Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د خاص كونړ د تنر د كلي د نجونو.....

د خاص كونړ د تنر د كلي د نجونو دثــانوي ښوونځي له مدير سره





د ستوري مجلې د ادارې له خوا د خاص كونړ د نجونو د ثانوي ښوونځي له مدير سره د ښوونځي اړونده ستونزې په دې مركه كې پېچل شوي دي، چې د لوستونكيو مخې ته يې وړاندې كوو:
پوښتنه :
د خاص كونړ د نجونو د ثانوي ښوونځي د قدر وړ مدير صاحب! تر ټولو دمخه كه لوستونكيو ته ځان وروپېژنئ، خوښ به شو.
ځواب :
زما نوم محمد خان، د ننګرهار له عالي دارالمعلمينو د رياضۍ او فزيك د رشتې له 14 ټولګي څخه فارغ او اوس د خاص كونړ د نجونو په لېسه كې د معاون په توګه دنده ترسره كوم.
پوښتنه :
ښه د قدر وړه! ستاسې د ښوونځي دغه ودانۍ د چا له خوا او كله يې د جوړېدو كار پيل شوى دى؟
ځواب :
زموږ د ښوونځي د ودانۍ كار د ښوونې او روزنې وزارت له خوا پيل شوى دى.
پوښتنه :
نوموړې ودانۍ څومره د زده كړې خونې او څومره د اړتيا وړ نور ملحقات لري، كه لږه رڼا پرې واچوئ او څه وخت د ګټې اخيستنې لپاره چمتو كېږي؟
ځواب :
دغه ودانۍ د زده كړې اته تدريسي او څلور اداري خونې لري، حال دا چې زموږ د شعباتو شمېر تر 24 پورې رسېږي، چې په دغه حساب 16 نورو تدريسي خونو ته اړتيا ده.
پوښتنه :
په ډېر درناوي كه ووايې، چې دلته له پخوا څخه دغه ښوونځى راپاتې دى يا اوس كله تاسيس شوي دي. كه په دې اړه زموږ معلومات زيات كړئ.
ځواب :
دغه ښوونځى د لومړي ځل لپاره په 1343كال په بتدايي توګه تاسيس شوى دى او په 1362 كال يې متوسطې ته ارتقا كړې ده او په 1385 كال كې په رسمي توګه په لېسه بدل شو، چې اوس پكې له لومړي ټولګي څخه تر 12 ټولګي پورې ټول (1161) تنه اناث زده كوونكي سبق وايي.
پوښتنه :
ښه د قدر وړه! ستاسې ښوونځى اوس مهال تر كوم ټولي لوړ شوى دى، څومره زده كوونكي او څومره ښوونكي لري؟ كه د ټول پرسونل په اړه معلومات راكړې لا به ښه شي.
ځواب :
زموږ ښوونځى لكه چې په مخكې پوښتنه كې ذكر شو، اوس مهال تر دولسم ټولګي رسېدلى او ټول (1161)تنه اناث زده كوونكي په 24 شعباتو كې تدريس كوي.
دغه ښونځى يو معاون، دوه تنه سرمعلمان او 24 تنه استادان لري، چې 4 تنه استادان يې اناث او نور (20) تنه يې ذكور دي او هم يو اداري مامور، يو تحويلدار او څلور تنه خدمتګاران لري.
پوښتنه :
په زړه پورې ده كه د ستوري مجلې لوستونكيو ته د خپل سپورتي لوبډلې په اړه معلومات وركړئ، چې سپورتي لوبډله لرئ او كه لرئ يې كومې سپورتي لوبې پرمخ بيايي؟
ځواب :
دا چې تراوسه د ودانۍ كار سرته نه دى رسېدلى، ميدان شتون نه لري، نو تراوسه سپورتي لوبډلې وجود نه لري.
پوښتنه :
كه د زده كړې په بهير كې څه ستونزې لرئ، هغه په گوته كړئ او هم ستا په نظر ددغه ستونزو د لرې كېدو لپاره بايد څه وشي؟
ځواب :
ددغه ښوونځي عمده مشكل دا دى، چې له يوې خوا كه دغه ودانۍ جوړه هم شي، تدريسي خونې يې بسنه نه كوي. له بلې خوا له اووم ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې يو تدريسي كتاب هم نه شته او هم دا چې استادان ډېر دولسم پاس دي، كه د علمي سويې د جګوالي لپاره يې تربيوي سيمينارونه او يا كوم شعبه د دارالمعلمينو څانګه جوړه شي، ترڅو استادان هم دنده ترسره كړي او هم تعليم وكړي، بده به نه وي.
پوښتنه :
په پاى كې كه تاسې څه نظر، وړانديز يا پېغام لرئ، د لوستونكيو د پوهاوي لپاره يې ورډالۍ كړئ.
ځواب :
په اخره كې زما وړانديز دا دى، چې د ښوونكي ژوند تاسې ته پخپله معلوم دى، نه شي كولاى چې په رسمي توګه په مجله كې ګډون وكړئ، كه د لطف له مخې په هره مياشت كې هر يوه ښوونكي ته يوه يوه مجله د بښنې په توګه وركړئ، مهرباني به مو وي. په اخره كې له تاسې څخه يوه نړۍ مننه كوو، چې موږ ته مو موقع راكړه او زموږ له ستونزو څخه مو ځان خبر كړ.
- مركه (اداره) -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori