Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

مينه او وينه






دغه دوه خوږې كليمې، چې څومره سره همقافيه او هموزنه دي، په مانوي ډول هومره سره نږدې او نښتې هم دي. وينه او مينه يوه ذات خلق كړي، په يوه كوډله كې مېشت دي. وينه د مينې خادمه ده، وينه د مينې ګلبڼونه خړوبوي. وينه د مينې راځلولو لپاره پر ځان دتېلو په څېر اور لګوي، خو ددې اور لمبې، غړانګې او لوګي په انساني سترګو نه شي ليدل كېداى، ان هغه نارتينه اروايي هم د سر په سترګو نه شي ليدلاى، چې پر خپلو نازكو ګوتو يې ورته تيلى وهلى وي او په خپلو ګلابي شونډو يې ورته د تازه ساتلو په پار پوكي كړي وي.
كله چې د مينې او وينې پر ګډه كوډله اور ولګي، مينه د وينې ملګرتيا نه كوي. وينه ورته يواځې پرېږدي، مينه يې له شنې بخملي غونډۍ د فرښتې په څير ننداره كوي او د وينې له جونګړې نرى نرى لوګى خېژي، كراره، كراره پكې سرې لمبې سر راپورته كوي. د حالاتو شيطانه سيلۍ ورته په مزه مزه د تازه كېدا پوكي كوي، لمبې يې ورو ورو په هسكېدو شي، غړانګې او غرغنډې وكړي او د وينې كوډله په ډېره بې دردۍ او بې رحمۍ سره لولپه كړي، خو هېڅوك يې پر كوډله د لګېدلي اور وژنې ته د مرستې لاس راونه غځوي، ځكه دغه نري لوګي او بيا سرې لمبې هېڅوك نه ويني. وينه ژبه نه لري، زوېرګي نه شي كولاى او كه يې ژبه هم درلوداى، خو كه يې ژبه هم درلوداى د پښتني غرور ساتلو لپاره به يې هم له خولې ( آه) نه واى وېستلى او زوېرګى به يې چانه واى اورېدلى.
آه څومره غرور او څومره وفا؟!!!
خو افسوس څومره سخت زړي او څومره جفا!!!
كاش چې په حساب كتاب كې ددې وفا او دوره جفا محاسبه وشي.
- سودايي -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori