Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

په ژبه پښتون كه په عمل






مولانا صيب فضل الرحمن په ظاهره خو ډېر دينداره، متقي او په كړو وړو ډېر ښه برابر سړى دى، خو كله هم نه په خپله خبره ودرېدلى دى او نه په خپله خبره غور او سوچ كوي، بس چې هرڅه يې وكړل او كه هرڅه يې وويل، خو چېرې به د خپلې سرتمبګۍ او خپل فكره مفكورې څخه وانه وړي.
نوموړى د كوهاټ پښتون دى، خو له پښتنو سره يې نالږي ده، نه پوهېږو ولې او څنګه؟ مولانا صيب تل كوښښ كوي، چې د پښتنو سيمې نارامه وساتي، چې دغه ښاغلى وكولاى شي خپل سياسي مشقونه په اسانۍ سره سرته ورسوي.
مولانا صيب د پښتنو په سيمو كې خپل حق د چاندو او باج په شكل اخلي، خو د پښتنو حقه حقوق تر پښو لاندې كوي. د بېلګې په توګه څه وخت وړاندې دغه ښاغلي د ټول لر او بر پښتون قام په خېټه ور وخت او د ناپېژندل شوي ډيورنډ په كرښه يې غير مسولانه جامې وګړبولې.
دغه پاك، متدين او دينداره مولانا كله له بېنظير بوټو سره ملګرتيا كوي، كله د متحده مجلس عمل سربراهي كوي او كله يې د جنرال صيب مشرف ملګرتيا ته سينه تخنېږي. دا هم دغه ښاغلى دى، نن يې د پښتنو په دواړو غاړو د اور سرې لمبې په خپلو لاسونو بلې كړي دي، خو فكر نه كوي چې له امله يې همدغه مسلمان پښتانه وروڼه په شهادت رسېږي. د بېلګې په توګه د ناوګۍ په پوځي كېمپ، چې د مزاېلو ډزې وشوې، يوه ګولۍ د يو غريب پښتون په كور كې ولګېده، ښځې او ماشومان يې ورله مړه يا ټپيان كړل. په كومه ګناه؟
همداشان د څوكۍ ولسوالۍ د بابړو په يوه كور كې، چې په يوه ګولۍ دولس تنه شهيدان او يو شمېر پكې ټپيان شول ايا د مجاهد بچي او د مسلمان كورنۍ نه وه؟ وه، خو مولانا صيب يې څه كوي؟ د هغه پيسې په كار دي، هرڅومره چې پښتانه ډېر مړه كېږي، هغومره د نوموړي په خمانو كې امباش زياتېږي.
هو! دا خبره پټه نه ده، څه موده وړاندې د پښتنو يوه ستره تاريخي جرګه، چې په كابل كې جوړه شوې وه، ډېرو غټو پښتنو پكې ګډون درلود او مولانا صيب ورته په ډېر احترام رابلل شوى و، خو ددې لپاره چې دغه جرګه د ټولو پښتنو او سيمې د امن جرګه وه، نو په دې موخه چې پښتانه ارام نه شي، مولانا صيب دغه جرګې ته له ګډون او ورتګ څخه انكار وكړ. په دې لړ كې د جرګې له يوه لوړ پښتون ګډون كوونكي څخه يوه صحافي پوښتنه وكړه، چې مولانا صيب خو جرګې ته رانغى، ددې خبرې اثر به څه وي؟
هغه ورته په ځواب كې وويل، چې كه چرګ اذان وكړي او كه ويې نه كړي، نو حتمي ده چې شپه سبا كېږي.
نو ددې خبرې مانا دا هم شوه، لكه څرنګه چې مولانا صيب په خټه پښتون او په پښتو ژبه خبرې كوي، نو ورسره ورسره دى د پښتنو كارونه وكړي، خپل لوظ، قول دې يو او د دواړه غاړو پښتنو وروڼو قومونو دفاع او ملاتړ دې وكړي. كه نه پښتون قام نور بېدارېږي، يو كېږي او مولانا صيب به بيا يواځې پاتې وي. هغه د چا خبره پردي به خپل نه كړي او خپل به په دغه شان سلوك او كردار له لاسه وركړي، چې نه غواړو دغه شان حالت په يو پښتون مسلمان ورور ولوروو.
- شېر زمان صادق -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori