Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د خاص كونړ په والسوالۍ كې






د 1386 كال د وږي د مياشتې په 19مه نېټه د خاص كونړ د پوهنې مدير ښاغلي طاوس خان (همت) او د هغه د دفتر له كارمندانو سره د اكويپ د ولايتي مسئولينو له خوا يوه غونډه د كوزې اراضۍ په جامع جومات كې جوړه شوه.
غونډه د حكيم آباد منځني ښوونځي د مرستيال ښاغلي قاري صاحب تسل له خوا د قرآن كريم د څو مباركو اياتونو په لوستلو پيل شوه، چې د خاص كونړ ولسوالۍ د پوهنې مديريت اړوندو ( 21) ښوونځيو اداري شوارګانو پكې برخه اخيستې وه، ټولو( 147) تنه د شوراګانو رئيسانو، منشيانو، علماو، سپين ږيرو او پوهنپالونكيو پكې ګډون كړى و.
د وركشاپ غونډې چارې د ولايتي دفتر د اكويپ مسول ښاغلي حاجي غلام الله (وقار) ، د ټولنيزو چارو كارمند حاجي يار ملا خان او ښاغلي زيور شاه له خوا پرمخ وړل كېدلې.
ددغې غونډې د پيل خبرې د اكويپ د پروګرام د ولايت دفتر مشر ښاغلي حاجي غلام الله ( وقار) له خوا وشوې. نوموړي د اكويپ د پروګرام پېژندنه د غونډې برخه والو ته وكړه او همدا شان د خپل كړېدلي ولس ستونزې يې د پوهنې په برخه كې په ګوته كړې او ددې په تعقب يې د ستونزو د حل پر لارو رڼا واچوله.
همدا ډول ښاغلي وقار صاحب زياته كړه:
((د ښوونې او روزنې هغه چارې چې پخوا به دولت ترسره كولې، اوس يې ستاسې (ولس) پر مټ ترسره كول غواړي، چې د پوهنې په كيفيت كې ښه والى راشي. وس ستاسې خوښه، چې د خپل راتلونكي نسل پوهنيزې چارې په مانوي ډول پورته وړئ او كه نور يې هم ښكته راوړئ. ددغه ګراف ليك لورى ستاسې په عمل كار پورې اړه لري . ))
ورپسې ښاغلي حاجي يار ملا خان خپلې خبرې وكړې او ددې پروګرام په اړتيا يې د برخه والو غوږونه خلاص كړل. ښاغلي يار ملا خان په پوهنيزو چارو كې د ښوونكيو، زده كوونكيو او والدينو مسئوليتونه روښانه كړل او همدا شان يې د اوس مهال د ښوونې او روزنې د كميت او كيفيت په مقايسه خبرې وكړې.
نوموړي په خپلې وينا كې وويل: ددې لپاره، چې زموږ په هېواد كې ښوونه او روزنه د كميت له پلوه يوه اندازه ښه شوې، خو د كيفيت له پلوه لا اوس هم له صفر څخه نه ده خوځېدلې، ددې لپاره چې زموږ د لوستې طبقې استعداد او لياقت لوړ شي، د ښوونې او روزنې وزارت دغه د اكويپ پروګرام په نظر كې نيولى، چې دغه دى ستاسې په وړاندې عملاً تشريح كېږي.
د غونډې وروستي ويناوال ښاغلي زيور شاه خان د ښوونځيو په انكشافي پلانونو رڼا واچوله، د پلان په هره برخه كې د خلكو پوښتنو ته ځوابونه وركړل شول او په همدې توګه د هر وار خبرو په مېنځ كې د شوراګانو د غړيو او مسئولينو له خوا خپل وړانديزونه واورول شول .
د سيمې يو تن مخور سپين ږيري او د قضايي چارو كارپوه قاضي احمد خان يو په زړه پورې وړانديز وكړ او ويې ويل: هغه فورمې، كتبي هدايات او په پوهنيزو چارو پورې اړوندې ليكنې، چې زموږ لپاره له مقاماتو څخه راځي، كه زموږ په مورنۍ ژبه (پښتو) كې راشي، ډېر به ښه وي.
د ولايتي دفتر مسئول ښاغلي غلام الله وقار د نوموړي وړانديز ته مثبت او د تاييد ځواب وركړ او زياته يې كړه هغه ليكنې، چې زموږ د دفتر له خوا نه تاسې ته راځي، هغه به په پښتو ژبه ليكل شوې وي، چې د ژمنې د پخلي لپاره يې عملي نمونه برخه والو ته د خبرو د مېز له سره وځلوله.
همدا راز يې (د اكويپ) د سر تورو وضاحت وكړ، چې (ايجوكيشن، كوالټي امپرويمنټ پروګرام)څخه عبارت دى. د نوموړي پروګرام دونر سرچينې يا د بانك جهاني له خوا نه پرمخ وړل كېږي.
غونډه د ښاغلي حاجي غلام الله وقار له خوا پخپله مورنۍ ژبه په دعايه كلام پاى ته ورسېده، چې د څښتن تعالى له درباره يې د يوه پور مامور آمن، سوكالۍ او د ښه كيفيت ښوونې او روزنې غوښتنه وكړه .
- رپورټ : اداره -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori