Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

سرليكنه : چاپي رسنۍ، ساعت تېر كه








نن ورځ چې زموږ هېواد د ګڼ شمېر كولتورونو، دودونو او فرهنګونو كوربه او د يو شمېر نورو ګاونډى دى، چې ټولو ښه په شنه فريب پرې د هرې خوا نه لاسونه اچولي دي او هر يو غواړي، چې پخپله رنګينه پلمه يې د ځان خوا ته راكاږي.
زموږ ډېرى وګړي په دغه ډول ډول آئينو كې خپلې څيرې ګوري، چې ګوندې كومه هېنداره به يې د خپلې خوښې انځور راڅرګند كړي. ډېر وګړي بيا د چرت په تياره كونج كې ورك شوي دي، چې څه به كېږي او ډېر خو لا بيا داسې بې تفاوته افكار شته، چې وايي پرېږده مړه غم پسې جالې مه تړه، خو داسې نه ده!
د نن ورځې د ليكوالانو، شاعرانو او اديبانو او آن د قلم د خاوندانو، چې هر چېرته وي او په چاپي چارو كې په ليكلو آړم وي، دا ذمه واري ده چې د قلم پر مټ دخپل كلتور او فرهنګ ساتنه وكړي.
ټول لوستونكي په دې ډېر ښه پوهېږي، چې مطبوعات د چاپېريال او د سلوك په بدلون كې څومره لاس لري او هغه واټن، چې مطبوعاتي انګيزه يې وهي، د اوسني پېر د پرمختللې ټكنالوجۍ يوه وسله هم دغه واټن ته ځان نه شي رسولاى. بله مهمه او د ياد وړ خو لا دا ده، چې د تخنيكي وسلې د تخريب جهت معلوم دى، خو د مطبوعاتي انګېزې څپې هر خوا ته خپرېږي، كه هغه د خرابۍ لپاره پكار وړل كېږي او كه د رغونې لپاره.
دلته زموږ په ټولنه كې هر څوك د يوه نوي قدم اخيستلو ته د تمدن او پرمختګ په سترګه ګوري او هر قدم د ترقۍ په نوم پېژني، خو ددې تر شا ډېر نور تياره جالونه خواره وي، چې غواړي زموږ د روڼ كولتور لاسونه ښكېل كړي او ښۀ په ماهرانه ډول يې په سپينه ورځ وتړي .
اوس نو ډېره د پام وړ ده، چې زموږ ځوان او نوى كول لږ تر لږه په دې پوه شي، چې د فرهنګ اوښتون او ترقي څه توپير لري؟.
زموږ د نوي نسل ټول سپين افكار په دې باندې پوهېدو ته اړتيا لري، چې موږ څوك يو؟ چېرته يو او زموږ ملي هويت او پېژندنه په نړۍ كې څه شى دي؟
بايد د نورو كولتورونو وګړي په متقابل درناوي وپوهول شي او هېڅ چاته اجازه ورنه كړل شي، چې زموږ د سپېڅلي كولتور او عنعناتو په انګړ كې د تخريب په نيت پښه كېږدي .
نو خبره د چاپي رسنيو تر اړتيا رارسېږي، چې دا ډول كړنه ساعت تېرى نه، بلكې يو بې ځنډه ضرورت دى، چې د زيات زحمت د ګاللو او مالي تاوانونو سره سره د عامه پوهاوي په هدف ټولنې ته وړاندې كېږي. دا چې زموږ د افغاني او پښتني كولتور هره برخه ډېره ښاېسته او په زړه پورې ده، نو موږ ته ښايي چې د پردي كلتور پېروي ونه كړو او خپل كولتور نورو ته وروپېژنو او د خپل كولتور په ښكلا، ګټه او استقلال يې خبر كړو او پخپله يې د افتخار سمبول په توګه ځلاند او ژوندى وساتو. كه هغه د چاپي رسنيو پر مټ وي او كه د الكټروني رسنيو پر مټ، خو د اقتصاد له كمزورۍ سره سره په هر ډول، چې لاس برى ولرو، بايد د خپل كولتور او عنعناتو ساتنه د خلكو پوهاوي لپاره د هغوى تر افكارو ورورسوو.
نو دا زموږ د ولسونو يوه بې دليله ذمه واري ده، چې خپل مسئوليت ته اوږه وركړي او لكه د زنځير د كړيو يې يو تر بله ورسوي.

په هېواد كې د مطبوعاتو د رښتينې ازادۍ
په هيله

- اداره -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori