Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

روښان فكران يا روڼاندي






موږ ته ښايي چې روښان فكره يا روڼاندي له هغو باسودانو څخه ونه ګڼو، چې ګوندې ليك لوست كولاى شي او خپل نوم ليكلاى شي. روښان فكره يا روڼاندي بايد د عقل، پوهې، زده كړو او تجربو په رڼا كې خبرې وكړي.
په خپل ژور ليد باندې په مسئلو رڼا واچوي يانې مسئلې او ستونزې حل كړي، له ډېرو تجربو او زده كړو څخه برخورداره وي. سفرونه او سياحتونه يې كړي وي، ځكه د انسان په پوخوالي او انساني مدارجو ته د رسېدلو په لار كې، سفر او سياحت خورا لوى اهميت لري او دا د انسان په وينا او طرز د خبرو باندې لويه اغېزه كوي.
روڼاندي هغه دي، چې په خپل وينا او نظر وركولو كې خپل له ژورليد او دقت نظر څخه كار واخلي او د زمانې ډېر ليرې واټن ته نظر واچوي.
د يوې مسئلې نږدې او ليرې راتلونكې له اړخونو سره داسې ښه وڅېړي، چې عادي انسانان ترې عاجز وي. په تېره ډېره لويه پراخ نظري ولري.
هر چېرې يې په نظر او په عمل كې پوخوالى وي، چې د علم خاوندان پرې پوه شي، چې دى د ژور ليد، نظر او ژورې مطالعې خاوند دى.
په خپله وينا كې د محفل لپاره لكه مشعل، لكه څراغ وي او په تيارو كې پر زړونو رڼا واچوي. د ذوق خاوندان يې له وينا څخه روحي خوند واخلي. په لږه ناسته پاڅه كې ترې خلك ډېر مسايل زده كړي، د ښه درك او درد خاوند وي، چې خپله درك او درد هم د سياحتونو او زده كړو محصول او هم د كورنۍ تربيې محصول دى، چې د لوى روح خاوندانو كې دا وي.
د ارواښاد ګل پاچا الفت صاحب د يوه بيت پر بنسټ:

زړه يــــــې مــــــه بــــولــــه تــــور كـــاڼـــــى د ســــــارا دى
پـــه لــيـــدو د زخـــمـــي زړه چــې زخــــمـــي نـــه شــــي


خو دا ډېره د افسوس خبره ده، چې موږ په دې تېرو كلونو كې روښان فكره يا روڼاندي هغه انسانانو ته ويلي، چې هغوى يواځې ليك لوست زده وو او خپل نوم يې ليكلى شو او كړه وړه يې د روښان فكرۍ له معيارونو سره سمون نه خواړه او په وينا كې يې هم ژوره مطالعه، ليك او لوست نه ليدل كېده.
- سيد عبدالله نادر -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori