژوند په هره برخه کې محتاجو ولسونو خدمت مې ارمان دى او ډېره توجه به مې امنيت، ښوونې او روزنې، کرهڼې او روغتيايي چارو ته وي.
انعام الله مبارز: په زړه پورې پوښتنه مو وکړه، څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده چې د خاص کونړ ولسوالۍ د علم د زانګو په نوم يادېږي، د پوهنې په برخه کې له ځوانانو سره سره زموږ ښځينه خوېندې د زده کړې هلې ځلې کوي، خو له بده مرغه چې اکثره زده کوونکي د شنه اسمان لاندې درس وايي. د دوى لپاره به د ښکليو تعميراتو بندوبست وکړم او بل هغه وروڼه، چې اسلامي مبارزې لپاره مبارزه کوي، د احترام او قدر په سترګه ورته ګورم، خو هغه وروڼه چې له دولت څخه ناراضه دي، د هغوى لپاره روزګار زما له ارمانونو څخه يو هدف دى.
ډاکتر شېر آغا سادات: د تګلارې په اړه مو پوښتنه وکړه، زما لومړى هدف له اسلام څخه دفاع کول، تعليم او تربيې برخې او د صحت په برخه کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کول دي.
پوښتنه: آړينه برېښي محترم کانديدانو، چې د کانديداتورۍ په دې کنج هم لږه رڼا واچوئ، چې تاسې د کوم سياسي ډلو او تنظيمونو سره تړاو لرئ او که په آزاد ډول به خپل فعاليتونه کوئ؟
عبدالستار (بابا): زه ازاد کانديد يم، له هېڅ يوې سياسي ډلې سره تړاو نلرم.
انعام الله مبارز: د قدر وړه، زه له کوم سياسي حزب سره او يا کوم سياسي ګوند سره کوم ارتباط نه لرم، خو مشرانو مې د نجات ملي جبهې سره چې مشري يې د جناب عاليقدر صبغت الله مجددي پر غاړه لري، دنده اجرا کوله.
ډاکتر شېر آغا سادات: څرنګه چې زه قومي مشرانو، محصلينو، ځوانانو او د کونړ ولايت د ساداتو د ولسي شورا له خوا ټاکل شوى يم، هېڅ کوم سياسي تنظيم سره اړيکې نلرم، آزاد او مستقل کانديم يم.
پوښتنه: محترمو کانديدانو صاحبانو! که د خپل ولس غوږونه په دې برخه کې ورخلاص کړئ، چې د تېرې دورې ولايتي شورا نيمګړتياوې څه شى وې او تاسې به څه اصلاحات راولئ؟
عبدالستار (بابا): زه د تېرې دورې د ولايتي شورا په نيمګړتياو د تبصرې او ګوتنيونې حق ځان ته نه ورکوم، قضاوت به خلک وکړي، خو د ګيلې په ډول وايم چې د ولايتي شورا مسووليت په تېره دوره کې يو وار هم خاص کونړ ته تشريف نه دى راوړى او نه يې د ولسونو د روا غوښتنو څخه ځان خبر کړى، آن تر دې چې زموږ خلک خپل دغه نماينده ګان تراوسه نه پېژني.
انعام الله مبارز: زه د ولايتي شورا په شمول د افغانستان ټولو ادارو ته د احترام په سترګه ګورم، خو د موجوده ولايتي شورا څخه ګيله من په دې يم، چې دوى د انتخاباتو کمپاېين څخه وروسته د هيچا دروازه ونه ټکوله او نه يې بيا مخ ورواړاوه. په دې برخه کې به صرف دومره ووايم، چې د ولايتي شورا موقف او حيثيت به دولت ته په ډاګه کړم.
ډاکتر شېر آغا سادات: څرنګه چې تېره ولايتي شورا يوه ابتدايي شورا وه، تر خپلې وسې يې يو څه کارونه ترسره کړي، خو بيا هم ځينې نيمګړتياوې يې درلودې او هغه دا چې کومې وعدې يې په انتخاباتو کې له ولس سره کړې وې، هغه يې په صحيح توګه نه دي ترسره کړي او د ولس ستونځو او مشکلاتو ته يې په پوره ډول غوږ نه دى نيولى. فقط چې پخپله رايه انتخاب شوي وي او ولس ورته هېڅ رايه نه وي ورکړې. زموږ اصلاحات به په دې برخه کې دا وي، چې زموږ هر قدم به د ولس په مشوره پورته کېږي او د دوى ستونځو ته به په مکمل ډول غوږ نيسم.
پوښتنه: قدرمنو کانديدانو صاحبانو، لکه تاسې چې هم پوهېږئ دا پوښتنه د ډېرى وګړو په ذهن کې راپورته کېږي، چې دا کار خو غټ مصارف غواړي، که د خپلو تمويلي منابعو په اړه خپل ولس ته څرګندونې وکړئ، چې دا به د چا له خوا کېږي او که پخپله مو دغه لګښت ته بډې راوهلي دي؟.
عبدالستار صاحبزاده: دا چې زه د ولس د غوښتنې په اساس ولايتي شورا ته کانديد شوى يم، نو انتخاباتي کمپاېن او يا مصارفو ته به ضرورت نه وي او که کم او زيات وي، نو ولس به راسره برخه اخلي او ژمنه يې هم کړې ده.
انعام الله مبارز: څرنګه چې زموږ ولس يو دينداره ولس دى، نو زه فکر نه کوم چې ولس دې په شخصي امتيازاتو باندې خپلې رايې بدلې کړي، نو د زياتو مصارفو ضرورت به نه وي او که يوه اندازه ضرورت پيدا هم شي، نو مصارف به مې شخصي وي.
ډاکتر شېر آغا سادات: د انتخاباتو د کمپاېن د مصارفو په اړه بايد ووايم، چې دا به د خپل شخصي، قومي او نږدې دوستانو له خوا نه چې راسره وعدې شوي دي، ترسره کوم.
پوښتنه: ستاسې د کاميابۍ په صورت کې به فرهنګي چارې په عمومي ډول او د خاص کونړ د ادبي ټولنې فرهنګي کارونه په ځانګړي ډول څومره وده کولاى شي؟
عبدالستار صاحبزاده: زما د کاميابۍ په صورت کې به زه دومره ووايم، چې هغه ساعت او هغه مصلحت.
انعام الله مبارز: که خداى زه کامياب کړم، ان شاء‌ الله چې خپلو د ادب مينه والو لپاره به يو ښه دفتر جوړ کړم او د فرهنګي چارو په برخه کې به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړم او که زما په قدرت کې وه، که الله کول يوه درې مياشتنۍ مجله به هم د چاپ لپاره برابره کړم.
ډاکتر شېر آغا سادات: څرنګه چې زه پخپلو کارونو کې د کاميابۍ په صورت کې تعليم، فرهنګ او ادبي چارو ته زيات لومړيتوب ورکوم، نو خپل زيات وخت به په دغه لار کې په مصرف رسوم.
پوښتنه: قدرمنو! نور مو نه په تکليف کوو، له تاسې څخه ډېره مننه چې د انتخاباتي کمپاېن له بوختياوو سره سره مو له موږ سره خپل نظريات شريک کړل او د ولس يوه اندازه پوښتنې مو ځواب کړې. په پاى کې که خپل ولس او لوستونکيو ته څه پېغام لرئ، نو د (ستوري) خپرونه ستاسې په خدمت کې ده.
عبدالستار صاحبزاده: په اخر کې د خپل غيور ولس له اخلاص او اعتماد څخه ډېره مننه کوم او زما کاميابي او ناکامي د دوى په ونډې او اخلاص پورې اړه لري.
انعام الله مبارز: له تاسو ( د ستوري مجلې له ادارې) څخه دلۍ دلۍ مننه کوم، چې زموږ غږ مو زموږ ولس ته په ليکلې بڼه وړاندې کړ. زما د کونړ ولايت له محترمو اوسېدونکيو څخه هيله دا ده چې د راتلونکيو ټولټاکنو ورځ (چې نهايي تاريخ يې 29 د اسد) اعلان شوى دى، دا ورځ زموږ د ټولو ولسونو لپاره د مسړوليت او سرنوشت ورځ ده. پکار ده چې خپله رايه يو اهل شخص ته ورکړي، ځکه خداى قرآن عظيم الشان کې فرمايلي دي، چې خپل امانت خپل اهل ته ورکړئ. دغه رايه زموږ لپاره د امانت حيثيت لري، بايد دغه رايه موږ هغه چاته ورکړو چې هغه زموږ د ولس د اتفاق او وحدت سمبول او د هېواد د ترقۍ او جوړولو مصدر وګرځي. په اخر کې به د الفت صاحب په دغه شعر له تاسې سره خداى په اماني وکړم، چې وايي:

نه مې د چا مال خوړلى نه مې څوک وژلي دي
نه مې چاته ورک شه يا ګم شو کله ويلي دي

نوره ګناه نه لرم په دې ګناه مې مه نيسه
زړه کې مې چې پټ غوندې خاېن ته بد کتلي دي


ډاکتر شېر آغا سادات: ستاسو محترم د ستوري مجلې مسړول څخه ډېره زياته مننه او کوردانى درته وايم، چې زموږ سره مو مرکه وکړه او زموږ د انتخاباتي کمپاېن د تقريرونو حاشيې مو رالنډې کړې. په اخر کې خپل ولس ته دا پېغام لرم، چې د خپل سرنوشت د ټاکلو لپاره خپله رايه سالمه او صحيح استعمال کړي او هغه چاته رايه ورکړي، چې د خپل اسلام او وطن د خلکو د خدمت کولو مصدر وګرځي او سبا ورځ پخپله رايه پښېمانه نه وي.




هدايت الله حيات له عبدالستار صاحبزاده سره د مرکې پر مهال



هدايت الله حيات له انعام الله مبارز سره د مرکې پر مهال



عرفان الله کوټوال له ډاکتر شېر اغا سادات سره د مرکې پر مهال
- د ستوري مجلې اداره -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori