Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

وړانديز






لارې، سړكونه او پلونه د يوې ټولنې، هېواد او سيمې د ترقۍ او پرمخټ له لومړني او اساسي اړتياوو څخه شمېرل كېږي، ځكه همدغه لارې، سړكونه او پلونه دي، چې ډېرې اوږدې فاصلې لنډوي او د ژوند ټولې ستونزې كه په هره برخه كې وي، آسانوي. د سيمې او هېواد په اقتصاد، صحت، زده كړې او نورو ټولنيزو چارو په ښه والي او پرمخټ كې د لارو، سړكونو او پلونو اهميت تر هر څه زيات محسوسېږي.
كونړ ولايت، چې يو غرنى ولايت دى او د هېواد نورو ولايتونو په پرتله ډېر وروسته پاتې دى، حال دا چې ډېرې طبيعي زېرمې، ځڼلونه، سيندونه او معدنونه ددغه ولايت په خېټه كې پراته دي، خو د څو تنو غلو پرته د سيمې اوسېدونكيو تر دې دمه له دغه سترو طبيعي منابعو څخه كومه گټه نه ده ترلاسه كړې او د ژوند ټولې چارې لا په لومړنيو پړاوونو كې روانې دي. ددې ولايت تر ټولو لويه ولسوالي، چې د خاص كونړ په نوم يادېږي او په تاريخي لحاظ يو وخت ددغه ولايت مركز هم پاتې شوى او تقريباً د يو لك په شاوخوا كې وگړي پكې ژوند كوي او بل مهم ستراتېژيك اهميت يې دا دى، چې له گاونډي هېواد پاكستان سره اوږد سرحد لري او خلك يې امن خوښوونكي او غريب دي، نو په كار ده، چې د پرمختيايي پروژو د بيارغاونې په كارونو كې ورته پوره پوره پاملرنه وشي. د صحت، تعليم، زراعت او فواعد عامې په برخه كې ورته خاصه توجه وشي.
د سپين جومات پل، چې د كونړ په لوى سيند د خاص كونړ ولسوالۍ ته غځېدلى او له لرگيو څخه جوړ شوى، تر يو څه حده ددغه ولسوالۍ د خلكو ستونزې حل كړي، خو دغه پل چې اوږدوالى يې ډېر زيات او دطبيعي بادونو او بارانونو توان نه لري، چې لنډ مثال يې تېر كال د يوه باد په نتيجه كې ددې پل غورځېدل و، چې خلك يې له زياتو ستونزو سره مخامخ كړي وو او بل دا چې نقليه وسايط هم په دغه پل امكان نه لري، چې تېر شي. نو په دې اساس د خاص كونړ د ولسوالۍ اوسېدونكي له ولايتي بيارغونې ټيم PRT او له دولتي چارواكيو څخه غوښتنه كوي، چې دغه پل په اساسي صورت سره پوخ، جوړ او د خلكو د ستونزو د حل لپاره برابر كړي، ترڅو د سيمې او ولايت خلك د اوسني دور له پرمخټ څخه لږ څه فاېده پورته كړي.
همدارڼه د همدغې ولسوالۍ سړك، چې د سركاڼو له ولسوالۍ څخه د كامې تر پل پورې غځېدلى، خپل خاص ستراتېژيك اهميت لري، چې د پاكستان له سرحد سره جوخت غځېدلى او ددغې لارې په اوږدو كې ډېرې سيمې پرتې دي، چې د سړك په جوړېدو او پخېدو به نه يواځې د خاص كونړ او نورو اړوندو سيمو ستونزې حل شي، بلكې د ورانكارو او د سولې د دښمنانو د وخت په وخت بريدونو مخه به هم ونيول شي او هم به د ټول مشرقي او افغانستان د امينيت په تامين كې مثبت رول ولوبوي.
همدا شان د لوړو زدوكړو په برخه كې بايد ددې ولايت په سطح يو پوهنتون جوړ شي، ترڅو ددې ولايت زده كوونكي په اسانۍ سره لوړې زده كړې په خپل ولايت كې سرته ورسوي او خپل هېواد او خلكو ته د خدمت جوگه شي .
- اداره -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori