Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

درباري لټان د ولس په تاوان دي






درباري لټان به نور هم ډېر زيات وي، خو دا تراوسه چا معلومه نه کړه، چې دا ځينې زاړه (له کاره لوېدلي) خلک او دوى ته نږدې نور وروڼه به دننه په دربار کې کومې چارې مخته وړي؟؟
تېره ورځ مې د دربار دننه يو مشهور ملک د مخابراتو په څلور لارې کې وليد، چې د يوه هوټل خاوند سره يې د هوټل په مخکې په راځړېدلي (پسه) دعوه وه، د هوټل خاوند ويل (پسه) دى، مګر ملک ټينګار کاوه، چې د وريتې بوى د (ميږې) و.
ملک ډوډۍ خوړلې وه، د (پسه) او (مېږې) له دعوې يې داسې برېښېده، چې پيسو ورکولو ته يې زړه نه و، ځکه ملکانو خو د پسونو وريتې غوښې تل وړيا خوړلي او لکه ملک ته، چې د ملکۍ د هغه دود ماتول ښه خبره نه ښکارېده.
د (پسه) او مېږې د دعوې پر وخت د ملک ترڅنګ يوه بوډۍ سوالګره هم ولاړه وه، ملک ته به نه ښکارېده او نه به يې ملک خبرې اورېدې، ځکه ملک دومره غوښه خوړلې وه، چې سترګې پرې پټې وې، خو ساتوونکيو يې هغه سوالګره په کشولو کشولو د ملک له څنګه لرې کوله.
د پورته ورور په څېر نور ډېر شته، چې په دربار کې پاموړ کار نه لري، کله کله د والي صيب پر ځاى کومې غونډې ته لاړ شي او...
پوښتنه دا ده، چې لوې دولتي چارواکي دا لوى ولس تېر باسي؟ که په دغه وروڼو دا وطن ابادېداى، نو اوس خو به ترې جاپان جوړ واى، کومه دى، ددې يارانو د غوږونو ويښته يې سپين کړل او وطن لا هماغسې تلا ترغۍ دى!!.
د درباري لټانو پيدايښت:2
د ځمکې پرمخ چې کله د ژوند لوبه شروع شوې او کله چې د انسانانو ترمنځ د واک او مشرۍ اړتيا ليدل شوې، نو ورسره سم دربار او درباري لټان زېږېدلي دي. له همغه وخته راوروسته د هر بادشاه او ټولواک دربار د وخت لټانو ته په زړه پورې دمه ځاى ګرځېدلى دى...
دا چې ولې ځينې خلک د لږ امتياز له امله خپل انساني غرور د بل انسان تر پښو لاندې کوي، نو موږ به يې په اړه دومره ووايو، چې دواړه خواوې دې روزګار ته اړې دي.
د دربار لټانو او خدمتګارو کچه وروسته وروسته په انساني ټولنه کې دومره لوړه شوه، چې د سيمه ييزو پيرانو او سيدانو تر درباره يې هم پښې وکړې، چې په اړه يې هغه پخوانۍ پخه خبره اوس هم د خلکو ترمنځ ژوندۍ او منلې ده، چې وايي: له ځانه دې د محمود باچا لټ جوړ کړى دى...
اوسني دولتي لټان همغو پخوانيو ته ورته دي، د محمود باچا په اړه ويل کېږي، چې کله پرې لټان راګڼ شول، نو يو ملګري يې مشوره ورکړه چې راشه اصلي لټان پکې په نښه کړه، مطلب دا چې چاپېره ترې اور بل کړه او بيا ګوره، نو که چا تېښته وکړه، هغه به ځي او که څوک پاتې شول، نو اصلي لټان يې وګڼه.
اور بل شو او ورو ورو د لټانو پر لوري راغى، ټول وترېده، دوه پاتې شول، يوه بل ته ويل چې اور راغى سوځو!!
هغه بل ورته ويلي وو: "ته يې لږ ساړه خوره، مخه به يې رانه واوړي..."
خبره اوږده شوه، که بېرته خپلو درباري لټانو ته راشو، نو ددې لټانو دنده او کار له همغه وخته معلوم و، دوى تل د زورواکو او پيرانو په دربارونو کې د خلکو پښې زور کړي او د هغوى د مېلمنو پالنه يې کړې ده، په شاهي دربارونو کې به پخوا ددې ډلې خلکو لپاره ځانګړى لباس موجود و، چې په ډېرو ځانګړو مراسمو کې به يې کاراوه، خو د هغه وخت د لټانو يوه ښه ځانګړنه دا وه، چې خپل کار يې پېژندلى و او په نورو چارو کې به يې لاس نه درلوده.
د اوسنيو درباري لټانو ځنې د وېرې او اندېښنې ځاى همدا ټکى دى، چې په خپلو دندو سربېره يې په نورو چارو کې هم د لاندې باندې کولو لاس پيدا کړى. ددې خبرې يوه رڼه بېلګه دا ده، چې دولتي لټان په ځينو کارونو کې چارواکيو ته مشورې ورکوي او دا خو ښکاره ده، چې د يوه لټ او بېکاره انسان مشوره به څومره د ولس په ګټه تمامه شي؟ يا دا چې د دولتي لټانو په سولېدلو او مښلو مشورو به دا اوسني چارواکي د ولس په زړونو کې ځاى ومومي؟؟
- ګهيځ -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori