Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د بشر د حقوقو دفتر






كور يې د لوړ پانډ دپاسه و، كمكۍ خور يې نشو كولاى چې اوبه له سيند نه راوړي، ځكه خو ښكلا مجبوره وه، چې اوبه راوړي او د كور ستونزه حل كړي.
زېړ مازيګر و، خپلې وړې خور سره په ملګرتيا يې خپل خټين منګى راواخيست او د سيند غاړې ته روانه شوه. د لارې په اوږدو كې يې د سپينو جامو يو هلك، چې تور ګلدار واسكټ يې اغوستى و او سر تور سر د سيند غاړې ته راروان و، وليد. ښكلا هېبت واخيسته، د سر ويښتان يې ځيږ شول، د ورخطايۍ په حالت كې يې د خپلې كمكۍ خور نه پوښتنه وكړه:
_ خورې هاغه هلك پېژنې چې د سيند لور ته راروان دى؟
كمكى خور يې وويل: ولې نه، تا ونه پېژانده.؟
_ څوك دى؟
_ دا خو زموږ د كليوال ميرزا زوى ساحل دى.
له دې خبرې سره ښكلا يو څه خوشحاله شوه، ځكه ساحل يې په يوه واده كې ليدلى و. وړې خور ته يې وويل:
_ اوس به څه كوو؟ وړې خور يې وويل: راځه راځه څه كار به يې وي، زموږ خو د اوبو نه څه چاره نه كېږي.
تر لږ ځنډ وروسته ښكلا د وړې خور په خبره روانه شوه او كور ته د ډار او خوشحالتيا په حالت كې ورسېده. ساحل لا د سيند پر غاړه ولاړ و، يو يو كاڼى يې د سيند لور ته غورځاوه او ښكلا ته يې د سترګو په كونجونو كې كتل. ښكلا د تل په څير خپل منګى په بيړه ډك كړ او كور ته روانه شو، كور ته ورسېده، منګى ترې خپلې مور درخو ښكته كړ. ښكلا په تلوار د بلۍ سرته وختله، د دېوال په يوه سوري كې يې د ګودر لور ته وكتل، ساحل يې وليده چې پخپل ځاى ولاړ دىو خو د سيند نه يې مخ راګرځولى او د دوى د كور په لور ګوري. د همدغه ځاى نه پرې د ښكلا شك پيدا شو، چې ساحل بې مطلبه نه دى، خو بيا يې وويل:
_ هسې به تنګ شوى وي او د سيند لور ته به راغلى وي.
له ځان سره يې دا پرېكړه وكړه، چې تر ټولو به دا ښه وي كه چېرته ساحل سبا هم د سيند غاړې ته راغى، نو بيا هرومرو ساحل له ما سره مينه لري.
د ماښام ډوډۍ يې ونه خوړله او په سوچونو كې خپل كټ ته ولوېده، شپه تېره شوه، د مازيګر په انتظار وه. مازيګر دومره وړاندې نه و، خو ښكلا ته انتظار د يوې پېړۍ نه هم اوږد كړى و. مازيګر ټاكلى وخت سره راورسېد، ښكلا له ځان سره پرېكړه وكړه، چې خپله وړه خور راهله د ځان نه ګوښه كړي او په يواځې توګه نن سيند ته لاړه شي.
همداسې يې وكړل ، خټين منګى يې راواخيست او د سيند غاړې ته روانه شوه، سيند ته ورسېده، ساحل يې وليده چې د سيند پر غاړه په يو ګوښه ځاى كې ناست دى. ښكلا له ځان سره وويل: ساحل رښتيا هم له ما سره مينه لري.
ساحل چې ښكلا وليده، چې يواځې راغلې ده، ډېر خوشحاله شو او د ښكلا لور ته په كرار كرار روان شو. د ښكلا په ښكلي نازك بدن كې د زلزلې په څېر ټكانونه پيدا شول، چې هر اندام يې جلا جلا رپېدله، ساحل ته يې غږ كړ:
_ مه راځه، مه راځه! پخپل ځاى ودرېږه، څوك به مو وويني.
ساحل چې د ښكلا هېبتناك غږ واورېد، ودرېده، مخ يې واړاوه، په خپلو بوټانو يې د سيند پر غاړه كرښې وكښلې او روان شو. ښكلا خپل منګى ډك كړ او په هماغه ځاى ورغله، چې په كوم ځاى كې ساحل په بوټانو كرښې كښلې وې. ښكلا چې هلته ورسېده، كرښې نه وې، خو يو ليك يې تر سترګو شو، چې ساحل په خپلو بوټانو كښلى و، ورته ودرېده، خو سم نه ښكارېده. منګى يې د سر نه راښكته كړ او په ځير يې ورته وكتل، هغه ليك يې ولوست، چې ساحل ليكلي وو:
_ ښكلا! كاشكې د پښتنو داسې كلك دود او دستور نه واى، اوس به مې درته منګى په سر كړى واى.
ښكلا يو قدم وړاندې لاړه، د زړه رسم يې وليد، چې په منځ كې د ښكلا او ساحل نومونه ليكل شوي وو. زر يې منګى رااوچت كړ او د كور په لور روانه شوه، خو د ساحل ليك او هغه انځور، چې د ساحل او ښكلا نومونه پكې ليكل شوي وو، د ښكلا په ژوند كې يو نوى باب پرانيست. همدغه باب د ښكلا ياغي روح زندۍ كړ، له ځان سره يې وويل:
_ ساحل ته د بوډۍ په واسطه ليك لېږم.
زر يې بيا وويل:
_ نه بوډۍ بې باوره ده، هسې نه چې مور او پلار ته مې حال ووايي.
له ځان سره يې كرل رېبل كول، چې ساحل يې تر سترګو شو، ورته غږ يې كړ:
_ ساحله! اى ساحله! ولې ځان كڼوې.
ساحل چې غږ واورېد، ودرېده، مخ يې راواړاوه، ښكلا يې وليده، د ډېرې خوشحالۍ نه يې د سترګو په كاسو كې اوښكې ډنډ شوې، رمې رمې يې په سپين مخ ګرېوان ته ولوېدې.
ښكلا ورنږدې شوه، په ټيكري يې د ساحل اوښكې وچې كړې او داسې قسم يې وكړ، چې له تا پرته به ساحله له هېچا سره واده ونه كړم. له دې خبرو سره د ساحل په چاودلو شونډو كې خندا خپره شوه، د ساحل د څنګ نه روان شو، د كلي د مشرانو په لټه كې شو، چې د ښكلا په پلار يې جرګه كړي.
د ښكلا پلار چې له ښكلا سره ډېره مينه درلوده، د خپلې لور نه يې ټوپك وغوښت او د سيند په لور روان شو، ښكلا د فكر په ټال كې شوه داسې يې ويل هسې نه چې پلار مې په هماغه لارو ورشي، په كوم ځاى كې چې ساحل په ځمكه ليك ليكلى دى.
پلار يې هم په هماغه لار وربرابر شو، په ځمكه يې چې ليك وليد، ورته ودرېد، ويې لوست، په قهر او غضب راستون شو، كور ته راورسېد، ټوپك يې له وږې نه راښكته كړ، د ښكلا رنګ زېړ اوښتى و، د ښكلا مور درخو ترې وپوښتل:
_ وسړيه! څنګه پرېشانه ښكارې؟
زرين ځواب ورنه كړ، قهرجنې سترګې يې په څادر كې پټې كړې، په دې فكر كې شو، چې دا ليك به ساحل ليكلى وي او كه كوم شيطان به د جنګولو لپاره كړى وي؟ بيا به يې له ځان سره وويل:
_لومړى خپل لور وژنم، وروسته به ساحل.
په همدې فكرونو كې و، چې د شپې دروازه وټكول شوه. د دروازې په لور روان شو. د دروازې نه پرې غږ وشو:
_ زرينه زه يم او ملك صيب راسره دى، دروازه راته خلاصه كړه.
زرين دروازه خلاصه كړه، زرين چاى راوړ د چاى څښلو په وخت كې ملا صيب زرين ته وويل:
_ موږ خو ساحل جرګه رالېږلي يو، ستا لور د ځان لپاره غواړي.
زرين له دې خبرې سره لاس ورېږدېده او د چايو پياله يې چپه شوه. په ترخه ژبه يې وويل:
_ زما كور ته ددې لپاره بيا رانشئ او كه راغلئ، په خوله كې به مو دا خوند نه وي درپاتې.
له دې خبرې سره ملك جبار خان او ملا صيب خپه روان شول، زرين دروازه بنده كړه او له ځان سره يې وويل: يو بوډا ته به يې وركړم، خو ساحل ته به يې ورنه كړم.
په دې وخت كې د كور بله دروازه ووهل شوه، دروازې ته ورغى، غږ يې وكړ څوك يې؟ له دروازې نه پرې غږ وشو:
_ زرينه دروازه خلاصه كړه، د بر كلي خان امير خان يم.
زرين غږ سم نه اورېده، ځكه خان صيب له غږ سره يو يو ټوخى هم كاوه، دروازه يې خلاصه كړه او په حجره كې كېناستل. د خبرو په لړ كې خان صيب ترې د ښكلا غوښتنه د خپل ځان لپاره وكړه. د ښكلا پلار وويل:
_ ستا د سپينې ږيرې نه قربان شم، ته چې زما لور غواړې زما لور دې ستا د ږيرې د هر سپين تار نه لوګى شي، در مې كړه مبارك دې شه!
له خان سره راغلو خلكو د خوشحالۍ ډزې پيل كړې، په دغه وخت كې ښكلا د حجرې خوا ته راغله، غوږ يې ونيو، ټولو خان صيب ته د ښكلا د كوژدې مباركي ويله. ښكلا چې دا خبرې واورېدې، همداسې يې منډه كړه، د ساحل د كور دروازه يې ووهله، ساحل ويښ و، ښكلا ورته كيسه وكړه، دواړه په تورتم كې روان شول او د بشر د حقوقو په نړېوال دفتر ورننوتل.
- صاحبزاده ميرسلام مجاور -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori