Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د غنمو د کروندې زراعتي لارط چارې






غنم د افغانستان له مهمو غله جاتو څخه ګڼل کېږي او د )2_3( ميليونو هکتاره ساحې په شاوخوا کې د للمې او اوبو لاندې ځمکو هېوادونو کې غنم کرل کېږي.
غنم زموږ هېواد کې ښه محيطي توافق لري او د يوه پوه عالم واويلوف په وينا د غنمو پلارنى ټاټوبى او پيدايښت خاصتاً هغه غنم، چې د ډوډۍ لپاره استعمالېږي، افغانستان ښودلى د. غنم زموږ په هېواد کې د بحر له سطحې څخه د 300 متره_3500 مترو پورې لوړ کرل کېږي.
د غنمو ډولونه:
غنم د ودې د خواصو له نظره په درې برخو طبقه بندي کېږي:
1_ ژمني غنم
2_ نيمه ژمني غنم
3_ د پسرلي غنم
د ژمي غنم بايد په مني کې وکرل شي، ترڅو د استراحت يا خوب موده يې بشپړه شي، نو په پسرلي کې وږي باسي او که چېرې د ژمي غنم په پسرلي کې وکرل شي، هېڅ وږي نه باسي، خو نيمه ژمني غنم کولاى شي چې هم په مني او هم په پسرلي کې وکرل شي او حاصل ورکړي، خو دا ويلاى شو چې د مني د غنمو حاصل د پسرلي د کښت په پرتله زيات دى. پسرلني غنم په پسرلي کې کرل کېږي، ځکه د سړو په مقابل کې مقاومت نه لري.

2_ نيمه ژمني غنم
دا ډول غنم يو څه ناڅه د سړو او يخنۍ په مقابل کې مقاومت لري، لکه پامير 94 ګل 96.
د غنمو د کښت مناسبت وخت:
په ختيزو ولاياتو لکه ننګرهار، لغمان، خوست او کونړونو کې د کښت ښۀ او مناسبه موده د لړم (عقرب) له 15 نېټې څخه د ليندۍ (ميزان) تر 15 پورې ټاکل شوې ده.
د غنمو د تخم ژوروالى:
د غنمو د کښت مناسب ژوروالى له 3_6 سانتيمترو پورې ټاکل شوى دى.
د کيماوي سرو استعمال او اندازه:
د تحقيقاتي څېړنو نه داسې څرګندېږي، چې 50 کيلوګرامه سپينه سره او 20 کيلوګرامه توره سره په يوه جريب کې مناسبه اندازه ګڼل کېږي.
د غنمو د تخم اندازه
مناسبه اندازه د غنمو د تخم په يوه جريب کې پېنځه منه ټاکل شوې ده.
د غنمو ابياري:
غنم د خپلې ودې په موده کې يانې له کرلو څخه تر ټوکېدلو پورې له 450_550 ملي مترو، 4500_6500 متر مکعبه اوبو ته په يو هکتار ځمکې کې ضرورت لري، چې دا اوبه په لاندې ډول ورکړل شي:
1_ 150 ملي متر اوبۀ مخکې له کرلو څخه د ځمکې د وترې د تيارولو لپاره.
2_ 21 ورځې وروسته له کرلو څخه
3_ په پسرلي کې پس له خېشاوې څخه چې غنم د ودې په حالت کې وي، ورکول کېږي.
4_ د وږي د وېستلو په وخت کې.
5_ د غنمو د دانې د شيرې په وخت کې ورکول کېږي.
نوبتي کرنه (کرنيز تناوب)
که غنم پس له غنمو څو کاله سر په سر وکرل شي او کرنيز نوبت مراعت نشي، نو حاصل راټيټېږي. په څنګ ددې کې د امراضو، حشراتو او هرزه بوټو د خپرېدو سبب هم ګرځي. په هغو ځايونو کې چې شولې کرل کېږي، غنم شولې، غنم په نوبت سره کرل کېږي او رواج لري. په ځينو نورو سيمو کې غنم، جوار د څارويو د خوارک لپاره، شاخل، مشنګ او لوبيا سره په نوبت کرل کېږي، چې دا ډېر ښه تناوب دى، خو کرنيزو څېړنو دا ښودلې ده، چې د غنم، شفتلې بيا د غنمو کرلو ډېره ښه نتيجه ورکړې ده او لوړ حاصل يې ورکړى دى. دويمه درجه حاصل هغه کښت ورکړى، چې غنم له جوارو سره په نوبت وکرل شي.
د هرزه بوټو مخنيوى:
څېړنو دا ښودلې ده، چې هرزه بوتي د غنمو په کرونده کې تر 40% پورې حاصلات کموي. د غنمو په کرونده کې عمده هرزه بوټي پيچک، يولاف، جودر، د ګيدړې لکۍ، شلشم او نور وحشي بوټي دي. د ټولو نه غوره او ښه طريقه د پاک تخم استعمال، کرنيز تناوب او په لاس په ميخانيک ډول کنټرول دى.
يو مقدار کيمياوي درملونه هم وجود لري، لکه بکتريل ام چې د پلن پاڼو هرزه بوټو د کنټرول لپاره درې سي سي په يوه ليټر اوبو کې استعمالېږي او هغه هرزه بوټي، چې نرۍ پاڼې وي، د غنمو له وحشي کورنيو څخه دي لکه )جودر، يولاف( د کنټرول لپاره د پوما درمل دوه سي سي په يو ليټر اوبو کې استعمالېږ.ي.
بايد يادونه وشي، چې په غنمو کې د کيماوي درمل د استعمال تاثير پس له 21 ورځو څخه څرګندېږي، خو دواپاشي بايد په باراني موسم کې ترسره نه شي او استعمالونکى مخصوص لباس او چشمکې په سترګو کړي، ترڅو د کيمياوي درملو د استعمال پر مهال له ضرر څخه خوندي پاتې شي.
د غنمو مرضونه او حشرات:
د غنمو ډېر مهم مرضونه زېړى، چې خطي سرخي هم ورته وايي، زيات تاوان رسوي. دويم ډول سرخي د ساقي سرخي او درېمه د پاڼې سرخي ده. زېړه يا خطي سرخي لومړى پيدا کېږي او د ساقي سرخي کله چې غنم وږي وباسي پيدا کېږي، چې دا دواړه ډولونه يې خطرناکه دي. همدارنګه لوڅ او پټ تورکى هم ليدل شوى دى، چې دا مرض په غنمو کې د ډوډۍ خوند او کيفيت خرابوي.
د غنمو غوره حشرات عبارت دي له ملخ، د پاڼو غوباړې، کفشک، د ريښې چينجى، د ساقي غوڅونکى جينجى او لښکري مور دې او زياتره په هغو ځمکو کې، چې شولې کرل کېږي، ليدل شوي دي.
يادونه کېږي، چې په غنمو کې د مرض د کنټرول د کيمياوي درمل په واسطه مشکل دى، بايد چې دا امراضو د مخنيوي لپاره د غنمو مقاومه وراېټي وکرل شي.
- ګلرنګ کوچوان -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori