Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

..... د دويمې دوري ټولټاکنی






اګر چې ليکنې د ليکوالانو حق بولم، خو د بل ځل لپاره مات ګوډ قلم اړ ايستم، چې د جمهوري رياست لپاره د ټاکنو په تود بازار څه وليکم.
په دې به يې پيل کړو، چې په رسنيو کې د جمهوري رياست لپاره د ټولټاکنو په آړه له تودو بځثونو څخه معلومېږي، چې د کرزي صاحب موده په بشپړېدو ده. هغه د چا خبره کور يې ودان او بچى يې لوى، خو که د کرزي صاحب دغه دورې ته په ځير سره وګورو نو تاريخ ته په پام سره جوتېږي، چې دغه دوره هم د تېرو درې لسيزو جګړو، ناخوالو او بدو پايلو په درلودلو په ځانګړي ډول د پښتون قوم لپاره په ځانګړي ډول سمبال شوې توره دوره وه. کوم بدې پايلې او زيانونه يې چې تر شا پرېښودل، د ډېرو افغانانوپه اند يې جبرانېدل بالکل ناشوني دي، خو له زغم څخه ځکه کار اخلو چې متل دى، وايي (له يو لاسه ټک نه خېژي) که پړه يواځې په کرزي صاحب واچوو، هم درسته نه ده، ځکه چې ددغه نظام درې واړه قوې لکه اجراييه، قضاييه او مقننه که په ريښتينې توګه د ولس او يا د ولس د استاځو په رايو رامنځته شوې واى او د افغان ولس سره چې يې کومې وعدې کړې وې، هېڅ وفا ونکړه. ددغه مشرتابه څخه مو چې څرنګه مشروع او روا هيلې او ارزوګانې درلودې، هغه شان ځواب ونه شو ويلاى.

دا ځل بيا لکه دې بې صبرو په څېر غوا لا حلاله نه ده او د غوښو لپاره يې خانکونه قطار کېښودل په دومره زيات شمېر سره د نوماندو ګډون د جمهوري رياست په ټاکنيزه سيالۍ کې نه پوهېږم، چې تاسې يې څه ډول ارزوي، دا مو منلې چې د ټاکنو قانون ټولو افغانانو ته دا حق ورکوي. په دې شراېطو هر وګړى چې د افغانستان تابعيت ولري، د څلوېښت کلنۍ عمر يې بشپړ کړى وي او د افغانستان د محاکمو له خوا نه په بشر ضد او يا نورو جرمونو تورن نه وي، يواځې دا بسنه نه کوي، له دې وروسته ډېرې نورې خبرې هم شته، چې يو نوماند بايد په کومو نورو معيارونو سمبال وي لکه روغ صحت، روغ عقل، لوړې زده کړې، د هېواد په رسمي ژبو او نړيوالو ژبو پوهېدنه، په اداره پوهه (کاري تجربه) او کاري وړتيا، فصاحت او بلاغت، د حوصلې او تحليل خاوند وي، د ساسي ليد د داخلي او بيروني بې پرې شهرت څښتن وي، د افغانستان اوسنۍ وضع درک کړاى شي او روانو ناخوالو ته مناسب حل پيدا کړى شي.

که راشو دې ته د افغانستان د ټولټاکنو خپلواکې ادارې د جمهوري رياست لپاره د نوماندو کوم لست خپور کړى، شمېر يې د (44) تنو ته رسېږي، چې پکې اشنا او ناشانا څېرې ګډون لري. په اړه به يې قضاوت تاسې ته پرېږد، خو د ټاکنو د خپلواکې ادارې د شکايتونو د مشر په وينا د نوماندو له ذکر شوې ډلې څخه ډېر يې داسې دي، چې لوړې زده کړې نه لري او په هېڅ رسمي اداره کې يې کار نه دى کړى. مانا دا چې هېڅ کاري تجربه نه لري، نو دومره درانده مسړليت ته وړاندې کېدل د ټولنې د حيات او سر خبره ده، بيا هم افسوس چې رڼه ستراتېژي يې نه ده وړاندې کړې او که وړاندې کړې يې ده، د هغې تطبيق د دوى له وسه پورته دى. له ورايه ښکاري چې ښه کاري ټيم يا ډله هم له ځان سره نه لري، که سوچ وکړو چې دومره بې شمېره نوماندو ګډون په ټاکنيزه سيالۍ کې څومره منفي پايلې لري، لومړى د شهرت د حاصلولو او طرفدارانو د پيدا کولو په اړه له دولتي امکاناتو او بوديجې څخه تبليغات او هم د رايې ورکوونکيو لپاره په دومره پراخه لست کې د خوښې وړ نوماند پېژندنه ستونزمن کار دى. په داسې يوه ټولنه کې چې ډېرى وګړي يې نالوستي دي، درېم د ټاکنو د خپلواکه ادارې لپاره د دومره پراخه ټاکنيزې سيالۍ د صحيح تنظيم ستونزه، څلورم د نوماندو لپاره د تبليغ پر مهال د خوندي او ډاډمن چاپېريال د برابرولو ستونزه، په دې به يې راونغاړو چې د ډېرى افغانانو دا خاصه ده، چې په لږو قناعت نه کوي، هغه بار ته اوږه ورکوو چې د پورته کولو توان يې نه لرو. که خپل زور او استعداد د خپل ضمير په تله وتلو، نو په نوماندو هماغه ټوکه ده: وايي په زيارت کې بنډاره ده، خورې ته هم پکې راځه!.
- انجنير مجاهد جرير -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori