Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د ادب له ګلبڼ حخه یو بل بورا والوت






شعر او ادب که په نړۍ کې څومره ارزښت لري، هومره ددغه ميدان له ستورو سره تل نادودې شوي دي. څوک يې له يو لړ ستونزو سره مخ او څوک له بل ډول ستونزو سره لاس او ګريوان شوي دي او دا هم منلى حقيقت دى، چې د ادب ستوري تل د غربت او مفلسۍ ښکار وي، خو تر ټولو لويه تراژيدي له دغه ستورو سره دا ده، چې زياتره په ژوندانه پټ پاتې شوي دي او هېڅ چا ورته کوم ارزښت او امتياز نه دى ورکړى، خو د مړينې وروسته چې يې اثار لوستل او کتل شوي دي، بيا د ادب مينه والو او د وخت دولتونو ورته د احترام سر ټيټ کړى دى.
دغه که په وړه کچه دي که په لويه، خو لنډ مثال يې د پښتو ژبې د رحمان بابا، خاطر اپريدي او احمد جان نشتر ويلاى شو.
نن هم دغه شان يوه بېلګه لرو، څوک چې د ژوند ډېرو ناخوالو، کړاوونو او سختو زورولى و، د وطن مينې لېونى کړى و، د مور مړينې شاعر کړى و او له بچيانو څخه لرې اوسېده او مساپرۍ د زړه په رنځ اخته کړى و. دغه ښاغلى پر ژوند د پردې شاته و، خو مړينې يې غرونه لړزول، کاڼي بوټي يې ژړول او يو ځل بيا دا قول تازه شو، چې په ژوند يې نه پېژني، وروسته له مرګ ورپسې ژاړي، نو راځئ چې د خداى بخښلي په اړه معلوم کړو، چې هغه څوک و؟.

لنډه پېژندنه:

خداى بخښلى شېر محمد نومېده، تخلص يې "زهير" اسمارى و، د کونړ ولايت د بر کونړ اسمار ولسوالۍ په شاعر پرور کلي "اسمار" کې د شيخ دين محمد په کور کې، غم لړلې نړۍ ته پر (1333)هـ ش کال سترګې وغړولې. له وړوکتوب څخه د مور پلار نيازبين او ډېر زهين و، ځکه ورته پلار د نورو اولادونو په پرتله د تعليم زيات امکانات برابر کړي ول. نوموړي له وخت څخه په استفادې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې وکړې، د ډېر استعداد په لرلو سره يې لا زياتې مطالعې ته ادامه ورکړه، چې له دې امله يې علمي سويه ډېره لوړه وه. په شعر او ادب کې ډېر وارد و، نرم خويه او کم ګو انسان و.
د ژوند په شمار کلونو کې يې هېڅ کله څوک ازار کړي نه ول، تر دې چې خپلو اولادونو ته يې هم په ترخه لهجه خبره قدرې نه وه کړې.
که دى به چا خپه کړو، ددې پرځاى چې د هغه په مقابل کې عکس العمل وښايي، ټول خپګان به يې په خپل زړه تېرولو، دا يې ښه عادت و چې له زغم سره ډېر اشنا و.


شعر او ادب ته راتلل:

شېر محمد بهير لا دولس کلن و، چې په شعر ويلو يې پيل وکړ. د هغه له خولې چې زه خبر يم، پر (1345)ل کال د بهير مور، چې پر ده ډېره ګرانه وه، له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې وې. دغه دردونکې پېښې بهير ډېر ستومانه کړ او د خپلې ستومانتيا لرې کولو لپاره يې د مور په تل بېلېدو مرثيه شعر وليکو. له هاغې ورځې راهيسې شېر محمد بهير شاعر شو او د ادب ميدان ته راغى، چې وروسته يې په پښتو ژبه ډېرې کليوالي سندرې، غزلې او نظمونه وليکل. ډېرو کليوالي سندرغاړو په دوديزو محفلونو کې له ساز سره دده سندرې ويلي دي.
سربېره پر دې بهير صاحب ډرامې، کيسې او نور نثرونه هم ليکلي دي، چې دا مهال د ځينو ناسازه شراېطو له لامله له منځه تللي دي. لنډه دا چې له دولس کلنۍ څخه ترننه پورې د هغه د شعر ژبه ډېره ژوره او دغه استعداد يې پياوړي مقام ته رسېدلى و.
د خداى بخښلي زيات شعرونه دده په خپل ژوند پورې تړلي دي، چې لوستونکي په اسانۍ سره ددغه شعرونو په لوستلو دده د ژوند په اړه معلومات ترلاسه کولاى شي.


ژونـد او کـړاوونه:

بهير په خپل ژوند کې يو بااستعداده انسان و، هغه د افغانستان د دولت يو سابقه دار مامور و، خو کله چې د ډاکتر نجيب الله رژيم ړنګ شو، بهير له خپلو اولادونو سره يوځاى د وطن په پرېښودلو او پاکستان ته په مهاجرت کولو مجبور شو. هلته د لرې پښتونخواه د مردان په ښار کې مېشت شو، خو دا چې د بهير اولادونه واړه ول، هغوى تعليم او خوراک ته ضرورت درلود، ددې لپاره په مسافرۍ کې مسافري ورپه غاړه شوه او له هغه ځايه د روسيې ماسکو ښار ته د روزۍ پيدا کولو لپاره مسافر شو. هلته يې پوره دوه کاله مسافري وکړه، خپل بخت ورسره ياري ونکړه او بېرته تش لاس د مردان ښار ته راستون شو. په دې اړه هغه په ماسکو کې د مسافرۍ په وخت کې په يو شعر کې وايي:

چې خـوشحالۍ پکې تقسيمې بې منتې نشي
ازلي بـــرخې خو دې دومره بدقسمتې نشي


د بهير ژوند تل له ستونځو، کړاوونو او اندېښنو سره تېر شو، هغه که نه غوښتل او ددې قابل هم نه و، خو د وخت ظالمې څپيړې لکه د نورو افغانانو پرمخ وهلى و. په دې مجبور و، چې په پردي وطن کې د دوه وخته ډوډۍ
پيدا کولو لپاره درانه او شاقاه کارونه وکړي، لکه چې وايي:

له خوبه ويښ له کوره وځم په تياره سباون
خوړينه ګرمۍ کې سرګردان تر مازيګر ګرځمه

ورځ کړمه تېره د يوې مړۍ ډوډۍ په لټون
د ژوند د نورو ارزښتونو لاس په سر ګرځمه

بې کس بې کوره وچې شونډې الوتلې بڼه
په شته وطن کې بې وطنه مسافر ګرځمه.


که له يوې خوا د مسافرۍ سختو خوړلو، نو له بلې خوا د بې کسۍ ګرمۍ خولې کړى و. په داسې حال کې چې هغه تل د ژوند دروند بار په خپلو اوږو وړلو، نه يې غوښتل بل څوک په دغه پېټي ستړى کړي، نو دا ددې لامل شوه چې هغه په داسې سختو شراېطو کې د زړه په ناروغۍ اخته شو. هغه به ويل دا ناروغي زما نه ده، دا د شتمنو خلکو ده، خو خداى په ما پورې هسې تړلې ده.
په دې اړه په يو غزل کې وايي:

په زغم سره د غم پېټى مې وړه په بيمارۍ
اخر پکې اخته شومه د زړه په بيمارۍ

يو لور بې وطني بله خوا ګرانه بې وسي وه
ثقيل درانه کارونه به مې کړه په بيمارۍ


بيا هم هغه يو باهمته انسان و، خپله حوصله يې ونه باېلله او د اميدونو او هيلو په کشتۍ کې سپور و. په دې تمه، چې يوه ورځ ګوندې پرې رڼايي راشي. تر مرګه يې ددغه کشتۍ چپې ووهلې. لکه چې وايي:

په پښو کې راپرېوتي د غربت تور زنځيرونه
په وړاندې اخستو ته مې ګامونه نه پرېږدي

په ماته کشتۍ ناست او د څپو په منځ کې ښکېل يم
ساحل ته مې د پېښو طوفانونه نه پرېږدي.


همداسې وشول، هغه تر مرګه د قسمت بدو کرښو د هيلو دنيا ابادلو ته پې نښود، تل يې لرې وساته.

له وطن سره مينه او د وطن خدمت:
شېر محمد بهير له خپل ټاټوبي (ګران افغانستان) سره خورا زياته مينه درلودهو تل يې د هېواد په خوار و زار حال اوښکې تويې کړي دي. هغه يو وطنپال افغان و، هېڅکله يې د وطن پر سر Compromise نه دى کړى او د چا له خولې يې د هېواد مخالفت برداشت کړى نه دى. زيات شعرونه يې پر وطن، سولې او امن ليکلي دي. خپل هېواد او کلى يې تل په شعرونو کې ستايلي دي، لکه چې وايي:

تللى وخت زاړه يادونه مې يادېږي
خپل وطن خپل ولسونه مې يادېږي

زندګي د پردېسۍ ده پکې تنګ شوم
خوږ ټاټوبى کونړونه مې يادېږي

چې بهير د اسمار کلي کې تېر کړي
د ژوندون هغه کلونه مې يادېږي


نوموړي غوښتل، چې په هېواد کې امن شي، ارامي شي، ټول افغانان سره يو لاس او وروڼه شي، جنګ او جګړه ختمه شي.
د بهير صاحب له وطن سره د مينې يوه بېلګه دا هم ده، چې ډېر وخت يې وطن ته خدمت کړى دى. په مختلفو دندو ګومارل شوى دى، د خپل ماموريت په اوږده موده کې يې زما له معلوماتو سره سم له خپلې دندې څخه ناوړه ګټه نه ده اخيستې، تل يې په ايماندارۍ خپله دنده ترسره کړې ده. يواځې او يواځې يې په هغه تنخوا، چې دولت ورته د کار په بدل کې ورکړى دى، قناعت کړى دى.
د طالبانو د رژيم د ړنګېدو او د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د لنډمهالې ادارې د رامنځ ته کېدو وروسته نوموړى يو ځل بيا هېواد ته راستون شو او د کونړ ولايت د امور اجتماعي په رياست کې د اداري مدير په بس کې مقرر شو او تر مرګه په دغه ځاى وطن ته په خدمت کې پاتې شو.
بهير صاحب له هېواد سره دومره مينه لرله، کله چې وطن ته راستون شو، ډېر زيات خوښ و، نه يې غوښتل تر مرګه بيا د وطني مور له غېږې څخه په بېلېدو مجبور شي. دا ارمان يې خداى پوره کړو، په خپل ټاټوبي کې د خپل کلي په پاکه غېږه کې تر ابده په خواږه خوب ويده پاتې شو. لکه چې په يو غزل کې يې ويلي دي:

مه شړئ نور مه شړئ ما خوار له کلي مه شړئ
هسې بې ديدنه مې د يار له کلي مه شړئ

ما اغزنې لارې په تڼاکو پښو وهلي دي
ستړى راغلم ستړى مې دوبار له کلي مه شړئ

پرې چې د وطن د ليلى غېږ کې مې ساه وخېژي
ما ثاني مجنون په زړه بيمار له کلي مه شړئ



سياسي فعاليت:
څرنګه چې نوموړى يو وطنپال، پر هېواد مَېن، بااحساسه شاعر او ليکوال و، همداراز د يو سياسي نظر خاوند هم و او د خپلې سياسي مفکور ې له لارې خپل هېواد ته د ښه خدمت مبارز و. د سولې غوښتونکى و، تل يې د وطن پر لوټلو اوښکې تويولې، تل يې افغانانو وروڼو او خپلو کشرانو ته دا احساس ورکاوه، چې همېشه په خپله مفکوره خپله لاره تعقيب کړئ، هېڅ کله د نورو په اشارو ژوند مه تېروئ، د پرديو لاسونه مات او ناپاکې ارادې يې تيت او پاشانه کړئ، ښه سياسي لاره ځانته وټاکئ او له هغې لارې خپل وطن ته خدمت وکړئ، وطن اباد کړئ او له جنګ جګړې څخه ځان او نور وژغورئ او د سولې طرف ته لاړ شئ. لکه چې ويلي يې دي:

ستا رڼايي د سولې لمره په جهان خوره ده
خو د جګړې تياره په کور کې د افغان خوره ده

خپلو کې مړه شو هديرې مو له زلمو ډکې شوې
جوړه وبا ده چې زموږ په خاندان خوره ده

د بل په امر ورانو خپل پلرنى ټاټوبى
د نادانۍ پرده په سترګو د وجدان خوره ده

امنه کوربه مو شه بهير به دې تل قدر وکړي
ستا هرکلي ته يې لمنه د ارمان خوره ده.



خــــاطـــرې:
د خداى بخښلي ژوند ټول له خاطرو ډک و، که د هغه شعرونه په غور ولوستل شي، په هر غزل ‎، هر نظم کې يې جلا جلا خاطرې تر سترګو کېږي، خو د هغه د وراره خير محمد زهير له خولې د هغه بده خاطره د وطن پرېښودل او ښه خاطره يې وطن ته بېرته راتلل دي، چې دا ډېره په زړه پورې ده. د بدې خاطرې په اړه وايي:

غېږې د جانان نه د دردونو سره لاړم
لاړم خو د يو عالم غمونو سره لاړم
خپله ملنګي وه راته فخر د يار کلي کې
چا ورته پرې نه ښوم ارمانونو سره لاړم

او د ښې خاطرې په اړه داسې وايي:
نه يم د ثروت سوداګر نه د اقتدار مَېن
ما خالص د حسن خريدار له کلي مه شړئ
ځان سره راوړي مې ډېر ستړي ارمانونه دي
بيا مې ارماني په زړه داغدار له کلي مه شړئ


ياده دې وي، چې د لومړي شعر په دويم بيت کې د "حسن خريدار" د وطن ښکلا ته اشاره ده.

د بهير ادبي بهير او آثار:
لکه څرنګه چې مخکې يادونه وشوه، د نوموړي ژوند تل د کړاوونو په ګرد و غبار کې پټ تېر شوى دى. له همدې لامله هغه د مجبوريتونو په وړاندې نه دى توانېدلى، چې ادبي بهير ته غاړه ورکړي. زياتره په ادبي غونډو او مشاعرو کې نه دى حاضر شوى، د زړه د ناروغۍ وروسته خو يې بېخي زړه نه غوښتل، چې دا ډول غونډو کې برخه واخلي.
د هغه د بل وراره اختر محمد مومند له خولې د هغه اثار ټول ناچاپه پاتې شوي د. نوموړي د منظوم او غېر منظوم اثارو ډېرې مجموعې ليکلي دي، چې د هغې له جملې ترې چاپ ته چمتو څه نثري او څه منظومې مجموعې لکه "روانه قافله" او "سرې څپې" له هېواد څخه د هجرت کولو پر مهال بې درکه شوي دي، چې تر ننه معلوم نه دي.
اوس مهال يې ناچاپه اثار، چې چاپ ته چمتو دي، د "ستړي شوګيرونه"، "لوڅې پښې، اغزنې لارې" او "پېوستون" په نامه موجودې دي. دغه مجموعې د هغه پر ژوند چاپ ته تيارې وې، خو د اقتصادي بدې وضعې له لامله په دې نه دى توانېدلى، چې چاپ يې کړي، يا داسې هم ويلاى شو، چې هغه به زيات په دې خبره ټينګار کاوه، چې ما به لکه د خاطر اپريدي غوندې له مرګه ورسوته خلک پېژني. دا خبره کټ مټ رښتيا شوه، ځکه چې په يو وخت کې ورسره له خارج څخه د چا د خوا نه د کتاب د چاپ لپاره مرسته شوې وه، د کتاب ليکل، کمپوز او نور ترتيبات تيار شول، خو په دغه وخت کې ورته يوه کورنۍ ستونځه راپېښه شوه، هغه مرسته شوې پيسې ترې د هغې ستونځې په حلولو کې مصرف شوې او کتاب يې همداسې ناچاپه پاتې شو. دا د هغه د دوراندېشۍ او ېش بينۍ د لالت کوي، چې دغه تصادف رامنځته شو او تر مرګه په کتاب چاپولو بريالى نه شو.

مرګ او وروستۍ ناروغي:
بهير صاحب د ژوند په وروستيو کې ډېر اميدونه او هيلې له ځانه سره يوړې. يوه بېلګه يې د خپل کور ودانول و، هغه په ډېره مينه د کور په ودانولو پيل وکړ، ترڅو د خپلو اولادونو د سر پناه لپاره ځاى تيار کړي، خو لکه د پخوا په څېر له هغه سره بخت ياري ونکړه. پر هغه يو ځل بيا د زړه ناروغۍ حمله وکړه او هغه پانګه چې د ډېر وخت راهيسې يې د کور ودانولو لپاره يوځاى کړې وه، په ناروغۍ ترې ولګېده. هغه لا له پخوا نه په دې وېره کې و، چې بې وفا ژوند به هغه يوه ورځ په نيمه لار کې پرېږدي او همداسې وشول، خداى بخښلي په يو
نظم "ډېر وخت پاتې دى" کې ويلي دي:

لا مې په زړه کې ډېرې هيلې ځوانې ځوانې لرم
لا د راتلونکي ژوند په هکله ارزوګانې لرم

لا خو په مخکې مسئلې ګرانې اسانې لرم
په زندګۍ پورې اړوند ورانې ودانې لرم

ته مې د ژوند په نيمه لاره کې ستومانه نکړې
مرګيه لرې لرې ځه لا خو ډېر وخت پاتې دى.


خو وخت ډېر کم شو، مرګ راورسېد، د خداى بخښلي وروستۍ ناروغي دومره اوږده شوه، چې خوارکي د ژوند د نورو سختيو په څېر د ځنکدن سخته هم وليده. د کونۍ غړيو يې ډېرې هلې ځلې وکړې، ډېرو ډاکترانو او روغتونونو ته يې ورساوه، خو په هغه د مرګ الهام شوى و، ځکه د هغه ځينې خبرې چې د ناروغۍ په وخت کې يې کولې، ددې خبرې دلالت کاوه، چې پر ځان پوهېده. هغه به ډاکتر ته له تلو څخه انکار کولو او دا به يې ويل، چې زه په ځان پوهېږم، ما د (1387)هـ ش کال وروستيو ورځو پرېږدئ، بيا به ډاکتر ته لاړ شم خو د هغه ورېرونو او زامنو دا زغم نه شو کولاى، چې دا بېچاره دې ناقراره د مرګ په بستر پروت وي، تر پېښور او مردان يې ورساوه، خو خداى ته دا منظوره وه، چې نوموړى په همېشني سفر له نړۍ څخه رخصت شي.
نو هغه و، چې د (1387)هـ ش کال په وروستۍ شپه د شپې په يوه بجه يې د مردان شيخ ملتون روغتون کې ساه ورکړه او ددې غم لړلې دنيا له کړاوونو څخه آرام شو.
د هغه جنازه د تورخم له لارې خپل پلرني ټاټوبي او هغه کلي ته، چې ده ورسره ډېره مينه کوله او دده د خاپوړو ځاى و، راوړل شوه. د تل لپاره په همدې کلي کې د (1387)هـ ش کال د حوت د مياشتې په دېرشمه نېټه د جمعې په ورځ مازيګر مهال خاورو ته وسپارل شو. روح دې ښاد وي.
د خداى بخښلي مړينې ډېرې سترګې نم کړې، ډېر زړونه يې ستومانه کړل او د هغه کړاوونو په بدل کې، چې ټول عمر يې ليدلي ول، خداى ورته داسې مرګ نصيب کړو، چې ډېرو کمو تالې منو ته نصيب کېږي. بهير صاحب په خپلو پسمانده ګانو کې څلور زامن او دوه لوڼه پرېښودې، هغوى ته دې خداى د زړه صبر ورکړي.
بهير که لاړ خو خاطرې يې لا ژوندۍ دي او تل به ژوندۍ اوسي. په دې اړه وايي:

ګيله منه به زما هره سلګۍ وي
ځنکدن خو به مې ځکه په سختۍ وي

بيا بهيره ما په خپل شعر کې ګوره
که زه مړ وم خاطرې به مې ژوندۍ وي.


خداى دې پرې د اخرت سختې اسانې کړي. آمين
- عزيزالله ماموند صادق زوى -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori