Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

يــو څــــرك پــــه غــــرونو پـــاتې يې ....

يــو څــــرك پــــه غــــرونو پـــاتې يې
لمــر مخــى درنــه جـــوړ شو


له وړوكوالي مې دا متل، يا د كاڼي كرښه چې ورته ويلاى شي، اورېده چې وايي:
توده مه خوره، خوله به دې وسوځي
او يا دا چې څوك چې يو دم دريېمې پوړۍ ته دانګي، خامخا به ژوبلېږي.
له كومې ورځې راهيسې چې د كرزي په پاچاهۍ كې زورواكي او بل واكي په بله بڼه رامنځ ته شوې، نو په هېواد كې ګڼ شمېر كارونه د پورتني متل پر پله روان دي، چې يوه يې هم د مطبوعاتو بېلګه ده.
ځينې رسنۍ او په ځانګړي ډول داسې مجلې وې، چې له لومړۍ ګڼې څخه يې شهرت په بهتانونو او بې ځايه نيوكو ترلاسه كړ او يا به يې هم دا موخه وه، چې غوښتل يې ځان د مخالفينو په دروغژنه پلوۍ په عامو خلكو ګران او منلي كړي، خو بيا وروسته معلومه شوه، چې د عامو خلكو له قاتلينو سره يې د څو پيسو لپاره مركې شروع كړې، خو په دې هم سترګې نه پټوو چې يو څه حقيقتونه يې هم راسپړل او ورته تمه وه، چې ښه به شي، بلكې سړي بۀ پوره ډاډ ترلاسه كاوه، چې لا داسې يو څوك خو شته، چې حق وينا په خلاص مټ ټولنې ته وړاندې كوي او تمه كېده كه دغه لړۍ همداسې وغځېږي، نو په اصطلاح څلورمه قوه ده، چې ډېرې برياوې به رامنځ ته كړي او د ډېرو زږو كوتكونو لرونكي به يو څه مات شي... كه څه هم همداسې كېداى شول، خو نه پوهېږم چې ولې ايله ترڅو ګڼو چاپ وروسته دغه مجلې په ټپه ودرېدې او هغه د چا خبره پينۍ ته وركې شوې.
په دغو ګڼو كې يوه هم د "افاق" او بيا وروسته ورسره يوځاى د "سپرغۍ" په نامه غبرګې له چاپه راوتې، چې ډېر مينه وال يې درلودل، خو وخت داسې راغى چې اوس هېڅ نه تر سترګو كېږي. د سړي په زړه كې ډول ډول اندېښنې او شكونه راولاړوي، كله سړى وايي چې ګوندې د چا له خوا تر دغه دمه چلېدې او نور نو...
كله سړى فكر كوي، چې ګوندې پاليسي به يې د ... سره جوړه نه وه، كله سړى فكر كوي چې ګوندې ډالرو به ورسره تر همدې وخته د يارانې تار غځولى و، خو دا خبره لږه كمزورې ځكه برېښي، چې يو خو دغو مجلو ډېر مينه وال درلودل، ورته به په انتظار ول او په تېره دا چې چا ته بۀ ګڼه نه رسېده او بل طرف ته يې ښاغلى مړسس هم د ډېرو شتو خاوند و.
هـ ..... ن راياد شول لكه چې په دې سره يې د نورو ډېرو په څېر د ځان او كاروبار شهرت غوښته.
په هر حال، سړى په دوه كې حېرانېږي، چې ولې اخر داسې څه وو، چې په دومره غټه خېټه كې يې يو شوم اوبه نه ځايېدې، خو خېر ځانته يې د ښاغلي تراب د شعر ددغه بېت مخه راواړوله، چې وايي:

اشنا ګويه چې لاړې يـــــــوسف مخى درنه جوړ شو
يو څرك پر غرونو پاتې يې لمر مخى درنه جوړ شو

- تــاند -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori