Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

دکونړ سیند مشاعره






د کونړ سيند کلنۍ دوديزه مشاعره سږ کال د دويم ځل لپاره د کونړ مرکز اسداباد د پنډه کول چينې ترڅنګ د کونړ سيند په غاړه ونمانځل شوه.
د مشاعرې د سټېح چارې محمد ادريس غروال، شرر ساپي، خيبر ډګر او شفيع الله تاند په ګډه سره پرمخ بيولې. د مشاعرې پيل د کونړ د حج اوقافو د رئس له خوا څخه دقرآن کريم په څو مبارکو ايتونو سره وشو. د مشاعرې مېلمانه استاد محمد صديق پسرلى، استاد حبيب الله رفيع، د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو دپوهنځي استادان محد اصف صميم، لال پاچا ازمون، د دانش خپرندويې ټولنې مشر اسدالله دانش ساپى، استاد محمد اسماعيل يون، له پېښور څخه راغلى ليکوال، شاعر او د ليکوال مجلې مسؤول مدير ښاغلى نورالبشر نويد، له پېښور څخه راغلى شاعر و ليکوال ډاکتر عالم يوسفزى، پياوړى شاعر باز محمد عابد. همدارنګه د کونړ امنيه قومندان، انجنير شوکت شرر، ډاکتر بصير بيدار ستورى او د ولايت اجراييه رئيس د مېلمنو ترڅنګ د کورنيو په توګه ناست و.
بيا د هېواد د ملي سرود په درناوي ټول ګډونوال ودرېدل، له هغه وروسته د مشاعرې د پرانيستونکې وينا لپاره نظام الدين ماليار وغوښتل شو. هغه وويل:
موږ د داسې لويو مشاعرو او غونډو توان نه لرو، مګر زموږ يو شمېر وروڼو له موږ سره د مشاعرې په جوړېدو کې هر اړخيزې مرستې کړي دي، چې بايد مننه او کورودانى ترې وکړو، چې له هغې جملې څخه يې د کونړ و الي سيد فضل الله واحدي، ډاکتر سيد جمال الدين، حاجي غريب الله، د کابل بانک د رييس اصف ساپي او ځينو نورو نومونه يې ياد کړل.
ورپسې د کونړ والي سيد فضل الله واحدي وينا وکړه، هغه پخپله وينا کې وويل، چې: همدا اوس د کونړ په سيند باندې د (9) پلونو جوړېدو کار روان دى او ورسره به (7) د برېښنا کوچنۍ دستګاوې هم جوړې شي.
ښاغلي واحدي د يوه عالم وينا ته وشاره وکړه او ويې ويل: که يو ټبر خپله بقا غواړي نو خپل کلتور او فرهنګ ته دې وده ورکړي.
په پاى کې يې له راغلو مېلمنو څخه مننه او کورودانى وکړ. کونړ سيند مشاعرې ته د ګڼ شمېر علمي او فرهنګي ټولنو څخه پېغامونه راغلي ول، چې له هغې څخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د افغانستان د علومو اکاډمۍ او په BBC نړيواله راډيو کې د کونړ د تکړه وياند داود جنبش پېغامونه د يادولو وړ دي. په پېغامونو کې د مشاعرې د جوړېدو مبارکي ټولو ګډونوالو ته ويل شوې وه او جوړونکيو ته يې د لوى خداى له دربار څخه د لا برياو هيله شوې وه.
له کندوز څخه راغلي مشر استاد محمد صديق پسرلي وينا وکړه، هغه وويل: کونړ هغه تاريخي ولايت دى، چې د نړۍ ستر نابغه علامه سيد جمال الدين افغان، سيد بهاءالدين مجروح، سيد شمس الدين مجروح، محمد هاشم زماني، ډاکتر کبير ستورى، مستوره شال او عبدالخالق اخلاص په څېر رڼې څيرې يې د بشري ټولنې خدمت ته وړاندې کړي دي او د کونړ دا څپانده سيند هم د کونړ له عظمتونو څخه گنلاى شو.
له ويناو وروسته مشاعره شروع شوه.
مشاعره د کونړ د ځوانيمرګ غزلبول شاعر ارواښاد طاهر فرهاد په دغو بيتونو شروع شوه:
څو که مو د دار او د سنګسار لارې نيولي دي
مونږه لېونو پکې د کار لارې نيولي دي
مونږه له ګړنګه ځان شيندو چې ښکلا جوړه کړو
مونږه شاعرانو د ابشار لاندې نيولي دي

د مشاعرې گډونوال شاعران په دې ډول ول:

پکتيا:
اسماعيل لارى، داود تپان
خوست:
هجرت الله خاکسار، يونس تنوير، نوراجان بهير
ننګرهار:
نقيب احمد اتل د ترنم بادشاه، شېر حسن کمالزى، استاد لال پاچا ازمون، ولي محمد کنډوال، ډاکتر بشير احمد پرهر
پېښور:
عمر دراز مروت، اکمل لېونى
لغمان:
لونګ زنداني، عزيز تحريک
کونړ:
سميع الله تړون، ملک رغون، سيد عبدالله نظامي، محمد اصف مياخېل
همداراز نور ګڼ شمېر شاعران ول، چې د وخت د سپما په خاطر همدغه باندې بسنه کوو.
د طنز په برخه کې د شمشاد ټلويزيون د طنز تکړه چلوونکى محمدي ګل اوبرنګ غونډې ته خاصه ښکلا ورکړه. بيا استاد حبب الله رفيع وينا وکړه، هغه وويل: هر شاعر ددې ترڅنګ چې بايد د لفظونو ښکلا په پام کې ونيسي، بايد چې د معينې ښکلا له پامه ونه غورځوي. هغه وويل: باور وکړئ که موږ پخپلو منځو کې اتفاق او اتحاد قايم کړو، نو هېڅ غير او غماز نشي کولاى، چې زموږ منځ ته راننوځي او په موږ کې تفرقه واچوي.
همداراز په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو وکيل شجاع الملک جلاله خان د کوربه په صفت خبرې وکړې او ټولو ته يې هرکلى ووايه.
بيا د کونړ د فرهنګي بهير له خوا نه يو شمېر هغو ليکوالو او مشرانو ته، چې د ژبې او ادب په برخه کيې يې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړې وې، د سرو زرو مډالونه ورکړل شول. ځينو ته پګړۍ او ځينو نورو ته بيا د هغوى د کړو خدمتونو له امله ستاينليکونه ورکړل شول.
بيا استاد يون په لنډو ټکو کې د مشاعرې ارزونکې وينا وکړه او غونډه يې مثبته وارزوله.
ياده دې وي، چې د کونړ سيند سږنۍ مشاعره د ځلا راډيو په 89.2FM څپو په ژوندۍ بڼه خپروله.
مشاعره د ماسپخين په يوه نيمه بجه پاى ته ورسېده.
- رضوان الله شپون -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori