Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

په ښوونه اوروزنې باندې د نېشه يي توكو يا ...

له څلورمې ګڼې څخه پاتې (تېر پسې)


په ښوونه او روزنې باندې د نېشه يي توکيو يا د مسکراتو او دوخانياتو منفي او ناوړه
اثرات او اغيزې

يادونه: دا مضمون د کونړ د ځوانانو د کلتوي ټولنې له خوا جوړ شوي سيمينار کې وويل شو.
محمد رحيم يوسفي


هيله ده، چې سر له همدا اوسه مسؤولين له ماضي څخه په الهام اخيستلو حال او مستقبل داسې ورغوي، چې ځوانان او تنکي ځوانان پکې پخپله ونډه واخلي او په خاص ډول هغه د ګوتو د شمېر ځوانان، چې د ښوونځي او پوهنځي دروازې يې پرېښي او د نېشو په مزو او چړچو اخته دي، له بل هر چا څخه زيات راوهڅوي او د تعليم او تربيې لار و چارو ته يې په کلکه پاملرنه راوګرځوي.
د ځوانانو او تنکيو ځوانانو لپاره کنفرانسونه، سيمينارونه، ورکشاپونه، سپورتي، کلتوري او تفريحي پروګرامونه، کورسونه زموږ په ټولنه کې د هر راز منفيپديدو په ځانګړې توګه د نېشه يي شيانو لکه شرابو، چرسو، ترياکو او نورو مخنيوى کولاى شي. که دا پروسه په پرله پسې توګه تر لاس لاندې ونيول شي، په ډېر نږدې راتلونکي کې به هېڅ ځوان هېڅ پېغله او هېڅ تنګى ځوان نه نېشې ته مخه کړي او نه به له تعليم او تحصيل څخه بې برخې پاتې شي، په اتوماتيک ډول به زموږ د ځوانانو شمېرپوهنتون له (9_10) کسانو څخه آن د (90_80) کسانو څخه هم لوړ شي او آن د دوکتورا سطحې ته به هم ورسېږي.
وايي چې "ماهى چې هر وخت له اوبو څخه ونيول شي، تازه دى" موږ، زموږ ځوانان، زموږ خوېندو او مېندو، زموږ سپين ږيرو، زموږ مشرانو او زموږ کلتوري کمېټو او ګوندي سياسي سازمانونو همدا اوس، اوس هم وخت له لاسه نه دى ورکړى، که سر له همدا اوسه د يوه منظم پلان او يوه منظم مهالوېش يا تقسيم اوقات له مخې د خپلو ځوانانو او تنکيو ځوانانو په سالمه روزنه پيل وکړو، هم به مو د څښتن تعالى رضا حاصله کړې وي او هم به مو د خپلې ټولنې په وړاندې خپل تاريخي رسالت ادا کړى وي.
که موږ هر يو پخپل وار سره خپل ملي او اسلامي دين د خپلو ماشومانو، تنکيو ځوانانو او آن د پېغلو په ګډون په سمه توګه ادا کړ، بيا هم اطمېنان درکوم، چې ډېر ژر به د هر راز منفي پديدو کمپله زموږ د ټولنې له مخې بيخي راغونډه شي، لا څه چې په المان کې اوسېدونکي کونړي ځوانان، تنکي ځوانان او پېغلې به په غربي او الماني ټولنه کې له افغانانو څخه پرته د ټولو لوديځوالو لپاره يوه ډېره ښه نمونه او مثال وګرځي.
درنو حاضرينو!الحمدالله هېڅوک له دې حقيقت څخه سترګې نشي پټولاى، هغومره ټولنې او اجتماعي پروبلمونه، چې د هېواد د غېږې نه بهر په غربي ټولنه کې د اولياوو او د ټولنې د مسوؤلينو د نه پاملرنې له لامله د افغانانو په منځ کې راپيدا شوي او ورځ په ورځ نوى ابعاد پيدا کوي، د المان د اتحادي جمهوريت د کولن د ښار د اوسېدونکيو کونړيانو ترمنځ هومره نه شته. موږ په دې تکل کې يو، چې دا لږ لږ څه موجود دي دا هم د خپلو ځوانانو په همکارۍ په پيګير ډول له منځه يوسو او يوه سرلوړې او پرمختللې افغاني ټولنه جوړه کړو او دا پروسه يواځې تعليم او تحصيل تکميلولاى شي او بس.
ګرانو ځوانانو، تنکيو ځوانانو او درنو حاضرينو!
افغان ولس که د افغانستان په داخل کې هستوګنه لري او که د مهاجر او کډوال په حيث د هېواد نه په بهر کې خصوصاً په اروپا، امريکا، اسټراليا، کاناډا، منځني ختيځ، د پخواني شوروي اتحاد په هېوادونو او يا د نړۍ په نورو هېوادونو کې اوسېږي، يقيناً چې په سختو سياسي، اجتماعي او اقتصادي کړاوونو اخته دي. د هر افغان په مخکې رنګارنګ اغزي پراته دي او داسې ستونځمن حالات، چې افغانان يې د خپل هېواد په سياسي تاريخ کې نن، سبا پرمخ بيايي، هېڅکله هم د تاريخ په مختلفو پوړيو کې يې نه ول ليدلي. که په جدي توګه ورته پام وکړو، نو کېداى شي چې په لږه بې پامۍ سره داسې نور ستر ناورينونه منځ ته راوړي، چې دا تېر تپل شوي ناورينونه او توپانونه به ورته ګوتې په غاښونو کې ونيسي. افغانان دېرش کلنې غميزې سخت ستومانه کړي دي، کورنيو او بهرنيو غليمانو دومره سترې او نه هېرېدونکې نادودې پر افغانانو پيل کړې، چې د حادثو پسې نورې حادثې راروانې دي، که چېرې قلم او کاغذ پسې راواخيستل شي، نو په هره حادثه يې کتابونه ليکل کېداى شي.
که د هېواد او هېوادوالو دا اوسنۍ وضع په پوره واقعبينۍ سره تر کره کتنې لاندې ونيول شي، په سمه توګه تحليل او د پېښو او قضاياوو څخه په معقول ډول عبرت واخيستل شي، نو سليم عقل او سپېڅلى وجدان موږ ته دا رازده کوي، چې ځوانان، تنکي ځوانان، پېغلې، سپين ږيري او سپين روبي د مشرانو، کشرانو او د خوېندو او مېندو په ګډون بايد څه ډول فکر وکړي او کومې لارې، چارې په کار واچوي، ترڅو زموږ مستعمره هېواد او يرغمل شوي هېوادوال ددې سترو او تپل شويو ناورينونو څخه خلاص کړي؟.
هغه تعليم يافته او تحصيل يافته ځوانانو، چې د ښوونې او روزنې په برکت يې ملي او افغاني مسوؤليتونه درک کړي او د خپل ملک او د خپل وطن په خاطر د خپلو ملي ګټو په لټون کې دي او د لنډ فکر او تنګ نظر خاوندان نه دي، کولاى شي چې هر يو يې د خپلو خلکو او د خپل هېواد په وړاندې د هېواد د بيارغونې په بېلابېلو برخو کې د خدمت مصدر وګرځي. موږ او زموږ هېوادوال ښکېلاک ګرانو او ځبېښاک ګرانو په ډېره حساسه او تاريخي مرحله کې واقع کړي يو. که يواځې او يواځې نورو ته په انتظار کې اوسو، چې دوى به مخکې ګام پورته کوي او بيا به موږ ورسره همګام کېږو او پرمخ ځو، دا مجال کار دى.
نن سبا ملي او بين المللي ځناوروانو خپلې داړې له بل هر وخت څخه زياتې تېرې کړي او پرته له توپيره تصميم لري، چې په خپلو څيرونکو داړو مو نور هم پسې ټوټې کړي. ګورئ چې تاسو د هغوى په رنګارنګو درواغجنو وعدو ونه غولېږئ، له هغوى سره قطاً انساني او بشري عاطفه نه شته، د هېڅ افغان په وينو لا تراوسه نه دي ماړه شوي او له دې وروسته پرې هم نه مړېږي ، وينه خو لا پرځاى پرېږده، چې والله که په هډوکو او هډونو مو هم صرفه وکړي، نور نو تاسو د هېواد د سياسي حالاتو جاج پخپله اخيستلاى شئ، ځکه تاسو هر يو د هېواد سياسي پېښې په رڼو سترګو ګورئ.
نو له دې وضعې څخه د نجات او د خلاصون لاره يواځې په مرميو او د ټوپک په شپېلۍ نه لنډېږي، بلکې سياسي لارې چارې بايد وموندل شي، چې دې موجودې وضعې ته د پاى ټکى کېښودل شي. هغه کسان سياسي لارې ښې موندلاى شي، چې د علم، پوهې، تعليم او تحصيل په ګاڼه ښاېسته وي، نو راځئ چې له دې ښکليو شېبو څخه چې د المان دولت زموږ په اختيار کې راکړي دي، اعظمى ګټه پورته کړو او د علم، تعليم او تحصيل په ګاڼه خپل ځانونه ښآېسته کړو. که مو دا کار په سمه توګه ترسره کړ، نو زه تاسو ټولو ځوانانو او تنکيو ځوانانو او ګرانو خوېندو ته وعده درکوم، چې د يوه هېوادپال کونړي په توګه به مو ملي او تاريخي دنده ادا کړى وي او په نږدې راتلونکي کې به مو د خپل وطن او خپلو خلکو په وړاندې داسې کارنامې ترسره کړې وي، چې تاريخ به پرې وياړي.
ګرانو ځوانانو او درنو حاضرينو!ۤ
په دې يو ځل بيا هم سوچ کول په کار دي، چې البرت انشټين، کانت، هيوم، لاپلاس او نور اروپايي دانشمندان په غربي هېواد او ابن سينا، مولانا جلاال الدين محمد بلخي او کونړى اسد ابادى سيد جمال الدين، خوشال خان خټک، رحمن بابا او نور افغاني دانشمندان يا نابغه ګان او پوهان څنګه راپيدا او څنګه يې په افغاني ټولنه کې رشد وکړ او بالاخره څه او څه نه ول، چې دوى پخپلو خپلو ټولنو کې پرې نه ښودل. ددغه پوهانو آثار چې سړى لولي، نو په فکر او سوچ کې لوېږي، چې الله د افغانستان ته د ځمکې پرمخ د خپل خليفه توب پګړۍ ورپه سر کړې او دومره عقل او منطق يې ورکړى، چې سړى کولاى شي چې استدلال وکړي، چې واقعاً انسان د ځمکې پر مخ د بل هر ذيروح او هر موجود په نسبت د الله د خلافت رول په سمه توګه ادا کړي او هم ددې وس او توان لري، چې هغه په سمه توګه ادا کاندي.
بې ځايه نه ده، چې وويل شي چې دغه پوهانو او فضلاوو چې څه ترلاسه کړي، د علم، تعليم او ښوونې او روزنې په برکت يې ترلاسه کړي دي او بالاخره داسې څه يې د بشريت د سوکالۍ او ارامۍ لپاره په ميراث پرېښي، چې سړى پرې سخت افتخار کولاى شي. د ساېنس او ټکنالوجۍ اوسني بې ساري پرمختګونه د همدغه علماو او پوهانو د طرز تفکر او نظرياتو مرهون ګڼل کېږي. يقيناً چې دغه او د هغوى په څير نور علماء او دانشمندان له اسمان څخه نه دي رانازل شوي، بلکې دا او دوى ته ورته نابغه ګان چې په ټولنه کې راپيدا شوي او يا راپيدا کېږي، دا د ټولنې زېږنده ده، چې د زياتو هلو ځلو، د زيات تحقيق، د زيات ريسرچ، د زياتې زده کړې او د ډېرو زياتو ستړياوو څخه وروسته يې دغو مراحلو ته ځانونه رسولي دي.
نو ځوانانو! تاسو هم کولاى شئ چې د هغوى لاره تعقيب کړئ، زحمت وګالئ، ځانونه ستړي کړئ، ډېر څه ولولئ، ډېر تحصيل وکړئ، ډېر تعليم وکړئ، خپل ارام مغزونه په کار واچوئ او د انټرنېټ او د ګلوبل ويليج په نړۍ کې د ساېنس او ټکنالوجۍ له پراخو امکاناتو څخه ګټه پورته کړئ او په پاى کې خپل ځانونه په دانشمندانو او پوهانو تبديل کړئ. ګورئ ددې طلايي چانس څخه همدا اوس، اوس ګټه پورته کړي، ستاسو راتلونکى بيخي روښانه او د تضمين وړ دى، خو که خداى مه کړه دا طلايي چانسونه مو د بې پروايۍ له لامله له لاسه ورکړل، نو د خوارۍ، ذلت او کړاوونو سره به مخامخ ياست، ستونځې او پروبلمونه به مو په اوږو بار وي او وخت به هم له وخته تېر وي.
په هر صورت دا عام مطالب وو، چې د ځوانانو د ښې روزنې او ښې پالنې په خاطر په پورته ډول وړاندې شول، زه له هېچا سره په هېڅ برخه کې کوم خاص مشکل نه لرم او نه مې کوم خاص شخص او اشخاص په پام کې دي، ما د يوه ښوونکي په توګه خپل جوړوونکي نظريات وړاندې کړل، هيله ده چې منفي تعبير نه شي.
(نور بيا)
- محمد رحيم يوسفي -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori