Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د قلم موقف






ن . والقلم و ما يسطرون .
ددې مبارك ايات سر ليك لاندې، قران كريم چې د مسلمانانو لارښود كتاب دى، ددې معزز كتاب په (29)سپاره كې ددې ايت لاندې الله تعالى فرمايي: اللهج په قلم باندې قسم خوري، په هغه څه چې دې ليكلي .
دا چې په حقيقت كې قلم د معارف چراغ او د فرهنګ استاد دى او دا قلم دى، چې له مخې يې د دنيا نظام چلېږي او كه رښتيا ووايو نو قلم ډېره لويه شتمني ده او څه د عجب درناوي څښتن دى. قلم او د هغه ښوونكي په حيث دي چې د پټو رازونو په څرګندولو كې له حقيقت څخه سترګې نه پټوي او د هېچا پروا نه ساتي. قلم ښه نعمت او ښۀ قوت دى، څوك چې د قلم په قدر نه پوهېږي، ګويا د انسانيت په قدر نه پوهېږي. قلم هغه اله ده، چې د نړۍ كاېنات په خپله لمده ژبه يو له بل سره په ليكلو تړي. فرامين او قوانين د قلم له لويو سرليكونو څخه شمېرل كېږي. قلم مدام په خپلو ليكلو شاهد دي، لوى لوى جنجالونه او ستونزې او د كلونو فتنې په خپله لمده ژبه خلاصوي او مرور يو له بل سره په غېږ رانيسي او په دې هكله قلم له هېچا سره دښمني او تربګني نه لري او په خپلو ليكلو كې ثالث دى .
قلم چې له ظلم سره كركه لري او د غريب او مالدارو په ليكلو انكار نه كوي، ستړيا نه حس كوي، سفارش نه مني، د چا په ګېله غوږ هم نه ګروي، ځكه خو قلم د هېڅ ډول ځواكمن ځواك او قدرت نه ډار نه كوي، چې دا په حقيقت كې د قلم زړورتيا څرګندوي. د بېلګې په توګه كوم ځاى چې قلم وجود لري، هلته توره كار نه كوي او خپل توان دلاسه وركوي، ځكه څوك چې قلم په خپله ژبه وهلي او يا ولټولي دي، زخم يې تر ابده ناسور دى، څومره چې د قلم ښېګڼې او اوصاف وليكل شي، نه پوره كېږي، نو ځكه د سيمې د يوه ليكوال په توګه له قلم څخه د شفافيت ارزو او هيلې اميد ترې لرم.
قلمه! څومره چې د نړۍ په انسانيت كې تبرك قدر لرې، ستايلو وړ دى .
قلمه! ستا په نوښت په افغانستان ګاونډيان په سوله، امنيت، رښتينولۍ، يووالي، په بيانولو خبر كړه او په خپله لمده ژبه يې وپوهوه، چې نننى افغانستان پرونى افغانستان نه دى او قلمه له خپلې لارې زموږ د هېواد كړمو لانجو ته د پاى ټكى كېده او د اسلام د اصولو په رڼا كې خپلو ليكلو ته دوام وركړه. د اسلامي عقيدې په ټينګښت ستاسې ليكنې له مقدس جهاد څخه كمه نه ده .
قلمه د خود سرو خلكو ظلم او بربريت څخه پرده پورته كړه او په اړه يې ليكل وكړه او د مظلوم ملت په دردونو دوا شه او نور د بې ځايه وينې تويدلو او كركنډو اوښكو بهېدو ته د پاى ټكى كېده .
قلمه وليكه د هغو مرورو افغانانو په اړه، چې له هېواد څخه يې جلا فاضله نيولې. اميد لرو چې دغه مرور افغانان يو ځل بيا خپل كور كلي ته مروري ډبي او جرګه ځايونو ته په درنو او قدرمنو مشرانو ډك كړي او نور مو د هېواد ګاونډيان په خپله ژبه وپوهوه ځانونه وژغوري، ترڅو هېواد مو نړېوال او پرمختللي كتار كې ځاى ونيسي او په ارام د خپل ګران هېواد د بيارغونې كارونه سرته ورسو او بېچاره او مظلوم ملت له نورو هېوادونو سره سيال شي، ترڅو دغه ملت د يو خپلواك، سرلوړي او رپانده ملي بېرغ لاندې د يوه باثباته افغانستان څښتنان شي .
- مرسلين خان سليم -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori