Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د لرو او برو پښتنو په روان ناورين ...

د لرو او برو پښتنو په روان ناورين د پوهنيـــز او څېړنيز سيمينار راپور





جرمني: د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) له خواد هېواد او په ځانګړې ډول د پښتون قام په اوسنيو روانو دردونکيو کړکېچنو حالاتو د 2009 ع کال د مئ May دمياشتې په دوه ويشتمه (22) نېټه د جمعې په ورځ دکولن په ښارکې "د لرو او برو پښتنو په روان ناورين " پوهنيز (علمی)اوڅيړنيزسيمينارجوړشو.
په سیمینار کې دجرمني سربېره په اروپايي هېوادونو کې مېشت ګڼ شمېر پښتنو / افغانانو نامتو پوهانو، اديبانو، شاعرانو، ليکوالانو، سياسي ،ولسي او ټولنیزو سړيتوبونو (شخصيتونو) اودنظرخاوندانوګډون کړی و . په نوموړي سيمينار کې يو پرېکړه ليک هم منظور شو، چې په لاندې ډول يې کټ مټ ستاسو مخې ته ږدو.

بسم الله ارحمن الرحیم

لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د څو کالو راهیسې په هېواد کې روانه جګړه له پخوا څخه د یو جوړ شوی پلان له مخې د پښتون قوم لوی کور ته راټوله شوې ده.
په دغه تپل شوې جګړه کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت پښتون قوم هره ورځ وژل کېږي، اقتصادي بنسټونه يې ړنګېږي، ښوونیز او روزنیز مرکزونه يې سوځول کېږي، ماشومان او ځوانان يې له زده کړې پاتې کېږي او د انساني ژوند د پرمختګ ټولې لارې يې تړل کېږي.
دغه ټولو ستونزو ته په پام سره د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party-PSDP په کوربه توب ننی پوهنیز )علمي( او څیړنیز سیمینار جوړ شوی دی.
په دغه سیمینار کې په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې مېشت د لرې او برې پښتونخوا ګڼو پوهانو او میلمنو ګډون کړی ړ.
په سیمینار کې په لره او بره پښتونخوا کې د روانې جګړې په علتونو او له هغې څخه د خلاصون په لاروچارو اوږده څېړنیز بحثونه وشول او په پای کی د سیمینار ټولو ګډونوالو په پوره اتفاق سره لاندینی پریکړه لیک تصویب کړ:
۱. مونږ د افغانستان او پاکستان له حکومتونو او همدارنګه په سیمه کې د مېشتو نړیوالو قوتونو څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې نور په سیمه کې د پښتون وژنې او ولس وژنې څخه چې په هر نوم سرته رسېږي، لاس واخلي.
د جګړې پر ځای دې د جګړې د ټولو خواوو سره د سولې او سیاسي تفاهم په یو ګډ سیاسي میکانېزم کار پیل شي.
۲.د ډیورنډ د کرښې دواړو غاړو ته د پښتون قام څخه یو باصلاحیته قومي دودیزه جرګه راوبلل شي، تر څو په جګړه کې د ښکېلو خواو تر منځ د پخلاینې او سیاسي تفاهم لپاره لاره هواره کړي او ددې تر څنګ په خپله سیمه کې د موجوده ستونځو د حل لپاره مناسبې لارې چارې ولټوي.
۳.د افغانستان او پاکستان په حکومتونو کې هغه سیاسي او جنګي ډلې چې تر اوسه پورې يې په زرګونو سیاسی اوملی پښتانه مشران او ولسی وګړی په بیلابیلو نومونو وژلی بی عزته او سپک کړی دی او د پښتنو او نړیوالو ځواکونو تر منځ يې ددښمنۍ فضا رامینځ ته کړی ده ،د حکومتی چارو څخه ووېستل شي.
۴.په پښتنو کی له پخوا څخه موجودټولنیز او دودیز بنسټونه چی د ډېرو سیاسي او ټو لنیزو ناخوالو مخه ئی نیولی وه، او په وروستیو کلونو کې د بیلابیلو سیاسی او مذهبی جنګی ډلو او حکومتونو له خوا زیانمن شوی دی، مونږ غوښتنه کوو چی دغه بنسټونه بیرته فعال او تقویه شي.
۵.زمونږ په اند د ډیورنډ د کرښې دواړو خواوو ته د پښتون ملت اقتصادی بیرته پاتی والی څخه بیلابیلی جنګی ډلی د جګړی د دوام لپاره ګټه اخلي.
مونږ غوښتنه کوو چی نړیوال دسیمی او منطقی د ثبات په خاطر په دغه منطقه کی په اقتصادی پروژو پانګونه وکړي.
همدارنګه نړیوالې مرستې پرته ددوهم لاس څخه نیغ په نیغه دغه سیمو خلکو وګړو ته ورسیږی. دلته ددی خبری ‌ذکر په ډاګه کوو چی نړیوال که په نزدی او یا لری راتلونکی کی پدغه سیمه کی سوله او ثبات راوستل غواړی نو په غیر د پښتنو د فعالی ونډی د اخستنی څخه ممکن نه دی.
زمونږ په اند نا پوهی او بی سوادی بله لویه ستونزه ده چی پدغه سیمه کی تری جنګی ډلی سیاسی ګټه پورته کوي.
مونږ غوښتنه کوو چی د ډیورنډ د کرښی دواړو غاړو ته د یو ځانګړی پروګرام او پلان مطابق د ښونځیو او پوهنتونونو جوړول پیل شي.
۷.مونږ وینو چې د ډیورنډ د کرښی دواړو غاړو ته پښتون ملت په پښتو ژبه د رسنیو (میډیا) د کموالی او جګړه مارو ډلو دپراخو تبلیغاتی پروګرامونو په نتیجه کی ډیر ځوانان په ناپوهئ او غیر شعوري ډول جګړه مارو ډلو سره یو ځای کېږي.
مونږ غوښتنه کوو چی ددوئ د ذهنیتونو دروښانه کولو لپاره ددوئ په مورنئ ژبه (پښتو) راډیوئی، تلویزونې او لیکلی رسنیو ساحه پراخه شي.
۸.مونږ د ټولو جنګی ډلو څخه په کلکه غوښتنه کوو چی د ښونځیو او ښوونیزومرکزونه سوزول او ورانول او همدارنګه د ټولګټو پروژو د بندولو څخه لاس واخلي.
هره ډله چی دغه کار په هرنوم کوی ، مونږ ئی د هیواد او پښتون ملت دښمنان بولو.
په درناوی دا پریګړه لیک په بیلابیلو نړړیوالو ژبو ژباړل کیږی. ټولو رسنیو، دملګرو ملتونو سازمان، دناټو مرکز ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوندو څانګو ته لېږل کېږي.
- د ستوري مجلې اداره -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori