Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د کوچنیانو لپاره د ورزش ګټې






په لومړني عمر کې ډېر حرکت د ښه صحت ضامن دى. په اوسني وخت کې په تعليم يافته او هوښيارو کورنيو کې د پخوا په څېر ډېر ښه تربيت کېږي او په ښه توګه سرته رسي، نه يواځې دا چې له کوچني سره زياته مينه کېږي، ښه لباس او ښه خوراک ورته ورکول کېږي، بلکې مور و پلار د کوچنيانو په اړه ډېر ښه معلومات هم لري او هغوى نه يواځې دا چې کوچني دبدن صحت، بلکې د هغه د جذباتي او رواني صحت ته هم ډېره پاملرنه کوي. د ننني ژوند د تېرولو دا لار په انساني صحت او (Fitness) بده اغېزه کوي. موږ خراب ډول خوراکونه کوو او خپل وجود له ژوند سره عادي کوو، دا چې ددې نړۍ زغل په کم عمرۍ سره نه کېږي، نو ځکه په کوچنيانو ددې اثر ډېر زيات برېښي، خو د حېرانتيا خبره دا ده چې Fitness په دې منظم عصر کې دا هرڅه کېږي، خو د Fitness لېوالتوب يواځې په لويانو کې دى او هغه هم په ټولو لويانو کې نشته، نو ځکه اوسنيو کوچنيانو ته د Fitness زمينې ډېرې کمې دي. پرته له مکتب او په هغه ځايونو کې، چې دسپورت ساعت موجود وي او يا د سپورت مسابقې کېږي، کوچنيان چې څومره وړوکى وي، د بدني مشغولا چانس ورته کم په لاس ورځي او ددې عمده لامل د ډېرو وړوکو او يا لويو کورنيو دى.
په ښارونو کې دلوبځاى نشتوالى او يا د مور، پلار د پاملرنې نه غېر کوچنيان بهر ته نه پرېښودل، ددې سبب کېږي چې کوچنيان سپورت ونه کړاى شي. د پوهانو له نظره که چېرې مور، پلار د خپلو بچو خوښي او انکشاف ته ډېره پاملرنه او وخت ورکړي او د خپلو کوچنيانو د صحت په اړه په پوره ډول فکر وکړي، نو په کوچنيانو کې د ښه صحت شعور او اماده ګي پيدا کېداى شي.
د پوهانو په باور اوس تنکي کوچنيان زيات حرکت نه کوي، د هغې لامل دا دى چې موږ کوچني ته له اړتيا نه زياتې جامې اغوندو، په پيمپرو کې يې رابند کړو او زانګو ته يې واچوو، له همدغه کبله هغوى ته د خوځېدو او حرکت کولو موقع په ګرانه په لاس ورځي او چې څنګه کوچنى په ژړا شي، سمدستي يې په غېږه کې رااوچت کړو او څنګه چې کوچنى توليدل او ګرځېدل زده کړي، نو بيا يې موږ د پاکوالي په فکر کې شو او په ځمکه يې توليدو ته نه پرېږدو او کله چې کوچنى ګرځېدل پيل کړي، نو بيا موږ د هغه لپاره چې وګرځي او ورزش وکړي، د آزاد ځاى هېڅ فکر نه کوو. دا عادت فکر او طريقه غلطه ده، ځکه چې کوچنى يو ژوندى حقيقت دى، هغه د خپلو حسونو په کارولو سره هرڅه زده کولاى شي او په لومړني عمر کې خو زياتره حرکات د ښه صحت ضمانت ورکوي او د بدن غړي، چې يې زيات حرکت کوي، نو هغه ډېر پياوړي کېږي او سيده کېږي او فطرت يې تازه جوړېږي.
مور، پلار له پکار دي، چې هغه کوچني ته د جامو بدلولو پر مهال هم لږ ورزش ورکړي، په کليوالو سيمو کې له لامبا وړاندې کوچني ته مالش کول ډېر مهم دي او د ښار مېندو ته هم بويه چې کوچنى د لامبا نه وړاندې مالش کړي. ورزشونه ډېر اسان دي او ټولو نه هم پکې د کوچني د پښو او لاسو حرکت دى. د کوچني دواړه لاسونه ونيسئ او خواره يې کړئ او بيا يې سينې ته راوړئ او دا عمل څلور پېنځه ځله وکړئ. دې سره د کوچني د سنې غړي خلاصېږي او پټو ته د خورېدو زمينه برابرېږي او همدغه رنګ يې اوږې هم له راټيټېدو نه خلاصېږي.
د مټو د خوځولو سره اوږې پياوړې کېږي او په دې ورزش کې د کوچني يو مټ د هغه د سر نه پورته کړئ او بل سيده کړئ او د بغل خوا ته نږدې يې يوسئ، دا ورزش خلور ځله ورکړئ او دواړو لاسونو ته په وار وار سره حرکت ورکړئ. همدا شان ساېکل چلول يو ډېر ښه ورزش دى، ځکه چې په دې کې د کوچني پنډۍ او پښې هر لور ته حرکت کوي. د کوچني د عمر زياتېدو سره مور و پلار ته بويه، چې د کوچني د مهمو حسونو د راپارولو کوښښ وکاندي، خپلې مخې ته يې لوبو ته پرېږد او په خپله ورسره په ځمکه کېني او خپل لور ته کوچنى متوجه کړي.
کله چې کوچنى دوه کلن شي او په کور کې منډې رامنډې وهي، هغه وخت کوچني ته ګرانه لوبه کور پکار دي، ځکه چې دا عمر د منډو، توپ نيولو او اوچتولو دى. خيال ساتئ چې د کوچنيانو پاملرنه ډېر د کم وخت لپاره په يو شي متمرکزه وي، نو ځکه دلوبې وخت لس يا پېنځلسدقيقو پورې پکار دى. ستاسو موخه دې يواځې دا وي، چې کوچنى دې هره ورځ يو ساعت حرکت وکړي، منډې ترړې دي ووهي او روغ دې وي. که چېرې کوچني ته دغه شان د ورزش موقع په لاس ورنه شي، نو د کوچني په جسماني او جذباتي توګه صحت خرابېږي. له دوو نه تر څلورو کالو عمر د کوچني لپاره لانديني ورزشونه هم دي، له دې سره د کوچني توان او د کېناستو او پاڅېدو ګرځېدو طريقې سمېږي. له دې نه غېر ستړى والى هم ورسره لرې کېږي او ذهني فشار يې هم کمېږي.
ښه دا ده چې مور او پلار ورسره په ځمکه کېني او له کوچنيانو سره ورزش وکړي. د کوچني مور او پلار په ورزش لېدو سره ورزش ډېر زر يادوي او ددې بله ګټه دا ده، چې د وخت په تېرېدو سره کوچنى په ذهني توګه مور او پلار ته ډېر نږدې کېږي. تاسو خپله ورزشي لوبه په خپله هم جوړولاىشئ. دبېلګې په توګه يو خوا بل خوا ګرځېدل، ټوپونه وهل او... خو فکر کوئ، چې کوچنى له کوم ورزش نه خوند اخلي، نو همغه ورباندې وکړئ. ګوندې هغه به نور ورزش کول پرېږدي. که چېرې کوچنى د لوبې يا ورزش پر هال ټپي شي، ډېر خپګان ورسره مه ښکاره کوئ، کوچنى ستاسو له فکر نه ډېر کلک وي، نو ځکه په غورځېدو يې ډېره اندېښنه مه کوئ.
کوچني ته د خپلې خوښې د ورزش انتخاب ورکړئ، ښه به دا وي چې هغه په بېلابېلو ورزشونو او لوبو باندې پوه کړئ او بيا يې په خپله خوښه پرېږدئ. د شپږو نه تر اوو کلونو عمر نه مخکې په کوچني مسابقه يا په ټيمونو وېشلو لوبه مه کوئ، ځکه چې په دې عمر کې کوچنى دلوبو په طريقو سم نه پوهېږي.
يوه بله خبره هغه دا چې کوچنى ډېر زر ستړى کېږي، ځکه چې د کوچني پټې وړې وي، که چېرې هغه د خپل ستړيا خبرې وکاندي، نو په لوبه جاري ساتلو يې کله هم مه مجبوروئ او که چېرې له دې امله وايي، چې اوسنۍ لوبه يې نه خوښه، نو تاسو له بويه چې د کوچني د خوښې بله لوبه پيل کړئ. خپلو کوچنيانو د ژوند په زغل کې د لومړي درس ورکولو لپاره د کوم Fitness ضرورت دى، چې تاسو کوم وخت مصرفوئ، هغه ډېر سودمند دى، نو يواځې دا چې هغه د ژوند په زغل کې شروع د غښتلي او صحتمند بدن سره کوي، بلکې په راتلونکي ژوند کې به هم د ورزش او د Fitness خيال په خپله ساتي.
- عاېشه اغا مياخېل -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori