|
د ځان قاتل ( شعر ) |
گــرځــمــه بــــې لارې زه پـــه وركــــه لار روان يــمـه ورك يمه له ځانه په لـټــون كې د خــپـل ځـــان يـــمه ځان دځانه غواړم چې زه څـه يــمــه او څــه بــه شــم اوښكه د بـڼــو يــم چــې روانــه پــه گــرېــوان يــمــه وژاړم كــه وخــانـــدم د خــپـل قسمت په حال مې زه مرمه بيا هم ژوند كړم بدقسـمــه يــم افــغــان يــمه هــرې خــوا تــه اور دى شـنې لوخړې د بارودو دي وسومه لمــبـه شــوم زه د جـنګ هـغـه مــيــدان يــمه تېر شو ډېـر كلــونــه چــې بــه ســولــه امــن وويــنـم زه پـه خـــوږ وطـن كــې تــل د امــن پـه ارمــان يــمه غــوښــې مــې ارزانه دي پـه څو پيسو يې پلورمه زه دځان وژنې خــــودكــشۍ غــټ قــهرمـــان يــمه خـانـدي او كـه ژاړي زه يـې ژونـد پـه بــيـه اخـلـمـه زه به جنتـي شـم خـيـر قـاتـل كـه د خـپـل ځـان يــمـه
|
- بصیر بیدار ستوری - |
بېرته شاته |
|
|
|
|