Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

غزل


راځه لږ وخــت تېر كړو د مينـې پـه خــبـرو بــانــدې
خولګۍ به دواړه د يوبل ښكل كړو شكرو باندې

لــږ به د خيال د ښـاپـېـرو پــه تــرنــم كــې ورك شــو
غزل به ليكـو د كـوه قـاف پـه جــادوګــرو بــانــدې

راځه د ښار خلك مو نه پرېږدي د كلــي خــوا كې
سارا كې جوړ به تصويـرونــه كــړو ډبــرو بــانــدې

د غربت څيري ګرېوانونه مو سيـــنــګـار پــېــژنـي
زموږه اوښكې هـم بـــدلــېــږي ملــغــلــرو بــانــدې

د زړه تڼاكې مــا تــوو تــل د فــكـــرونــو پـــه زغـــم
مــوږ شـــاعــران د هــنـر زړه ســاتــو سندرو باندې

موږ د سپېـڅــلــو فرښــتـو د ارمــانــونــو انــځــور
پـاس پــه هــوا ګـــورو د زاڼـــو پـــه وزرو بـــانـــدې

د هسكو غاړو ترانې مې د بلبل ګونګــۍ شــــوې
الله دا څه وشو زمــا دنـــګـــو نـــښـــتـــرو بـــانـــدې

د ښـــكــــرورې زمـــانــــــې لــه مــيــنــې څـــه خــبــر و
ســـالارزى ولـــېــږي د هــجـران كنډو كفرو باندې


- طارق سالارزی -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori