Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

مرثيه

د خپل محترم تره شير محمد بهير اسماري د مړينې په غملړلې پېښه

د وطن د مور په غېږ کې ستړى ستوى له شوګيره
د آبد په خوب ويده شوې روح دې ښاد اوسه بهيره

ته ددې وطن او خلکو د رنځونو ترجمان وې
ته شاعر وې ته ليکوال وې د ټپي زړونو درمان وې
ته د مينې محبت او د وفا په لار روان وې
ته يو ښکلى او رنګين ګل د ادب د ګلستان وې

د پښتو د غزل ناوې د رپسې ښکاري دلګيره
د ابد په خوب ويده شوې روح دې ښاد اوسه بهيره

ستا جسد له دنيا لاړو خو نامه به دې ژوندۍ وي
مرګ دې نه شي ورکولى څو چې ژوند په دې نړۍ وي
هر يو نظم هر غزل به دې جوګه د زندګۍ وي
هر محفل کې به خبرې ستا د ژوند او شاعرۍ وي

کتابونه به دې چاپ شي د "خاطر" د حال تصويره
د آبد په خوب ويده شوې روح دې ښاد اوسه بهيره

زه چې ژاړمه نو ژاړم دې نيمګړي ارمانونه
درنه پاتې شو ناچاپه کتاب "ستړې شوګيرونه"
"لوڅې پښې اغزنې لارې" دي ګالل د ژوند مزلونه
غملړلې دي ليکلي په خپل ژوند باندې شعرونه

هر ارمان دې و نيمګړى هره هيله دې زهيره
د ابد په خوب ويده شوې روح دې ښاد اوسه بهيره

تا د هر منزل په لار کې په شا تګ منلى نه دى
تا د ژوند هره تنګسه کې خپل همت باېللى نه دى
تا د ستونځوپه ګاللو کې خپل زغم هېر کړى نه دى
تا هېڅ وخت غېر له الله نه چاته سر ټيټ کړى نه دى

ژوند دې ډک له افتخار و له اول نه تر اخيره
د ابد په خوب ويده شوې روح دې ښاد اوسه بهيره

- خير محمد زهير اسمارى -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2020     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori