Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

ارواښاد ستورى په خوږو مسرو كې







كـه زمـــا ســـتـــــوري پـــه قــــبــــر چـــــېـــرتـــــــه راغـــلــــــــې
پـــه پــــښــــتو راتــــه دعـــــــا كـــړه پــــــرې مـــئـــــيـــن يـــــــم


يــــادښت: دا مقاله د 2007ع كال د اپريل د مياشتې په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د كونړ ولايت په مركز اسداباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې ده .
خيبر جبارزى
د ننګرهار پوهنتون محصل (پوهېدونكى)

د نړۍ پرمخ چې څومره ملتونه، قامونه او ولسونه اوسېږي، هر يو ځانته ځانته ژبه، دود، كولتور او عنعنات لري، چې په هم دې شيانو يو له بله توپيرېږي.
هر ټبر او قوم ته، خپلې ژبې، خپل دود او كولتور په خپله پراخه غېږه كې ډېر څه رانغښتي وي، چې د هغه په پاللو او ژوندي ساتلو د رڼا لاندې ژوند تېروي.
ددې قامونو ترمنځ يو وړوكى، ولې ډېر لرغونى او زوړ قام، چې د تاريخ په اوږدو كې يې ډېرې سړې تودې زغملي دي، پښتون يا پښتانه دي. د پښتنو ژبه پښتو ده، پښتو يواځې ژبه نه، بلكې د پښتو په ارته لمن كې د پښتنو لپاره ډېر څه پراته دي، چې پښتانه يې د ژوند د كړنلارې او قانون په توګه پېژني.
ښاغلى پرېشان خټك پښتو او پښتونولي د پښتنو لپاره قانون بولي او د توريالي پښتون په اوه اويايم مخ د خوشال خان خټك ژوند (د پښتونولۍ په آيينه) كې تر سرليك لاندې يوځاى ليكي:
(( زما په خيال كه دا وويل شي، چې د دنيا په ګردو آينونو كې دوه آينونه، چې هغه د ټولو نه زورور دي، دواړه ناليكلي دي، يو پښتونولي او بل د برتانيې آيين. ))
دا خبره به هله د سړي زړه ته ورولوېږي، چې د پښتو او پښتنو په اړه ژوره مطالعه ولري. رښتيا هم چې پښتونواله او پښتونولي څه نوې مسله او نوى شى نه دى، بلكې د پښتون قام له پيداېښت سره د هر پښتون په ساه او كالبوت كې نغښتې خبره ده او له كومه وخته، چې د پښتنو ژوند او ژواك پيل شوى، دا روحيه ورسره سمه موجوده ده.
د پښتو د ادب ستر ليكوال ارواښاد قيام الدين خادم په وينا، چې فرق تش دومره دى چې د لاشعوري په اثارو كې دا روحيه د قام په تحت الشعور كې پرته وه، خو څومره چې دنيا انكشاف كاوه، علم او معارف مخ په وړاندې روان و، د پښتنو دنيا هم ورسره مخ په وړاندې تلله .
له امير كروړ څخه دمخه آن تر جمشيده پورې د لاشعوري خبره رسېږي، خو له بايزيد روښان څخه راوروسته دا روحيه شعوري بڼه نيسي. خوشال بابا او ورسره په څنګ كې د بابا هم عصرو په خپل وخت كې دا روحيه د زړه په مينه او وينه پاللې او ژوندۍ يې ساتلې ده. په تېره بيا د بابا دستارنامه، چې د پښتو نثر شهكار بلل كېږي، د پښتونولۍ او ملي افغاني روحيې تر تاثر لاندې ليكي: هو د پښتونولۍ دا روحيه د بابا له وفات سره مړه نه شوه، بلكې ميرويس نيكه، احمد شاه بابا او له دې وروسته پښتنو هم په ډېره مينه وپاللـه.
وزير محمد ګل خان مومند بابا، عبدالغفار خان بابا او عبدالصمد خان بابا دا هغه څيرې دي، چې له نومونو سره يې يواځې پښتانه، نه بلكې ټوله نړۍ اشنا ده. د پښتو او پښتنولۍ روحيه يې داسې وپاللـه، چې دا ده پايله يې موږ او تاسو د سر په سترګو وينو.
همدارنګه ددې پسې د ليكوالانو، شاعرانو، فلسفيانو، عالمانو، ځوانانو او ليډرانو داسې كاروان درومي، چې منزل او موخه يې د همدې روحيې پالل او روڼول دي.
له دومرې اوږدې سريزې او مقدمې څخه مې موخه هم دا وه، چې د يوې خوا په پښتو او پښتونولۍ باندې څه ناڅه رڼا واچول شي او له بل پلوه كه د ارواښاد ډاكتر ستوري د خوږو مسرو پاڼې لږ په كرار واړوو او په غور يې ولولو، دده په شاعرۍ كې پښتو، پښتون، پښتونولي، هغه توكي دي چې د بل هرڅه نه پكې زيات ځلېږي.
ارواښاد ستورى روحاً او جسماً د پښتو او پښتونولۍ پورې تړلى شخصيت و. مينه، محبت، وطن، هېواد، هېوادوال، پښتانه، پښتو، مذهب، كولتور، اخلاق او بالاخره د پښتونولۍ روحيه، هغه څه دي چې د ستوري صيب په خټه كې اخكل شوي وو. په ښكلو، رنګينو او ساده الفاظو يې د كاغذ پرمخ انځور كړي. خوږې مسرۍ يې په رښتيا سره خوږې دي، د شاعر ايډيال او څيره ترې له ورايه څرګندېږي. د پښتنو په يووالي، اتفاق او په وحدت باندې ټينګار كوي، خو مخكې ورته امن او سوله غواړي. د سولې دا پېغام د وينو په رګونو كې نه شيندي، چې حركت وكړي، بلكې په هغه ځاى كې يې پاشي، چې رګونه ترې سرچينه اخلي:

دا « خـــوږی مـــــسرۍ » د ســــــولـــی پــــــیــــغـــام وړل دی
مــــحـــــبــــــت د زړه پـــــه ویــــــنــــه کـــی شـــــــیـــــنــــدل دی

د اســـــمـــان دســــتـــوروکـــــټ کــی یــــــوه شـــــــــپـــــــه ده
تــــــخــــیــــل کـــــــی دجــــــانـــــان کــــور تـــه ورتــــــلـــل دی


لکه څنګه چې پښتون قام او پښتانه چا له یوی ډلی پورې تړلی، چا له بلی ډلی پورې تړلی دی، همداسی ژبه یی هم چا د دیوانو ژبه بللی، چا د دوزخ ژبه بللی او چا بیابیخی داسی بللی چې دا ژبه د هری معلومی ژبې څخه بیله او بل ډول ده. خیر خو د هر چا خپل نظر دی خو پښتو ژبه ډیر اوږد او لرغونی تاریخ لری، چې دا د دی ځای موضوع نه ده. د پښتو ژبې او ادب د صوفی او فلسفی شاعر، د غزل بابا حضرت حمزه شینواری دا بیتونه به د ټولو په ځواب کې کافی وی .


وائــــــــی اغـــــــیـــــار چــــــــــــــې د دوزخ ژبــــــــه ده
زه بـــــــــه جـــــــنـــــت ته د پــــــښــــــتــــــو ســـره ځـــم

حــــمـــــزه ســـــفـــر کـــــه د حـــــجــــــاز وی نــــو هـــم
زه د پــــښـــــــــتــــون د قــــــــافــــــــلــــــو ســـــره ځـــــم


ستوري صیب هم د پښتو ژبې د ښی پراخی مطالعی وروسته د حمزه بابا سره دا خبره غبرګه کړی ده .


د فـــــــــن ښــــــکــلا ده د هــــنــر پـــه ګـــلـــد رو کـــی اوســی
د روح غـــــــــــذا ده د ســــــــنــــد رو او نــــــغـــــمــو ژبــــــه ده


یا په دی بیت کې ئې د پښتو څومره ښه انځور ویستلی دی .


خــټـه ئـی خــدای د پـــت، ښـــیګـڼی او وفــــــا جــــوړه کـړه
د پـښـتـونـخـوا د د نـګـــو غــــرونـــــو ســـــــرد رو ژبــــــه ده


په سر کې مې هم اشاره وکړه چې د پښتونولیۍ روحیه د هر پښتون په خټه کې نغښتی وی خو په ځینو کې دا روحیه ویده وی، خو مړ نه وی او په ځینو کې دا روحیه لکه د مست سیند مستی څپی وهی، لکه فرهادی عزم د غره سره ډغری وهی. لکه شاهین په لوړو او دنګو غرونو پروازونه کوی. لکه د سپرلی ګل ورینه وږمه چې زړونه تخنوی. لکه د رباب خوږه نغمه چې ویده زړونه ویښوی، او هغه جذبه وی چې سړی ارم ته نه پریږدی :


یــو پـــټ غــــلـــی احساس دی چې ارم مې نه پریږدی
په اور مــې پـــښوی لــکــه چـــې خـــام مـې نه پـریږدی


هو! ستوری صیب د پښتونولۍ نوی روحیه د ځانه نه جوړوی، بلکی هم دا ویده روحیه او شعور راويښول غواړی، پښتو کول ،پښتوویل، پښتولوستل غواړی. هغه پښتو چې له برمه به ئې د دښمن سپینی تښتیدی. هغه پښتو چې خوشحال خان بابا پاللـه. هغه پښتو چې مومند بابا او غفار خان بابا غوښتله.


زه د ژونـــدون نــاوی خـپل کالـه تــه راوســـتل غـــواړم
زه ویـــده شــــعــور د پـښـــتــونـوالـی ویـــښـــول غــواړم
زه پــښتو لیکل ، پـښـتو ویل، پـښتو لوستل غواړم

مـــاتــــه د خــپـل کــلــــی د حـــجـــــرو ســــــنـدری لــیـــکــه
زار دی شـــــم قـــــلــــمــه د پـــــښـــتـو ســــنـــدری لــــــیکــه


پت، ښیګڼه، توره، وفا ،غیرت، میړانه ،میلمه پالنه، اخلاق، راشه درشه، ښه خوی، شرم، حیا، انسانیت، مینه محبت، سرخندنه، اسلامیت، ژبه، کولتور، پښتو پالـنه، د ننګه او سوچه پښتون صفات دی. که چیرته پښتون خدای مه کړه دا ځانګړنی ونلری، هغه ته موږ سوچه پښتون نه شو ويلی. او تش په دی هم سړی نه پښتون کیږی چې د پښتو ژبه وائی خو د پښتو نه هیڅ نه وی خبر.
پښتو یواځی ژبه نه، بلکی د پښتنو لپاره قانون دی . ارواښاد ستوري د دی ارونو په پام کې نیولو او ښه تحلیل وروسته ځکه داسی غږ پوره کوی.تش په ژبه ،وینه، نه څوک پښتون کیدای شی او نه به پښتون شی .

ســــــتـــوری وائــــی مــــــــا ده ښــــــــه ډیــــره څــــــیــړلـــی
تــش پـه ویـنـه بـانـدی څـــوک نـه پـــښـــتــون کــــیـــږی


دا خو ښکاره او جوته خبره ده کوم قام چې واک او اختیار په لاس کې ولری د هغوی کولتوراو ژبه هم تر نورو لوړه وی ،چې بې واکه بې اختیاره وی د هغوی به کولتور څه وده وکړی. ژبه به ئې څنګه ژوندی پاتی شی.
خبره مې ټوله د پښتو ده، که د تاریخ پاڼی واړول شی د خپل قام او ژبې په اړه به په کې ډیر څه ومومی دا به مو هم له سترګو تیر شی چې دا د دومره لرغونی او غیرتی قام ژبه او کولتور په کوم حالت کې قرار لری. مسله روښانه ده که پښتون قام د تاریخ په اوږدو کې د ډیرو سترو سترو قوتونو سره لاس په ګریوان پاتی شوی، له بل پلوه د کولتوری یرغل د ځپونکی ګواز لاندی هم ؤ. دا نه وایم چې پښتانه د تاج او تخت واک او اختیار څخه لری پاتی دی، خو دلته خبره بیا د پښتونولۍ روحیی ته راځی او دا صحی ده چې په هغو کې دا روحیه غړنده او ویده وه. ګنی نو اوس به د پښتو او پښتنو دا حال نه ؤ، او نه به د اوس په څیر د پښتنو نه په خپله ژبه کې د تعلیم حق اخستل کیده.
د پښتنو پښتو لیکل شوی نسخی او عریضی به په لوړو ودانېو کې نه څیریدی. هم دغه د کولتوری یرغل ښکاره بېلګی دی د تعصب له مخې ئې نه وايم، د زړه له درده لګیا یم. که د پښتون وړوکی بچی ته له کوچنی والی څخه په پردی ژبه کې ښوونه او روزنه ورکړی شی، نو د هغی نه به په اینده کی څنګه دا هیله کیدای شی چې د پښتو او پښتونولۍ نه دی خبر وی.
ارواښاد ستوری د یو ښه سیکالوجیست او ساپوه په صفت دا موضوع ښه څیړلی. چې سوچ فکر او زده کړه په خپله ژبه کی اسانه وی نه په پردی ژبه کې .

ســـــوچ او انـــــد مـــــورنــــۍ ژبــــــه کـــښې اســــان دی
پــه پــردی ژبــــــه کـــی ســــوچ انــسان تــــه ګـــــران دی

د مــــــاشــــــــــوم پــــــه مــــــورنــــــــــۍ ژبــــــــــه روزنـــــــه
ســـپــارښـــــت ســـتوریـــه د هـــر یـــو سـا پـــوهـان دی


د وطن هیواد او خپلو خلکو سره مینه، محبت، د زړه تړل هم د پښتو او پښتونولۍ یو جز دی. ارواښاد ستوری که جسماء د وطن او هیواده لری پاتی شوی، خو روحاء د وطن سره تړلی شوی. که ناست د لوړو او دنګو ماڼویو په ښار کې ؤ، خو فکر او خیال ئې د خپل وطن د خړو خاورو سره تړلی ؤ. د پردو ملکونو په باغ او بڼ ،رڼاګانو او چمنونو پورې زړه نه تړی هر شېبه ئې ذهن ته د خپل وطن لوړ دنګ په واورو په نخترو پټ شینکی غرونه ودریږی. وګوری په څومره خوندورو الفاظو ئې خپل خیال د وطن سره تړلی او د وطن د مینی چیغی ښکاره وهی، په زړه کې ئې نه پټوی .

سـتا د حـســــن د انـــګـــړ نــه مــــی خـــــیا ل نــــه ځـــــی
چـــې پــه تـــار د تـــــورو زلــــفـــو کـــی دی بـــــنـــد دی

کـه د زړه نـه مـی پـــوښــــــتـی حـــا ل پـــه جـــار وائـــی
ســـتا د مــــیـنی دا ســـتان پــــټ نــــدی څـــرګـــند دی


ستوری صیب د پښتنو په یو موټی کیدو په اتفاق او اتحاد کې خوند مومی او خوند تر اخلی .

د نــــیــــا ټــــولــه راســــــره شــــي چـــــــې لاس راکـــــی
ســـتـا پــه مـــیـنه ملاتـــړ کـی څــومـــره خـــــونـــــد دی


پدی کې هیڅ شک نه شته چې ستوری صیب به په دی اغزنه لار کې ډیری ستونځی ګاللی وی، خو هغه اوس د نینو په څیر په دی بټ کې پوښ شوی. پدی کړاونو کې رښتیا هم استاد شوی ؤ. خو د پښتو او پښتونولی د دریځ څخه نه دی اوښتی او نه ئې ایډیال دومره کمزوی ؤ چې زر به د خپل مرامه واوړی. ځکه وائی :

د ژونـــد پـــه کـــړواونو کې پـوښ شـــوی یم استاد یم
کـه ســـل ځـــــلـــه راولـــیـــږم بـیا پـــاڅــــیـــږم روانــــیـــږم

زما دا فیصله، دا مــې ســـوګـــنــد او دا پیـــمـــان دی
د پــــت ښـــیـــګـــنړی تـــوری او وفــــا نــه، نه بــیلـــیــږم


كه دا درنه موضوع هر څومره وشاربو، هغومره كوچ ترې راوځي او نه په خپل قلم كې ددې سنګينې موضوع په اړه ددې نه پورته د ليكلو وس لرم. كه په لنډو ټكو كې يې راغبرګه كړو، د ارواښاد ډاكتر كبير ستوي (خوږې مسرۍ) د پښتو او پښتونولۍ هېنداره ده. د پښتنو د يووالي، وحدت، اتفاق، پت، ښېګنې، تورې، وفا او ننګ مجموعه ده. د ژبې، هېواد، وطن، مينې او محبت نمونه ده او د هر پښتون د زړه غږ دى.
په پاى كې لاسونه لپه كوم، اروا يې ښاده او فردوس جنت يې په نصيب شه. د ليكنې ځولۍ به د ارواښاد ستوري په دې بيتونو راټوله كړم :

پــــاکـــه ربـــــه ښـــــــــاد ابـــــــاد دا پــــــــښــتــــانــــه کــــړی
د نـــــــــړۍ پــــــه اولــــســـــــونـــــــو کــــــی درانــــــه کـــــړی

د بــخـت سـتوری ئی روښـان کـړی پـه اســـمـــان کــی
خـــپـل وطــــن کـــی ئــی واکــمن او کـــوربـــانــه کـــړی



په درنښت
- خيبر جبارزى -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori