Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

آريك ژبه






سرڅیړونکي مرستیال ، ډاکتر خلیل الله اورمړ

اريك ژبه، چې كله كله د آري او آريايي په نوم هم يادېږي، د اندو اروپايي ژبو د كورنۍ مهمه ختيځه څانګه ده. د هغه قومونو په خلكو كې رواج وه، چې ډېر پخوا د ق م درېيمې زريزې ترمنځ هغه مهال، چې د دوى قبيلې يو له بله سره نه وې جلا شوې، د مركزي اسيا په دښتو كې سره خپاره شوي وو. دې قبايلو كوچيانى ژوند درلوده او په كېږديو كې اوسېدل، خو دوى د واحد حكومت درلودونكي وو، هم يې د قبايلو مشر او هم يې مذهبي پېشوا درلوده. دې اقوامو د يوې ژبې دوه لهجې درلودې، د لهجو اختلاف، د مهاجرت او لېږد وروسته زيات شو، خو بېلتون او جلاوالى پكې رانغى.
دواړو يوځاى مېشت قومونو، چې خپلو ځانونو ته يې آري يا آريايي او خپلې ژبې ته يې آريك يا آري ويله، داسې ښكاري چې د ق م د دريمې زريزې په نيمايي كې د همژبۍ او آريايي اتحاد سره سره دغه دواړه لهجې، چې وروسته يې په اندو آريايي او ارياني تحول وكړ، په هماغه اريايي مېشته سيمه كې غوړېدلي دي.
د اريايانو د لېږد او مهاجرت وروسته د اندو اريايي ويونكي د (ويدا )قبيله وه، چې په پاى كې د هند د قارې په شمال كې مېشت شوه او اريايي څانګه لومړى د آرال بحيرې جنوب ته او له هغه ځايه د سر دريا او امو سيند سيمو ته راغله. ښايي د آمو دواړو خواوو ته به يې هم هجرت كړى وي او هلته به اوسېدلي وي. په دغه سيمه يې آريانا ويجه Airyana Vaejah نوم كېښود، چې د اريايانو د ټاټوبي او استوګنځي مانا يې درلوده. بيا يې جنوب لور ته مخه كړه او باختر ته له تېرېدو وروسته په ټول ننني افغانستان او د هغې دباندې خپاره شول.
ارياني څانګې د منځنۍ اسيا ځايي اوسېدونكي كرار كرار په خپل ځان كې راجذب او خپله ټولنه يې لا ګڼه كړې وه. هغه سيمه، چې دوى پكې خپاره شوي وو، د منځنۍ اسيا لويديځې برخې او نننى افغانستان و، چې د اريايانو د هېواد Aryanam dahyu او آريايي ټاټوبي په نوم يې ونوموله.
د اريك د ژبې هېڅ ليكلى سند په لاس كې نه شته، د هغې د پېژندلو لپاره د اسمي او فعلي ريښې او مهمو كلماتو د بيارغونې Reconstruction پرته بله لار نه شته، چې د ژبپوهنې، مانا پوهنې او غږ پوهنې د قواعدو له مخې لرغونې ژبې له هغې څخه راوتلي او ليكل شوي دي او لږ تر لږه يوه نښه يې راپاتې ده. د ژبپوهانو د څېړنو له مخې د اندو اروپايي (Indo_European )غږونه په اريك ژبه كې د آندو آريايي، آرياني او نورستاني ژبو د غږو پر بنسټ په لاندې توګه تثبيت كېداى شي:


د آريايانو او د هندو آريايانو له جلا والي څخه څو پېړۍ وروسته دوى له ځانه مهم اسناد لكه ګاتا (Gata )او ريګويدا (Regveda )يادګار پرېښي دي، چې د آريك د ژبې له اصلي هستې څخه يې تكامل او تحول كړى دى:
1_ آريك Grarma (ګرم )اندو اريايي Gharma، آريايي اوستا Garama، زړه پارسي Gharma.
2_ آريك Bhand (بستن)، اندو اريايي Bhand، آرياني )اوستا او زړه پارسي Bhand ) پښتو بندول.
3_ آريك cata (سد)، اندو ارياني sata، ارياني (اوستا satem)، پښتو سل (د t او d اووښتل په L)
4_ آريك Dasa (ده) اندو اريايي Dasa، اوستا Dasa، اورمړي Das، پښتو لس (په پښتو كې د t،d اووښتل په L)
5_ آريك Pacu (ښكرور حيوان)، اندو اريايي Pasu، اوستا Pasu، پښتو پسه psa (ورى)
6_آريك Jarant (پير)، اندو اريايي Jarant، آرياني (اوستا Zarant)، پښتو زړو.
7_ آريك arya (آريا)، اندو اريايي arya، آرياني (اوستا Airya)، زړه پارسي Airya.
8_ آريك Drapsa (درفش، بيرق)، اندو اريايي Drapsa، اوستا drafso، كلاسيكه فارسي درفش.
آريك ژبې په لاندې څانګو وېشل شوي دي:
1_ اندو اريايي: د لرغونې دورې ژبې دي. ويدا (1000_1400 ق م)، سانسكريت (تر دويمې ميلادي پېړۍ) پر اكريت له دويمې ميلادي پېړۍ وروسته.
د اندو اريايي د معاصرې دورې ژبې عبارت دي له: هندي، سندي، اردو، بنګالي، پنجابي، ګجراتي، مراتي، آري، اسامي، سينګالي او نيپالي څخه.
2_ د اريك ژبې په درې ګروپونو وېشل كېږي:
الف _ شرقي ګروپ، نورستاني وايګلي، تاتي، اشكون، پرسون او داملي.
ب _ مركزي ګروپ، پشه يي، شوماشتي، وټه پوري، ګوارباتي، تيراهي، كلاشه او كوار.
ج_ لويديځ غرنى ګروپ، بشكاريك، ګاور، توروالى، مين، كانيوالى، شينه، كشميري، پخالوره.
3_ د لرغونې دورې ارياني ژبې: اوستا(1000_1200 ق م)زړه پارسي (550_331ق م)، ميدي (تر 550 ق م)پورې، سيكيتي_سرماتي (له نهمې ق م پېړۍ څخه تر دويمې ميلادي پېرړۍ پورې)
د ختيځ ګروپ د منځنۍ دورې ژبې الاني (د سكيتي_رماتي پاتې شونې)، ساكي، ختني، خوارزمي، سغدي، باختري.
د لويديځ ګروپ د منځنۍ دورې ژبې، پارتي(پهلوي اشكاني)، منځنۍ پارسي (پهلوي ساساني)د زړې فارسي پاتې شونې.
د ختيځ ګروپ معاصرې ژبې، پښتو، آسي (د آلاني ژبې پاتې شونې)، يغنوبي، اورمړي، پراچي.
پاميري ژبې: سريكولي، زيباكي، واخي، خوفي، يدغه، شغني، سنګليچي، اورشو، منجي، اشكاشمي، باجو او برتانګي.
د ارياني لويديځ ګروپ معاصرې ژبې عبارت دي له:
تاجكي، دري، فارسي چې د كلاسيكې فارسي (فارسي _ دري)پاتې شونې دي او كلاسيكې پارسي له نهمې ميلادي پېړۍ څخه تر شلمې ميلادي پېړۍ پورې دوام درلود. كلاسيكي پارسي ته (پارسي دري يا نوې پارسي)هم ويل كېږي، چې له منځنۍ پارسي څخه يې منشا نيولې ده او منځنۍ پارسي د زړې پارسي پاتې شونې ده. د لويديځ ګروپ نورې ژبې عبارت دي له: بلوڅي، تاتي او كردي څخه.
- ډاکتر خلیل الله اورمړ -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori