Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

نس ناسته






په تېر پسې

ماشوم معاينه كړئ:

1_ عمومي وضعيت يې وګورئ، ايا ماشوم روغ ښكاري او كه ډېر ناروغه معلومېږي؟
2_ دي هايدريشن (د اوبو او مالګې ضايعات)
ماشوم چې په دي هايدريشن لري او كه نه او كه لري يې څومره درجې دى؟.
3_ ايا د سوتغذي علايم (عضلي زوب يا پړسوب) موجود دى كه نه؟
4_ Systemic سيستمك انسان (غوږ، ستونى، سينه)موجود دي كه نه؟




د دي هايدريشن مخنيوى او تداوي:
د هرڅه دمخه بايد چې د ماشوم د دي هايدريشن درجه معلومه شي. په اسهال اخته ماشوم د دي هايدريشن په لحاظ په درې ګروپونو وېشل كېږي:
1_ هغه ماشومان چې دي هايدريشن نه لري.
2_ هغه ماشومان چې يوه اندازه دي هايدريشن لري.
3_ هغه ماشومان چې شديد دي هايدريشن لري.
هغه مايعات، چې د دي هاېدريشن د مخنيوي په منظور استعمالېږي.
ډېر ښه مايعات:
O.R.S (Oral-Rehydration Salt)
_ د غنمو د اوړو او مالګې محلول )WSS( Wheat salt solution
دا يو ډېر ساده كورنى محصول دى، چې دوه موټي د غنمو اوړه د دوه چنډكه مالګې سره په څلور ګېلاسه يا يو ليتر پاكو اوبو كې اچول كېږي او بيا حرارت وركول كېږي، ترڅو وخوټكېږي، چې تر سړېدو وروسته ماشوم ته وركول كېږي. دا محلول د اوړي په موسم كې تر شپږو ساعتو او د ژمي په موسم كې تر دولس ساعتو پورې ساتل كېږي.
عادي مايعات:
_ صافې او پاكې اوبه.
_ چاى (له بورې پرته)
له لاندينيو مايعاتو څخه د اسهال په واقعاتو كې بايد چې استفاده ونه شي، ځكه چې اسهال زياتوي:
_ خوږ چاى
_ Pepsi، فانتا، كوكاكولا
_ د خوږو مېوو جوس.
هغه اسهال، چې د دي هاېدريشن كلينيكي علايم نه لري:
كلينيكي منظره:
_ د ماشوم عمومي وضع ښه ده، تنده نه لري او په نارمل ډول څښل كوي.
_ د دي هاېدريشن نښې موجودې نه دي.
درملنه:
1_ د كورنۍ غړي بايد په دې وپوهول شي، چې ناروغ ماشوم له عادي حالت څخه زياتو مايعاتو ته ضرورت لري، چې بايد وركړل شي.
2_ د ناروغو ماشومانو والدين په دې وپوهوئ، چې د ځل كانګې او يا نس ناستې په صورت كې د معاوضوي په منظور اضافه معايات وركړي.
_ هغه ماشومان چې له دوو كالو څخه كم عمر لري، د هر ځل اسهال څخه وروسته 4/1 او 2/1 ګېلاسه مايعات وركړئ.
_ هغه ماشومان، چې د 2_10 كالو عمر لري، له هر ځل اسهال وروسته 1 ګيلاس پورې مايعات وركړئ.
_ هغه ماشومان، چې له لسو كلونو څخه زيات عمر لري، د هر ځل اسهال څخه د 1_2 ګيلاسه پورې مايعات وركړئ.
_ د هغه ماشومانو د مايعاتو معاوضه، چې يوه اندازه دي هاېدريش ولري :
كلينكي بڼه :
_ ماشوم نارام او زياته تنده لري .
_ د پوستكي ارتجاعيت كمېږي يانې پوستكى په دوو ګوتو كې له نيولو څخه وروسته په قراره سره بېرته خپل لومړني حالت ته ګرځي.
_ د ماشوم سترګې ننوتې وي.
_ خوله او مخاطي غشايې وچه وي.
ماشوم د خپل بدن د مايعاتو د 5_10% پورې ضايع كوي، چې بايد ضايع شوي مايعات جبران شي.
اهتمامات:
د ماشوم ضايع شوي مايعات بايد په راتلونكيو 4 ساعتونو كې معاوضه شي. دا چې د O.R.S د محلول څومره اندازه د 4 ساعتونو په موده كې وركړل شي كه چېرې د ماشوم د وزن كېدو امكان موجود وي، نو د ماشوم د وجود په هر Kg وزن 75ml (75ml/kg )مايعات وركول كېږي. كه چېرې د ماشوم د وزن كېدو امكان نه وي، نو له لاندې جدول څخه استفاده وكړئ:
د ماشوم عمر په لومړيو 4 ساعتونو كې د O.R.S تخميني مقدار




د O.R.S محلول بايد څرنګه وركړل شي؟
لومړى بايد د ماشوم مور په دې وپوهول شي، چې يو پاكټ O.R.S په يو ليتر يا څلور ګيلاسه يا 8 پيالو جوش شوو اوبو، چې وروسته سړې شوې وي،اچول كېږي.
هغه ماشومان چې عمر يې له دوو كلونو څخه كم وي، په هره دقيقه كې يوه چاى خوري قاشقه وركول كېږي او هغه ماشومان په عمر يې له دوو كلونو څخه زيات وي، د پيالې په ذريعه وركول كېږي. كه چېرې ماشوم د مايعاتو د معاوضې په وخت كې كانګې وكړي. 5_10 دقيقو پورې انتظار اېستل كېږي او وروسته بيا د مايعاتو څښل شروع شي، چې دا ځل هر 2_3 دقيقې وروسته يوه چاى خوري قاشقه وركول كېږي. مايعات بايد هېڅكله د بوتل په ذريعه ورنه كړل شي. له پورتنيو مايعاتو له تطبيق څخه وروسته ماشوم ته غذا وركول شروع كېږي.
شديد دي هايدريشن
كلينيكي بڼه:
په دې حالت كې د ماشوم عمومي وضع خرابه وي، ماشوم خوبوړى وي، كم څښي يا څښلى نه شي، سترګې ننوتې، د پوستكي ارتجاعيت كم، خشافت، تكي كارديا )چټك نبض( كبري نبض ضعيف يا نه جس كېږي او همدارنګه د ماشوم لاسونه او پښې يخې وي او تشې متيازې ډېرې كمې او يا هېڅ موجودې نه وي.
اهتمامات:
شديد دي هاېدريشن يو عاجله يا بېړنۍ واقعه ده، چې د مايعاتو عاجلې او فوري معاوضې ته ضرورت لري، چې د مايعاتو د معاوضې په منظور بايد په لومړي قدم كې د رينګر لكتيت (Ringer Lactate) څخه كار واخيستل شي او د نه موجوديت په صورت كې يې بايد نارمل سالين (Normal-Salin)يانې 0.9% سوديم كلورايد (Nacl 0.9%) تطبيق شي، چې Ringer Lactate يا Ncl 0.9% محلونونه په لاندې توګه محسابه كېږي:
ماشوم ته د بدن د هر ګيلو ګرام وزن لپاره 100ml محلول وركول كېږي، په دې ډول چې:
_ كه چېرې د ماشوم عمر له يوه كال څخه كم وي، نو هغه ته د وجود د هر كيلو ګرام لپاره 30Ml محلول د يوه ساعت په موده كې تطبيق كېږي او پاتې 70ml په هر كيلوګرام وزن د بدن د پېنځو ساعتونو په موده كې تطبيق كېږي.
_ كه چېرې د ماشوم عمر له يوه كال څخه زيات وي، نو 30ml په هر كيلوګرام وزن د بدن په نيم ساعت كې او 70ml په هر كيلوګرام وزن د بدن په دوه نيم ساعتونو كې تطبيق كېږي. د مايعاتو د تطبيق په جريان كې هر 15 يا 30 دقيقې وروسته ماشوم معاينه كېږي. له سنجش شوي مايعاتو له تطبيق څخه وروسته ماشوم بيا كتل كېږي. كه د دي هايدريشن علايم موجود نه و، نو د مايعاتو معاوضې ته د خولې له لارې ادامه وركول كېږي او ماشوم ته غذا شروع كېږي او كه د دي هايدريشن علايم موجود و، نو ماشوم ته د O.R,S محلول د څلورو ساعتونو لپاره تجويز كوو او كه بيا هم كبرى نبض ضعيف او يا نه جس كېده، نو يو ځل بيا داخل وريدي مايعات تطبيق كوو.
- ډاكتر نصرالله ناصر -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori