Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

حنیف خلیل د خپل فن په اعینه کې






د څه مودې راهيسې دې ارمان، دې خواهش زما په زړه کې خړپوسې کولې، چې زه د ملګري حنيف خليل د ادبي کار او زيار، د هغوى د شاعرۍ په اړه څو توري رقم کړم، خو ما ويل چې خه وليکم او څه ونه ليکم او په دې شش و پنج کې ډېر وخت تېر شو، خو ما هېڅ ونه ليکل او دغسې زه د ملګري مقروض پاتې شوم.
هر څو که ښاغلى حنيف خليل زموږ همعصر ليکوال دى، خو د هغه ادبي قد، قامت دومره دنګ شوى او روښانه دى، چې موږ د هغه افسانې قد ته ګورو، نو سترګې مو برېښي. دا نه چې ګنې هغه ته موږه بدنيته يو، خو زموږ په سترګو دومره توان نشته، چې د هغه په کار او هلو ځلو نظر وزغلوو.
ښاغلى حنيف د ژورې مطالعې او ژورې مشاهدې مالک دى او مطالعې ته يې سم کار ويلى دى. په ابتدا کې پرې تخليقي سرايت زيات شوخ و، خو وروسته يې د تحقيق کار ته ملا وتړله او سمې بډې ورته راښکلې او د تحقيق دې کډاخ جن "مشکل" کار ته يې کار وويلو او دومره پر مخ لاړو، چې خپل ګڼ شمېر همزولي او همعصر ليکوالان يې ډېر وروسته پرېښودل. د هغه علمي او ادبي فراست او حماست دواړه دومره فعال دي، چې هغه يې د علم او ادب دنګ اسمان ته رسولى دى او لا پسې روان دى او دې مقام ته هغه خپلې بې کچې مينې او ادبي خبط رسولى دى. ده چې کله د استاد قلندر مومند سره ادبي علمي بحثونه کول، نو هاغه وخت نه زه په دې نتيجه رسېدلى وم، چې په دې کې د يو لوى شخصيت رنګونه چورلکونه خوري.
وخت او حالاتو سره سره ورو ورو هغه رنګونه ځوانېدل او هاغه رنګونو د حنيف خليل پېژندګلوي د ادب له دنيا سره د يو داسې ځيرک او لوى شخصيت په توګه وکړه، چې ښاغلى حنيف هر چا وپېژندو. په لومړي سر کې خو د ملګرو خيال دا و، چې حنيف به په خپلو اوږو د ادب دا دومره درانه بارونه يونه ړلى شي او ددې د لاندې به هغه راپرېوځي، خو الحمدالله هغه دې درونو بارونو لاندې راونه پرځېدو، بلکې خپله ادبي پهلواني يې ثابته کړه.
حنيف زه د خپل يو ورور په توګه پېژنم او هغه هم د ډېر نزدې نه، ډېرې ناستې موږ يوځاى سره کړي دي، د ورسک په ادبي تحريکونو چلولو کې هم هغه لاس لري. حقيقت دا دى، چې موږ ترې هم ډېر څه زده کړي دي، ځکه چې هغه د مطالعې نه بغير بل څه نه دي کړي. په هره موضوع به يې بشپړ معلومات لرل، د ملازمت نه مخکې خو به يې خامخا تماس نيولو، خو دا حنيف د ملازمت نه پس څه بدل شو. اوس زه داسې محسوسوم، لکه خداى مکړه چې حنيف زما د لاسه ووتو. په دې ترې زما طبيعت لږ دروند هم دى.
بهرحال، دا د هغوى ذاتي نظر دى، زما په زړه کې د خليل لپاره هم هاغه شان مينه ده، کومه مينه چې پرون وه او دغه مينه به سبا له هم وي، خو ترڅو پورې چې د هغه ادبي مستقبل دى، نو دا بآلکل تابانه، روښانه او ځلانده دى او ددې ادبي هنرمندي د ادب خاوندانو په روڼ تندي منلې ده.
د حنيف ګڼ شمېر ادبي، علمي، تحقيقي، تنقيدي کتابونه چاپ دي، چې ډېر اوږد فهرست لري، فى الحال زه د هغوى د شاعرۍ په اړه څو توري رقم کول غواړم. الله دې وکړي، چې د هغوى د حق څه ناڅه برخه ادا شي. ګنې هسې خو ميجر يونس خليل مرحوم، ښاغلى پير محمد کاروان او مېرمن حسينه ګل تنها، چې د حنيف خليل د شاعرۍ کوم جاج اخيستى دى، ددې نه پس څه ويل يو خوا که مناسب نه دي، نو بلخوا څه ويل ډېر ګران کار هم دى، خو بيا هم دومره وايم چې حنيف يو زړور او سترګور انسان دى، هغه د ټولنې د ټولو حادثو، واقعاتو، کړمو او... نه خبر دى، هغه په خارج کې هرڅه په شدت سره ليدلي دي او دغه د خارج اثرونو د هغه داخليت سکونډلى دى، ځکه د
ټولنې رهبر ته ګوته نسي او په ډېره بې باکۍ ورته اشاره کوي:

او له رهزنه مـــو څه وېره نشته
چې مو رهبر د قافلې قاتل دى


زه د حنيف دې خبرې سره اتفاق لرم، چې که چرته رهبر د قافلې قاتل نه وى، نو نن به د پښتون دا حال ولې و؟ نن پښتون د ارتقاء په لور د ګامونو ګاللو په ځاى د زوال په سفر روان دى، چې د ټول پښتون قام لپاره يوه الميه ده او ددې سنګينو مسئلو زموږ مستقبل په داو لګولى دى. زموږ سحر چرته دى؟ زموږ دا ارزو چرته رښتيا د لېوني خوب خو نه دى؟

زموږ ارزو د لېوني خوب دى او ژوند مو شپه ده
شــپه هم هغه ده چې يې هېڅکله سحر نه راځي


يو خوا که حنيف د پښتون قام بې وسي ژاړي، نو بلخوا د اور په دې سرو لمبو کې د پسرلو په لټون هم دى، پر اميد هم دى او په دې کې فرصت تلاش کوي. په دې ازغن ازغن او لوګي لوګي ماحول کې، چې انسان ساه نه شي اخيستلى، حنيف د جانان د راتلو لارې څاري. د هغه انتظار د حسينو لمحو آئينه ده، چې هغه ترې خوند اخلي او د جانان له راتلو سره سپرلي تړي.
د هغه په خيال، چې چرته جانان موجود وي، د جانان د ښکلا له برکته ټول کاېنات حسين او جميل برېښي. لکه څنګه چې باران وشي او موسم ښکلى شي او هر څوک وايي موسم حسين شو رنګين شو د يو شاعر په فکر دغه باران هاغه وخت وي، چې جانان راشي او ددې په وړاندې قدمونه کېږدي او ده ته هر څه جانان جانان ښکاري او دا يو جمالياتي نظريه هم ده، بلکې د جمال د موضوعي نظريې خاوند به په پورتنۍ خبره يو خوله وي، چې د يو څيز په وجه نور څيزونه ښکلي ښکاري.
حنيف خليل په دغه جمالياتي نظريه پخه عقيده لري، د هغه جمالياتي حس دا خبره مني، چې سپرلى هله وي، چې کله جانان وي. دغه بې موسمه سپرلى، چې ګلونه خو پکې نه وي، خو د انسان داخل د يو داسې حسين سپرلي کيفيات محسوسوي، چې په الفاظو کې نه شي بيانېدى او ورنه د تحرير لمنه محتاجه ده. ښاغلى د جانان د نه راتلو او راتللو د تصور نړۍ په دې کشمکش کې خپل شاعرانه احساس ته مسرت ورکول غواړي:

هغه چې نشته دى سپرلى هم په نظر نه راځي
هغه چې نه راځي مـلګرو نو اکثـــر نه راځي


عشقيه واردات او شاعري خپلو کې لازم او ملزوم دي او بې له دې به شاعري زما په نظر هېڅ نه وي. حنيف د مينې د لېونتوب هغه عنصر لري او دا اعتراف کوي، چې د زلفو حاصلول په کږو لارو سفر غواړي. په تورو شپو کې په کږو لارو سفر که د رواياتي لارو نه بغاوت دى، نو بلخوا د مغربيانو په سوچ هم دغه اصل رومانويت دى، چې ښاغلى حنيف به يې زما سره ومني، ځکه چې مغرب د رواياتو له بند نه راوتلو ته د رومانيوت نوم ورکړى دى، چې ورله دا وخت ګڼ شمېر ثبوتونه پکار دي.
حنيف په دغه هرڅه پوهه دى او دغه رومانويت هغه په شعوري ډول د خپل فکر په درشل کې راځاى کړى دى. د حنيف په شاعرۍ کې رومانوي او جمالياتي رنګونه که ډېر شوخ او جوت نه دي، خو تت تت ځاى پر ځاى په نظر راځي. د هغه دغه جمالياتي او رومانوي ښکلاګانو يو حسين امتزاج زېږولى دى او دغه حسين امتزاج د هغه د لوړ فکر هغه پسرلى دى، چې د هغه شاعرانه تجمل ته يې يوه بله دنيا وربخښلې ده او د هغه شاعرانه الوت يې بره خېژولى دى. په فني او فکري لحاظ د هغه سنجولې شاعري ده، د هغه شاعر په فني او فکري اړخونو په تول پوره ده او بيا هغه د استاد قلندر مومند د ادبي دنګې ونې تر سيورى لاندې ډېره اوږده ناسته کړې ده او ددغه سيورى نه هغه نه صرف خوند او مزه اخيستې ده، بلکې استفاده يې هم ترې کړې ده. په فکري، فني، علمي او معلوماتي اړخونو ترې بهرمند شوى دى او ددې اعتراف ښاغلي خليل هم کړى دى:

اعتراف يـې ښه ډاډه وکـــړه خليله
سخنور شوى په صحبت د قلندر کې


د حنيف خليل په شاعرۍ کې يو ډېر تت رنګ د تصوف هم دى، خو دغه تت رنګ په اوړو کې د مالګې برابر هم نه دى. البته هغه انسان د انسانيت د داېرې نه بهر هم ليدلى او انسان يې د انسانيت په اصل چوکاټ کې هم ليدلى دى او دې پوره پوره ننداره کړې ده. هغه وايي، چې کله انسان انسان نه وي، نو هغه بيا په جنت کې هم ځاى نه لري، خو دغه انسان چې د انسانيت جامې واچوي او سهي انسان شي، له الله سره مينه وکړي او د انسانيت معراج ته ورسي، نو بيا د اور په سرو لمبو کې ژوند تېرولى شي. د انسانيت هغوى ډېره ښکلې او واضحه تشريح کړې ده، هغه د خپلې خبرې دپاره سند هم لري او بې سنده خبره نه کوي. هغه په شعر کې دغه دوه کردارونه زموږ په وړاندې پېش کول غواړي، چې د خپل وخت مشهور کردارونه دي:

ځان مې چې نمرود ګڼه جنت کې مې ځاى نه وو
کله چې خليـل شــومه لمبو کـــــــې اوسېدم


د علميت جذبې په شعوري توګه يا په لاشعوري توګه د ښاغلي حنيف خليل د فکر په وجود کې غزونې کړي دي، چې وخت او حالاتو ورته په خپله خوره وره غېږه کې د علم داسې دروازې پرانستې، چې هغه پرې ګړندي ګامونه اخيستلو سره د خپل مرام په لور دومره لرې لاړو، چې نن هغه موږ لکه د دنګ اسمان ليدى خو شو، خو وررسېدى نه شو.
د هغه د شاعرۍ ځانګړتيا د هغه د شعر سادګي او ابلاغ دى، هغه چې څنګه ځان لپاره اداب دارالسلطنت ګڼي، الله دې د هغه ادبي دارالسلطنت قايم او دايم لري، د فکر او علم نورې دروازې دې ورته الله پرانيزي، چې د خليل د فکر د خورې ورې ځولۍ نه پښتو ادب ته نور ډېر څه ورکړي.
خپلې خبرې په دې خبره راغونډوم، چې که د ملګري حنيف خليل صيب څه حق تلفي شوي وي، د هغې لپاره ډېره بخښنه غواړم.
- جمشيد نديم نيازى -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori