Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

چترال او چتراليان وپېژنئ


په تېر پسې

د کېلاشو ژوند او کولتوری


د ډيورنډ دپولې ورپورې اړخ چترال كې د وګړيو يوه وړه، خو خورا لرغونې ډله پر خپلې پخوانۍ ګروهې لا هم ټينګه پاتې ده. د دوى مركزي كلي بمب،ريت ته په ورتلو ډېر څه بل ډول دي. د ځمكې پر سر د لرګو په پېړو تختو كې د ځمكې پر سر له خپل سامان سره ښخ شوي انسانان، څټ په څټ د لرګيو جوړ واړه كورونه، د اوږدو تورو كميسونو خولۍ پر سر په كار او زيار لګيا ښځې او نورې څرګندې نښې روښانه پاتې دي.
كېلاش اوس د مسلمانانو په منځ كې اوسي، خپله عقيده يې ساتلې، كه څه هم اغېزه پرې شوى.
كېلاش د يو څښتن پر شتوالي باور نه لري او د هر موسم او بدلون يې پخوانيو پالونكي ټاكلي، د كال له پيل څخه تر پاى ميلې كوي، خو چې د كېلاشو كولتور يې ژوندى ساتلى، هغه مړي ته اتڼ دى.
د چترال په كالج كې د تاريخ او ادبياتو پروفېسور او د اسيا د كړكۍ په نوم د كتاب ليكوال عنايت الله فيضي، چې دغه كتاب يې د واښيانو او كيلاشو پر ژوند او كولتور ليكلى وايي، چې كېلاش اوس هم د هر شي لپاره له خپلو خيالي سمبولونو دعا غواړي. ښاغلى فيضي يې د ساري په توګه د خدايګوټو نومونه ډيزو، ډيزه ليك او نور يادوي، چې كېلاش يې د غم، خوښۍ، موسم او بچو پيدا كولو واكداران ګڼي.
كېلاش د عبادت لپاره ټاكلى ځاى نه لري، ما يې څلور داسې ځايونه وليدل، چې تر دې وړاندې مې نه وو ليدلي. په دې كې د كېلاشو د مړي د ايښودو او ورته د ګډا ځاى، د ښځو لپاره ځانګړې خونه، چې د مياشتې ناروغۍ او زيږون پر وخت پكې اوسي، د ژمي لپاره د نڅا ځانګړې خونه او د قربانۍ ځاى.
كېلاشو د قربانۍ ځاى د كلي په بره برخه كې د غره پر غاړه جوړ كړى او دا ښايي سوونه كاله پخوانى وي. دلته په كال كې يو ځل ټول سره راټولېږي او سړي سر څاروي قربانوي، خو دلته د غوا قرباني كول د دوى د عقيدې خلاف كار دى. د قرباني شويو څارويو غوښه بيا لكه د مسلمانانو د لوى اختر پخپلو كې وېشي او كه مسلمانان يې په دغه دستور كې ګډون وكړي، څاروي بيا پر مسلمانانو حلالوي. د قربانۍ پر ځاى كې يې په لاس تراشلې دړه درولې، پر سر يې ورته دڅو چابكو اسونو انځورونه جوړ كړي.
ددغه كلي يو مذهبي مشر نور شايدين وايي، چې دوى عقيده لري چې د قربانۍ الهه يې پر اس سپور راځي او همدلته تم كېږي.
كېلاشو تر دا څو كلونو وړاندې پورې خپل مړي د ځمكې پر سر له خپلو كالو سره ايښودل، خو اوس يې له دې وېرې په ځمكې كې ښخوي، چې ورسره ايښودل شوي شيان څوك راونه سپړي، خو په زړه پورې دا ده، چې تر ښخولو وړاندې يې همغه ځانګړي ځاى ته راوړي، په ورځو ورځو پروت وي او ښځې او نر ورته ډلې ډلې ناڅي، كارنامې يې ستايي، ډول وهي او لكه د واده چې په كور كې هرڅه لري، پسې لګوي يې.
نور شايدين وايي: دا دوى ځكه كوي، چې دوى په وروستي ځل له خپل سړي يا ښځې سره مخه ښه كوي او بيا يې د تل لپاره نه شي ليدلاى.
نور شايدين هغه ځاى ته هم بوتلم، چې دا اوس اوس د يونانيانو له خوا د كېلاشو د كولتور د خوندي ساتلو لپاره جوړ شوى. په دغه ودانۍ كې د دوى خورا لرغوني شيان راټول كړى شوي دي، خو په يوه كونج كې يې داسې كوټنۍ راوښوله، چې د پسونو له پوستكي جوړې كڼاوې يا بوټونه پكې پراته وو. دا دوى عادي ګاولې نه ګاڼه، ژوندي انسان ته په پښو كول يې ګناه ګڼله او يواځې مړي ته يې په پښو كولي. د خونې ساتونكي راته وويل: دا لكه ستاسو د مسلمانانو د كفن په څېر يو څه دي، عقيده مو دا ده، چې له مړي سره خپل ټول شيان ښخوو، خو دا يې كفن ګڼو.
سربېره پردې په كېلاشو كې ډېر ناولي دودونه شته، چې پكې مړي ته ګډا، د ښځو ځانګړې كوټې ته بول، د اور كالنۍ لوبه او پخپل لاس د جوړو شويو شرابو څكل د يادونې وړ دي.
ښځې يې خورا سخت ژوند لري، د كور سخت كار، د كروندو سمبالښت، د څارويو ساتل، ځانته په ګوتو د كاليو جوړول او ان د مياشتې څو ورځې ګوښه ژوند دا هغه څه وو، چې ماه يې بلا پوښتنې راپيدا كړې وې. د كلي له يوه ملك چې جان محمد يې پر ځان نوم ايښى و، وپوښتل، چې دا هر څه ښځو ته په سپكه كتل نه دي؟ دى وايي: موږ كارونه سره وېشلي او دغه څه ښځو پخپله ځانته خوښ كړي دي.
رښتيا هم د كېلاش ښځې له خپل ژوند خوښې وې او لامل يې ښايي دا وي، چې دوى د نورې نړۍ ښځې نه دي ليدلي، خو بيا مې هم زړه وار ونه كړ او د كلي له يوې چالاكې ښځې، چې موږ ته يې د غرمې بلنه هم راكړې وه، خبرې وكړې.
دا څلوېښت كلنه مهران بي بي نومېده. څلور لوڼې او دوه زامن يې لرل. له مهربان بي بي مې د ښځو د ګوښه ژوند او درندو كارونو پوښتنه وكړه، هغې وويل: دا هرڅه موږ پخپله خوښ كړي دي، د چا خو راباندې زور نه شته.
د هغې لا دا په خوله كې وه، چې ما ترې دويمه پوښتنه وكړه: په كېلاشو كې په نامشروع اړيكو او غېرت وژنې شته؟
ځواب يې لنډ او قانع كوونكى و، ويل يې: دلته ټول خلك خپلې خوښې ته پرېښودل شوي، څوك چې څه كوي، خو د زور كارول بند دي او هم ښايي چې له واده شوې ښځې له نورو سره په اړيكو ترې څښتن خپه شي.
په كېلاشو كې د نورې نړۍ په څير د واده داسې دود نه شته، چې ور شې، ويې غواړې، ښيخي وكړې او په ټاكلې ورځ يې واده كړې. دوى په ميله كې سره راټولېږي او همدلته جينۍ او هلك د خپل ګډ ژوند پرېكړه كوي. څوك په ځان نه خبروي، خو كله چې د جينۍ كورنۍ خبره شي، له زوم نه ډېر لږ څه، چې څاروي هم پكې دي، اخلي.
مظفر علي شاه جان په چترال كې له سټې پښتون دى او د كېلاشو په دغه ډول ميلو كې يې تر نورو ډېر ځل ګډون كړى دى،وايي: د كېلاش ښځې له مسلمان سړي سره واده كولاى شي، خو تراوسه دا نه دي شوي، چې مسلمانې ښځې له كېلاشي نر سره واده كړى وي.
دوى ډېر بې وزلي دي، حكومت ورته ډېر څه نه دي كړي، خو د دوبي په موسم كې د كېلاشو درې واړو كليو بمب،ريت، رمبور او بربل ته د نړۍ له ډېرو ځايونو څخه سيلانيان ورځي، دوى ورته هوټلونه جوړ كړي او ژوند يې پرې يو څه ښه شوى. لارې يې خامې او ګرانې دي، د انګورو او نورو مېوه لرونكيو ونو باغونه پكې ډېر دي او له همدغه انګورو پخپل لاس د جوړو شرابو څكل يې عادت دى.
دكېلاشو د كال لومړنۍ ميله په پسرلي كې ده او چيلم جوشت يې بولي. د فصلونو د خداى په نوم يې كوي او پكې ناڅي او له همدغه الهه د ښه فصل غوښتنه كوي. چال يې بله په زړه پورې اټنيزه ميله ده. د دوى هرې ميلې ته خپل و پردي ورتلى شي، خو په كال كې 3 ورځې داسې دي، چې نه دوى له چا سره خبرې كوي او نه څوك د ځان خوا ته پرېږدي.
د اور كالنۍ لوبه يې سيمه ييز شهرت لري او دا هم په كال كې يو ځل كېږي. داسې چې د كلي له كوزه سره ښځو او نرو په لكړو كې پېلوزي بل كړي او خپل ټاكلي ځاى ته راټولېږي او تر سهاره ناڅي.

‏‎( نور په بله ګنه كې )

- نعمت الله كرياب -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori