Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د ستورو قافلې






چلوونكى : محمد داود صديق يوسفزى

د حيات يا ژوند خوږه كلمه، چې هر ژوندى موجود يې د امكان تر بريده د زړه په كور كې ځاى پر ځاى كوي او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې ورته راغلاست واي.
درنو لوستونكيو! د نننۍ ستوري مجلې د دويمې ګڼې د (ستورو د قافلې )خپرونې په رنګينو پاڼو كې درسره د هغه چا په اړه خبرې شريكوم، چې زړه سواند، مخلص، د شعر او شاعرۍ په راز پوه او له هغو بنسټ اېښودونكيو څخه دى، چا چې د څه دپاسه دوه لسيزو ناورين وروسته د خاص كونړ په سيمه كې د ادبي بهير د ګړنديتوب لپاره هلې ځلې كړي دي.
ورور هدايت الله حيات له نن څخه 35 كلونه وړادې د كونړ ولايت د خاص كونړ د سيمې د تنر په علم پالونكي كلي كې د ښاغلي استاد حيات الله خان په كور كې په يوه دينداره او مېلمه پاله كورنۍ كې سترګې غړولي، چا چې پخپل وخت سره د معارف په سلګونو بچي د زده كړې په نعمت خړوب كړي دي.
د كورنۍ له عرف او دستور سره سم يې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې د خاص كونړ په ښوونځيو كې ترسره كړي دي او همدارنګه د ثانوي زده كړو برى ليك يې هم د خاص كونړ له لېسې څخه ترلاسه كړى دى. دا چې د هېواد فضا د پوځي او سياسي لړو او ورېځو تور ټغر پوښلې وه، نو تر ډېره حده د هېواد علمي او تحصيلي موسسات هم له دې غميزې څخه زيانمن شوي وو، چې د حيات صيب ارمان هم ورسره تيندك وخوړ او د لوړو زده كړو لاس ته راوړنه يې څه ناڅه له ځنډ او خنډ سره مخ شوه، خو له نېكه مرغه د وخت په تېرېدو سره په هېواد كې د سوكالۍ په لور څو ګړندي ګامونه واخيستل شو، چې دې ورور هم د وخت نه په استفادې سره د لوړو زده كړو لپاره مټې بډ وهلي او د قانوني كانكور له لارې يې د ننګرهار پوهنتون په دروازه پل كېښود او د اقتصاد پوهنځي ته يې لار پيدا كړه او خپله څلور كلنه دوره يې په 1385 كال ك د تجارت )سوداګرۍ( په څانګه كې په بري سره سرته ورسوله.
د شعر او شاعرۍ خيالونه يې د پوهنتون له دورې دمخه په خوځښت راغلي دي، ګڼ شمېر ليكنې يې كړي دي، دا چې تراوس مهاله يې شعري ټولګه د لوستونكيو په لاس كې نه شته، دا به پخپله له همدې وپوښتو، چې ولې؟
خو خير په هر صورت، د چاپ تابعه يې كړې ده، كه خداى كول ژر به يې شعري ټولګه د اوسني كمپيوټر له جالې څخه والوزي او د مينه والو تنده به پرې ماته شي. كه د حقيقتونو وړاندې لاړ نه شو او د حيات صيب په شعرونو د خپل نظر نيلى وځغلوو دا به څرګنده شي، چې ده د خپل قلم توري د يوه حساس او واقعيت ليدونكي قلموال په بڼه داسې كارولي دي، چې روان او ساده دي، خو د ټولنې د هر وګړي د زده اواز او ترجماني كوي. مينه يې داسې ستايلې، چې مينه خپله ورته ګوته په خوله شي، يووالى او خواخوږي يې هم په شعر كې دپامه نه ده غورځولې او دوه ژبو ته يې د كركې په سترګه كتلي او په چارواكيو يې هم په خپل ځاى نيوكې كړي دي.
حيات صيب د لرو برو پښتنو وينه او مينه يوه ګڼلې او په پښتو او پښتونستان يې د خپل شعر وزرې پړقولي دي لكه چې وايي:

نن كه مو ترمنځه څوك ازغـنـې كـرښـې راكـاږي
بـيا مې لـكـه بـاز پښـتـونــســتانـه پـــورې ورولـــه


دلته په بل ځاى كې د ښكلو په غلا ګوماني شوى دى، څه ښه وايي:

ښـكلو د زړونـو غـلا پيـل كړې ده احتياط په كار دى
نـور بـه پــه دې مــالـت كــې خـپـل نــظــر ګــنــډلــى سـاتـو


او ورسره مئينان يې خپلو خاميو ته متوجه كړي، چې په احتياط قدم پورته كړي. د چارواكيو يې هم پروا نه ده ساتلې، چې د ولس له غوښتنې سره سم يې پرې نيوكه كړې ده لكه:

دا پـــــــوروړى د مــــلـــــت د ځــــــانــــــــه مـــــــه تــــــاووه
دا ولـــــســونــــــه تــــــرې ذره ذره حــــســـــاب غـــواړي

او يا بل ځاى كې وايي:

چــــــې لــه قــــانـــــونـــه زورور ســــړي لــه تـــا ســـره دي
په داسې حــال كــې به لــه غــلــو پوښتنه څنګه وشي


شاعر چې په كومه لاره تګ كړې دى، ښكارېږي چې دمخه ترې نور لاروي هم لوټ شوي دي:

زړونــــه چــې تـــرې وړي وي د نــــاز او كــرشــمــو نظـر
نن مــې تــر هـــمـــاغـه لـــوټ كــاروانــه پـــورې ورولــه


او يا په بل ځاى كې يې د پېغلو د خاموشۍ نه سر ټكولى دى او ټوله پړه يې په جنګونو اچولې:

څنګه خـــامــــوشــــه دي زمــــوږ د كلـــي مـستـې پېغلې
چې سپينې لېـچـې يې نن شنو بنګړو ته شور نه اخلي


د ستورو د قافې ددې لړۍ په وروستۍ برخه كې دې ورور ته د نورو لا زياتو ادبي هڅو د ګړنديتوب هيله كوم، قلم دې خوځنده او تېز وي. په ورځنيو چارو كې ورته له لوى خداىج څخه برى او كاميابي غواړم.
په بله ګڼه كې كه خداى كول ددې قافلې بل لاروى درپېژنو.
- محمد داود صديق يوسفزى -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori