Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

ژب سياست او ژب پلان






په تېر پسې

د ژب معياري کول: ژب سياست
د ژبو معياريکولو Standardization ته ژب سياست يانې Language Policy هم ويلى شو. هغه څه چې پاس مې ورته په ترکيه، سينګاپور او ولسي چين کې ګوته ونيوله، د ژب سياست درې بېلګې ښيي.
د ژبې معياري کول يو سياسي حکومتي ځواب دى، چې د ژبې يوې خورا مهمې ځانګړتيا ته ورکول کېږي: ژبه ولاړه نه ده، بلکې "بدلېږي او اوړي." It Varies and it changes د مثال په ډول، په ولسي چين کې له ډېرو لهجون نه د هېواد د پايتخت )بيجينګ( لهجه ماندارين د رسمي ژبې په څېر غوره شوه. ځينو هېوادونو د ژبې د معياري کولو لپاره علمي مړسسې رامنځته کړي دي، چې د ژبو پرمختګ او بدلون وڅېړي، لکه د فرانسوي ژبې اکاډمي، د هسپانوي ژبې اکاډمي، په جرمن ژبو هېوادونو کې د ليکدود جرګه der rat fuer rechttschreibung، په اسراييلو کې د عبري Hebrew ژبې اکاډمي او د عربي ژبې اکاډمي )د عربي ژبې اکاډمي نږدې څلور مياشتې وړاندې د 2007 زييز کال په دسمبر کې پرانستل شوه(، په شاهي دوره کې پښتو ټولنه په کابل کې، پښتو اکاډمي په پېښور کې، ملي کيسوا هيلي جرګه په تانزانيا کې، د کيسواهيلي د څېړنې انسټيټيوټ په تانزانيا کې...او کويچوا Quechua اکاډمي په پيرو کې.
په دې ډول حکومتونه د ژبې د معياري کولو پريکړې کوي او د ژبې سياست ټاکي او چلوي. هو، وګړي او شخصي سکټور هم د يوې ژبې په معياري کولو کې رول لوبوي. ورځپاڼې، مجلې، خبري اژانسونه او برېښناييزې خپرونې د مطالبو د خپرولو لپره عموماً مقررات editorial guidelines لري. انګرېز خپروونکي ويليم کاکسټن Coxton د پېنځلسمې زييزې پېړۍ په دويمه نيمايي کې يوه چاپخونه لرله او د خپل چلوونکي کنټرول editorial control له لارې يې د هغه مهال په خپرونو کې خپل اغېز خوندي کړ او په دې ډول د راتلونکې انګرېزۍ په معياري کولو کې د مټ خاوند شو. د دوه )2( نورو وګړو ډېر مهم انګرېزي سيندونه )قاموسنه، ډيکشنرۍ( راووېستل: ډاکتر سامويل جانسن Jhonson )1709 تر 1784( په انګلستان کې او نواهـ ويبستر Webster )1758 تر 1843( په امريکه کې. ويبستر په امريکايي انګرېزۍ کې داسې املا وکاروله، چې په انګلستان کې له مروجې املا سره يې يو څه توپير لاره، لکه Standardize )معياري کول( او Behavior )سلوک، چلن( په امريکايي انګرېزۍ کې. دغه شان ايليزر بن يهودا Eliezer Ben-Yehuda )1858تر 1922( هغه زړه عبري Hebrew ژبه راژوندۍ او نوې )مودرن( کړه، چې دوه زره کلنې دوړې پرې پرېوتلې وې او چا په ورځني عادي ژوند کې نه کاروله )په دې هکله به وروسته غږېږم.(
وروسته له روغ پام نه سړى ويني، چې معياري کول د ژبنيو نوسانونو او اوښتنو د چڼولو او يو شکل کولو عمليې ته ويل کېږي، چې Sorting Through the Variation ورته ويل کېږي. هم مهال سړى ويني، چې معياري کول يو ډول رسمي )تشريفاتي( Formal ژبه رامنځته کوي. ډېر ځلې خلک فکر کوي، چې معياري )رسمي، تشريفاتي( ژبه د علمي مړسسو، د ليکدود د کتابونو، سيندونو )قاموسونو( او غټو خپرونو ژبه ده. په معياري ژبه کې نه يواځې د يوه ټکي املايي څېره اهميت لري، بلکې ګرامري مقررات او دستورونه هم مهم دي. د مثال په ډول، په يوه جمله کې دوه )2( منفي کارول بې خونده وينا ده:هغه نه غوښتل، چې ښوونځي ته لاړ نشي. په روغه پښتو )هغه غوښتل چې ښوونځي ته لاړ شي(.
د ژبې د معياري کېدلو موخه دا ده، چې ژبه عمومي شي، يانې هر څوک پرې په اسانۍ سره پوه شي. دلته بايد زياته کړم، چې مسلکي تخصصي ژبې حتماً عمومي ژبې نه دي. معياري ژبه عموماً په اداري، کلتوري او اقتصادي مرکزونو کې راپورته کېږي.
پښتانه چې کلتوري ملت دى، خو ملي دولت نه لري، بايد د خپلې ژبې د پالنې او معياري کولو لپاره يوه برېښناييزه جرګه ولري، د بېلګې په ډول Pashto Action Council )پښتو عمل جرګه(! ددغې جرګې يوه موخه بايد دا وي، چې د پښتو لغتونو برېښناييز بانک Pashto terminological databases جوړ کړي.
مخکې د زييز کال 1969له انقلاب نه، انګرېزي د سوماليې په حکومتي او تعليمي ادارو کې برلاسې وه او له دې امله د برلاسې او چتې پټې ژبه وه، چې له نږدې لس سلنو )10%( نه جوړه شوې وه. شپږ دېرش )36( کلونه وړاندې په زييز کال 1972 کې سومالي په لاتين تورو کې ددغه هېواد رسمي ژبه شوه. يو څو کلونه وروسته د 1970 کلونو په وروستيو کې په سومالي کې کافي مواد برابر شول، چې سومالي له پوهنتون نه په ټيټو تعليمي مړسسو کې د زده کړې او ښونې ژبې ته جګه کړي. عربي په لومړنيو او منځنيو زده کړو کې کارول کېدله. د سومالي ژبې په معياري کولو کې کلک او ګړندي ګامونه پورته شول. ددغې ژبې ليکدود، ويې پانګې )د لغتونو زخيرې(، تلفظي نظام او لاتيني پټۍ )الفبا( ته کلک پام وشو او په 1976 کې لومړى ځل غټ سيندونه )قاموسونه( راووتل. ددې لپاره چې د خپلې رسمي ژبې اړتياوې پوره کړي، د سوماليې چارپوهانو په غټه کچه له نوې ويي پانګې Neologism نه کار واخيست.
په سوماليا کې په 1990 کلونو کې کورنۍ جګړې زور وميند او مرکزي حکومت ړنګ شو، خو بيا هم سومالي ژبه د بېلابېلو سيمه ييزو واکمنيو رسمي ژبۀ يا ملي ژبه پاتې شوه.
ژب سياست Language Policy:
ډېر هېوادونه له ژب سياست نه کار اخلي، چې له يو لړ ژبو نه عموماً د يوې ځانګړې ژبې په پلويتوب او ملاتړ راڅرخي يا د هغې په کمزورولو او منع کولو کې لګيا وي.
د تاريخ په اوږدو کې دولتونه عموماً د يوې ژبې د رسمي کولو لار غوره کړې وه، خو اوس ځينې دولتونه هڅه کوي، چې سيمه ييزې ژبې له مړينې نه وساتي. ژب سياست هغه څه ته وايي، چې حکومت يې د ژبې په هکله کوي: د قانون له لارې، د محکمې د پرېکړو له لارې او د حکومتي مقرراتو Official Language act له لارې حکومتونه غواړي، چې د ژبې استعمال وټاکي، د ملي اړتياوو د پوره کولو لپاره د ژبې په زده کولو کې اسانتيا راولي، يا د اقليتي ژبو په ساتنه کې اغېزمن شي.
اوس د د ژبنۍ او کلتوري تنوع ساتنه پوهانو، ليکوالانو، واګيالانو )سياستمدارانو( او د اقلتي ټولنو مشرانو ته اهميت لري. اټکل داسې دى، چې په يوويشتمه )21( پېړۍ کې به د شپږ زره ژبو نيمايي برخه د مړينې له خطر سره مخامخ شي. ديوې ژبې په خوبيالي کېدلو او مړينه کې ډېر لاملونه رول لوبوي: د محلي ژبې د ويونکيو د شمېر کچه، د دولت په رسمي راشه درشه Formal Communication کې د هغې استعمالول، د هغې د ويونکيو جغرافيوي تيتوالى او د هغې د ويونکيو ټولنيز_اقتصادي وزن. ملي ژب سياست يا دغه شراېط مهارولى شي، يا د هغوى اغېزمنتوب پړسولى شي او د يوې ژبې د مړينې عمليه ګړندۍ کولى شي. د ژب سياست طريقې په لاندينيو غټو رده بنديو )کتګوريو( راڅرڅي:
)1( د Assimilation )ادغام( پاليسي په هغو حکومتي اقدامونو ولاړه وي، چې د يوې ژبې يا ژبو د ادغام او ورکېدلو عمليه ګړندۍ کړي او په دې ډول يوه مسلطه ژبه رامنځته کړي. د ادغام سياست په پاکستان، انډونيزيا، سوريه، عراق، ايران... او اوسني افغانستان کې ليدل کېږي. د امريکې د ښکېلاک لاندې افغانستان کې "کابل د مشهد په شان" دى.
)2( Non-Intervention Policy يانې د نه مداخلې سياست ژبې خپلمنځه "حسن تفاهم" ته پرېږدي، خو په واقعيت کې دغه ډول حسن تفاهم يوې برلاسې )مسلطې( ژبې ته لار اواروي، چې نورې ژبې سوکه سوکه وخوري او په مسلطه ژبه کې يې جذب کړي. بېلګې يې په انګولا، جرمني، برتانيې، سعودي عربستان، سينيګال، بنګلادېش... او جاپان کې ليدل کېږي.
)3( Differentiated Legal status policies يانې د متمايز کولو او توپير منلو سياست د يوې ژبې په ځانګړي قانوني مقام راتاوېږي. دلته اکثريت ټول ژبني حقوق لري او د لږه کيانو )اقليتونو( په ژبو هم لږ و ډېر د حفاظت او حمايت وزرونه غوړېدلي وي. بېلګې يې په کليفورنيا ايالت، ولسي چين، اروپايي جرګه، ګواتيمالا،... او د کاناډا په اونتاريو او کوبيک ايالتونو کې ليدل کېږي.
)4( Valorization of the Language Policy يانې د رسمي ژبې د تشويقولو او ارزښتمند کولو سياست په دې فکر ولاړ دى، چې له يوې ژبې سره دې مينه او نازولتيا وښودل شي. دا ډول سياست په يو ژبتيا Unilingalism راڅرخي. کله د يو هېواد ملي ژبې ته د رسمي مقام پټکى ور په سر کېږي او کله په استعماري ژبه دغه ډول پېرزوينه کېږي. دلته کله ناکله د اقليتي ژبو حفاظت ته هم پاملرنه کېږي. کله ناکله داسې پېښېږي، چې رسمي ژبه د ملت د اکثريت لومړۍ ژبه وي. بېلګې يې دا دي: فرانسه، الجزاير، برازيل، مراکش، شمالي کوريا، اسراييل، ايټاليه، ايران، مصر، کمبوډيا، تونس، لبنان، هند... او ويټنام. په افريقا کې انګريزي په شپاړس )16( هېوادونو کې، فرانسوي په اوولس )17( هېوادونو کې، پرتګالي په پېنځه هېوادونو کې او هسپانوي په يوه )1( هېواد کې رسمي مقامونه لري. عربي دي وګورئ: Language Policy-wikipedia, electronic.
د يوې ژبې په تعميم )عمومي کېدلو( کې يو څو عملياتي ساحې غټ رول لوبوي: رسمي ژبه، ملي ژبه، د تدريس ژبه، تعليمي ژبه، مطبوعاتي ژبه، تجارتي ژبه... او ديني ژبه. د يهودانو د ژبې )عبري( په ساتلو کې يهودي دين ستر رول لوبولى دى. د سانسکرېټ په ساتلو کې هندويت ستر رول لوبولى دى او د عربي په ساتلو کې اسلام ستر رول لوبولى دى. د ژب سياست لپاره دوه هېوادونو بېلګه کوم: سينګاپور او اسراييل.

)الف( سينګاپور:
په سينګاپور کې ژب سياست په ښاېسته ښه کچه په اغېزمن ډول اداره کېږي. په جنوب ختيزه اسيا کې سينګاپور يو کوچنى ښاري دولت دى، چې څلور )4( رسمي ژبې لري: انګريزي، مَلې Malay، ماندارين او تميل. مَلې په عين حال کې ملي ژبه هم ده. هره ژبه په بېلې بېلې ژبنۍ کورنۍ پورې تړلې ده. په سينګاپور کې ژب سياست کوم هدفونه لري؟ هلته ژب سياست په دې موخو راڅرخي:
1_ په يوه کوچني دولت کې، چې نه طبيعي منابع لري او نه له ساحل نه شاته ځمکه لري، ژب سياست بايد ګړندۍ اقتصادي ودې ته زمينه برابره کړي.
2_ ژب سياست بايد په يوه غېر متجانسه ټولنه کې د پوهاوي راپوهاوي وسيله رامنځته کوي.
3_ په هېواد کې د سترچيني قوم په غټو لهجو کې، چې له يوه بل سره پوهاوى پکې مشکل دى، ګډه وسيله راوباسي.
4_ ژبنۍ او کلتوري ټولپالنې Pluralism ته رسمي پټکى ورپه سر کړي.
5_ ژب سياست بايد په سينګاپوريانو کې وفاداري وپالي او پېژاند )هويت( يې غښتلى کړي. هغه هويت، چې د جنوب ختيزې اسيا په ميراث ډک شوى دى.
6_ ژب سياست بايد سينګاپور په هغه سيمه کې همرنګي کړي Integrate چې په ستره کچه په مَلې Malay ژبه غږېږي او ژب سياست بايد
7_ بين المللي پيوند کلک او ګړندى کړي.
سينګاپور ولې انګريزي ژبه خپله اساسي رسمي ژبه کړه؟ لاملونه يې دوه دي:
1_ انګريزي د تخنيک، معلوماتو او تجارت ژبه ده او دغه شان انګريزي د جنوب ختيزې اسيا د ملتونو د ټولنې Association of South East Asian Nations رسمي ژبه هم ده.
2_ انګريزي د درې نورو قومي_رسمي ژبو په منځ کې "ناپېيلې" Neutral ژبه ده. په سينګاپور کې د دوه ژبتيا سياست يانې Bilingual Policy داسې ده، چې په ښوونځي کې به هر زده کوونکي دوه رسمي ژبې زده کوي: يوه به يې انګريزي وي او بله به يې مورنۍ ژبه وي.
سينګاپوريان کلکه هڅه کوي، چې مورنۍ ژبه او انګريزي ژبه روغه زده کړي، ځکه چې د ژبو د زده کړې کنډه د لوړو زده کړو او پوهنتوني تحصيلاتو لپاره اهميت لري:
“ the constant desire to upgrade” both languages “is translated into gate-keeping procedures in terms of student admission to higher levels of education, for example, secondary school to junior college and from junior college to university entrance.”
Georgetown university Round table on languages and linguistics, 1999, pp. 342-343.
د جنوب ختيزې اسيا د قومونو پېنځه نورې ژبې هم د پوهنې او ښوونځيو په سيستم کې زده کېږي: هندي، اردو، بنګالي، پنجابي او ګجراتي. دلته وينو، چې د دوه ژبتيا د سياست له مخې، بايد هر سينګاپورى انګريزي زده کړي او هر سينګاپورى بايد د هېواد په يوه بله رسمي ژبه )معمولاً مورنۍ ژبه( وپوهېږي. په دې ډول په سينګاپور کې د زده کړې نظام ددغه هېواد په پرمختګ راتاوېږي او په ټولو هېوادوالو )اتباعو( کې ملي احساس او ملي تړون غښتلى کوي او د ملي ټولنې د جوړولو عمليه ګړندۍ کوي. يانې تعليمي نظام هلته د اقتصادي ودې او ملي تړون په خدمت کې دى. سينګاپوريان په دې پوهېږي، چې انګريزي د يوې عملي انتفاعي وسيلې په څېر کاروي، نه د يو احساس هويتي هدف او تړون په څېر:
“ in brief, Singapore wants English as a tool rather than a tie, it wants English to serve a utilitarian but not an emotional purpose.” Ibid., p.344.
په سينګاپور کې د مورنۍ ژبې او انګريزي ژبې په زده کړه نږدې يو اندازه وخت لګېږي:
د ښوونځي ډول مورنۍ ژبه هره اونۍ انګريزي هره اونۍ
لومړى ښوونځى
Primary School لس، نيم ساعته دورې = پېنځه ګېڼتې دولس، نيم ساته دورې = شپږ ګېنټې
دوهمي ښوونځى
Secondary School شپږ څلوېښت دقيقه يي دورې = څلور ګېنټې شپږ څلوېښت دقيقه يي دورې = څلور ګېنټې
دوه کلن کالج
Junior College شپم څلوېښت دقيقه يي دورې = څلور ګېنټې شپږ څلوېښت دقيقه يي دورې = څلور ګېنټې
)ب( اسراييل:
د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د عبري ژبې Hebrew د راژوندي کولو Revitalization او وطني کولو Vernacularization لپاره ژبنۍ مفکورې )ايډيالوجۍ( او ژب سياست ته اړتيا وه. د لومړۍ نړۍ والې جګړې په پاى سره، فلسطين د انګرېزانو د حاکميت لاندې راغى. شپږ اتيا کلونه وړاندې په زييز کال 1922 کې د ملتونو ټولنې League of Nations فلسطين د انګرېزانو حاکميت Mandate ته وروسپاره. که څه هم دغه مهال يهودانو خپل دولت نه لاره، د هغو ژبه )عبري( د انګرېزي او عربي ژبو په شان د انګرېزانو له خوا رسمي اعلان شوه. دا يوه استثنا وه، چې د يوې بې هېواده او بې دولته ډلې ژبه دې رسمي ژبې ته لوړه شي:
“All ordinances, official notices and official forms of the Government…. Shall be published in English, Arabic and Hebrew."
د اسراييلو دولن نږدې شپېته کلونه وړاندې د زييز کال 1948 په مى کې د لويديزې نړۍ د قوي اډې په څېر په منځني ختيز کې رامنځته شو. ددغه دولت په خصلت کې يو يهودي عالم ايليرزبن يهودا
Eliezer Ben Yehuda سازونکى رول لوبولى دى. بن يهودا د صهيونيزم د مړسس پلرونو په ډله کې يوه وتلې څېره وه. ډېر خلک ورته د نوې يهودي ژبې )عبري( پلار Father of Modern Hebrew وايي.
يوه سړي ايليرزبن يهودا )1858 تر 1922( هغه زړه عبري ژبه راژوندۍ او غني کړه، چې دوه زره )2000( کلنې دوړې پرې پرېوتلې وې او څوک پرې په ورځني عادي ژوند کې نه غږېدل. د ايليزر بن يهودا له ژبني فعاليت نه وړاندې يهودي ژبه يواځې په ديني وعظونو او دعاګانو راچاپېره وه. هغه د يوه يهودي هېواد په هکله خپل فکرونه په يهودي ژبه Hebrew کې خپاره کړل. د بن يهودا په فکر کې هغه ارمانونه خوندي شوي وو، چې د يهودانو د خپلواکۍ، ملي هېواد او ملي ژبې درې ګوټي يې جوړه کړې وه. د روسيې او ترکيې جنګ )1877تر1878( او د بالکان د ولسونو د خپلواکۍ جګړو په بن يهودا کې يهودي ملي شعور راپورته کړ )بن يهودا په ليتوانيا کې په يوه ديني کورنۍ کې زېږېدلى و.( بن يهودا په خپل يو نامکمل ژوند ليک يانې Unfinished autobiography کې چې د لومړۍ نړۍ والې جګړې په وروستيو کلونو )1917 تر 1918( کې يې په امريکا کې ليکلې وه، داسې کاږي:
)نور په بله ګڼه کې(

- ډاكتر رحمت ربي زيرك يار -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori