Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

پر ملي مشر محمد افضل خان لالا






د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP)د مشرانو جرګه د روژې د مياشتې په نهمه ورځ د 2007ع كال د سپتمبر په 21مه نېټه د سوات د مټې د بيدري په علاقه كې د پښتون قام د دښمنانو له خوا د پښتون قامي وحدت پرستر لارښود،ليكوال، ملي مبارز او د عوامي نشنل ګوند پر مركزي مشر ښاغلي محمد افضل خان (خان لالا) باندې ناروا، بې غېرته، ناځوانه، غېر اسلامي او غلچكى مرګونى بريد په كلكه غندي.
خان لالا او ورسره ټپيانو شوو ملګرو ته يې د لوى خداىج له درباره د ژر او پوره روغتيا او شهيدانو ته د جنت فردوس غوښتنه كوي.
د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند، چې د پښتنو رسالت ور په غاړه دى، په دې باور لري چې د پښتون قام شعوري دښمنان به د پښتنو د مشرانو په وژلو سره هېڅكله خپلو شومو او پردوپالو موخو ته ونه رسېږي.
د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند په خان لالا دغه ناروا، ناځوانه مرګونى بريد په ټولو پښتنو مرګونى بريد بولي او په پښتنو غږ كوي، چې د تاريخ په دې حساس وخت كې رابېدار او يو موټى شي، د قام او وطن د دښمنانو موخې شنډې او د خپلو قامي مشرانو پوره پوره ساتنه وكړي.
په درناوي
د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د مشرانو جرګه


همدارنګه د هېواد دننه او بهر ګڼو فرهنګي، ادبي ټولنو او شخصيتونو د پښتنو په ستر مشر خان لالا محمد افضل خان باندې د ناځوانمردانه يرغل غندنه كړې ده.
كومو ټولنو او شخصيتونو، چې پر خان لالا د وحشيانه يرغل غندنه كړې نومونه يې دا دي:
په سويډن كې د افغانانو د علمي او فرهنګي مركز ټولنه، د اهلبيت پښتو اكېډمي له خوا په ښاغلي افضل خان لالا باندې د وژونكي بريد غندنه، د ماخان شينواري او انور شاهين خانخېل له خوا د بريد غندنه، د سلام فرهنګي ټولنې _ هالېنډ له خوا د غندنې ليك، د څرك مدني ټولنې كابل_افغانستان له خوا د بريد غندنه، د افغان ملت ملي مترقي ګوند له خوا د غندنې ليك، د الحاج محمد نادر سرشار او نورو ډېرو پښتنو له خوا په نامتو پښتون سياستوال او ولسي مشر د يرغل غندنه كړې ده.
خان لالا يو دروند او مدبر سياستمدار دى، چې تل يې د پښتنو د يووالي او پياوړتيا لپاره خپلې نه ستړې كېدونكې هلې ځلې جاري ساتلي دي او دا بزدلانه عمل د هغه پښتون دښمنه عناصرو كار دى، چې غواړي په تدريجي توګه د پښتنو قيادت له مېنځه يوسي او دا ځورېدلى قام له لا زياتو ستونزو او بحرانونو سره مخ كړي .
- اداره -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori