Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

په جرمنی کی د کبير ستوری دریم تلين ياد






په المان کی د کونړ د ځوانانو کولتوري ټولنې له خوا د 2009 ع کال د May د مياشتې په نهمه (9) نېټه دشنبې (خالي) په ورځ د کولن په ښار کی د هېواد، پښتني کولتور او ادب ریښتیني خدمتګار ارواښاد ډاکتر کبير ستوري د دریېم تلين ياد غونډه او ازاده مشاعره جوړه کړه .
په دې غونډه کې د هېوادنامتو پوهانو، سیاسي او ټولنیزو ، ولسي او ادبي سړیتوبونو(شخصیتونو) ، مشرانو،
او شاعرانو ګډون کړی ړ.
غونډه د مازیګر په اووه بجو د ښاغلي انجنیر مطیع الله روفي له خوا پیل شوه
ورپسې ښاغلي الحاج محب الله روفي د قران کریم څو مبارکو ایاتونه تلاوت کړل او د ارواښاد کبیر ستوري روح ته دعا وشوه.
ورپسې دکونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنې په استاځيتوب د کار د ډلې غړي ښاغلي انجنیر فریدالله ساپي ګډون والو ته په هرکلی سره خپله پرانستونکې وینا واوروله او او په لنډه توګه يې دارواښاد ډاکتر کبير ستوري پر ژوند او شخصيت رڼا واچوله.
د غونډې لومړى وینا وال ښاغلي الحاج ډوکتور ډګروال حضرت رسول د ارواښاد ستوري د ټولنیز شخصیت د ځانګړ تیاو تر سرلیک لاندې خپله ارزښتناکه مقاله واوروله، چې دارواښاد ستوري د ټولنيز چال چلند او شخصيت په اړه يې په زړه پورې خبرې درلودې.
ورپسې ښاغلي هدایت الله خان بنګش د پښتو او پښتونولۍ سره د ستوري مینه او پدغه لار کې د هغی لېوالتیا تر سرلیک لاندی خپله لنډه وینا واوروله او د يوه سوچه او سپېڅلي پًښتون په توګه يې د ارواښاد ستوري انځور د اورېدونکيو مخې ته کېښود.
د مقالو په دغه لړ کې ښاغلی محمد رحیم یوسفي په اوسني عصر کې د پښتو ژبې کولتوري او ادبـي خوځښتونو ته د لنډې کتنې تر سر لیک لاندې خپله ارزښتناکه او څېړنیزه مقاله واوروله .
بيا ښاغلي محمداجان یار د ارواښاد کبیر ستوري د دریېم تلین په ياد خپل په زړه پورې شعر ولوست او د ستوري په ادبي اړخ يې خپله لیکنه واوروله او د اوراښاد ستوري علمي آثارو او ادبي تخليقاتو ته يې يوځغلنده نظر واچوه.
تر يار صيب وروسته ښاغلي ډاکتر خوشال روهي د ارواښاد ستوري په هېواد کې د اوسني ناورين په اړه او د ستوري د ولس پر اوسنيو بدمرغيو خبرې وکړې او هيله يې وښوده ، چې د ستوري له ارمانونو سره سم د پښتون ولس د ژغورنې لپاره لاسونه سره يو شي.
د علمي برخې په پای کې الحاج فضل الرحمان له ارواښاد ستوري سره خپلې ګډې خاطرې بيان کړې ، چې د حاضرينو لپاره ډېرې په زړه پورې وې. د حاجي صيب له دوعا سره د غونډې علمي برخه پاى ته ورسېده.
دغه راز ددې غونډې د جوړېدو په مناسبت دراغلو پیغامونو له منځ نه د هېواد د پیاوړي شخصیت ډاکتر رحمت ربي زیرکیار له خوا رالیږل شوی پیغام د ټولنې د کار د ډلې غړي ښاغلي سید رحیم یوسفي لخوا ولوستل شو.
د غونډې دویمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه، چې د سټیج چارې يې ښاغلي خالد سا پي مخ په وړاندې بیولې. د مشاعرې لپاره دغوښاغلیو شاعرانو تیارى نیولی ړ : ښاغلی الحاج فضل الرحمن شیر،ښاغلی محمداجان یار، ښاغلی امان الله عاجز، ښاغلی روښان احمدزی، ښاغلی عزیز سرشار، ښاغلی خالد ساپی، ښاغلی نسیم ستوری، ښاغلی وسیم لایق، ښاغلی خیبر يوسفی،ښاغلی زلمی قاضی خیل،ښاغلی کټوازی،ښاغلی مطیع الله روفی ، ښاغلی ارین بهار، ښاغلی همایون اپریدی. ښاغلی انجنیر فریدالله ساپی او ښاغلی پیښوري شینواری.
دغونډې په پاى کې د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنې له خوا په پریکړه لیک دافغانستان د اسلامی جمهوریت د واکمنو څخه غوښتنه وشوه چې دکونړ ولایت یوه لېسه او یا د خاص کونړ په ولسوالۍ کې یوه لېسه د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري په نامه ونوموي.
غونډه د شپې په یوولسو بجو پای ته ورسېده
- د ستوري مجلې اداره -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori