Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د لرغونې آريانا جغرافياوي موقعيت






د لرغونې آريانې د arya د اضافي حالت د جمعې بڼه ده. آريانا د لرغونو آريايانو د استوګنځي نوم دى. د لرغونپوهانو له خوا دمركزي اسيا په اړه د ښكار پر بنسټ د ژوندانه ډول ډول نظامونه ليدل شوي دي. د سيمې خلك د ډول ډول حركتونو او مهاجرتونو پر وړاندې واقع شوي دي، چې لومړنى يې د دريمې قبل الميلادي زريزې په سر كې د اروپا په لور و.
د همدې سيمې (مركزي آسيا) يوه ډله اوسېدونكي د آمو سيند غاړو ته راښكته شول، چې آمو سيند د طبيعي، اجتماعي او نظامي ګټورتيا له امله دې ډلې مهاجرينو ته ميتافزيكي جنبه پيدا كړې او مقدس شوي دي. د همدې سيند پر غاړه كرار كرار مېشتېدنه شوې او د وخت په تېرېدو سره د اريايانو پراخه سيمه ګرځېدلې، چې آريانا نومول شوې ده.
د آريانا څلور خواوې:
ستر ابو هندوكش د هماليا مستقيم امتداد او د هند سمندر يې د آريانا جنوب ته ښودلى دى، پر دې بنسټ آريانا د جنوب او شمال له لوري په هماليا او د هند په سمندر پورې محدوده ده، چې هند يې هم په محوطه كې دى، سرحد يې اندوس (اباسين) ګڼي. د آريانا لويديځ سرحد مستقيماً د خزر له دروازو څخه د دماغه جاسك جنوب ته رسېږي. د آريانا په شمال لويديځ كې د خزر دروازې هركاني او پارتي شامل دي. آريا، مرګيانا او باكتريانا د يو بل ترڅنګ موازي پرتې دي. نوموړى دماغه جاسك د مكران او كرمانيا په ګډون د آريانا جنوب لويديځه نقطه تاييدوي. سترابو په خپله جغرافيا كې ګدروز يا او اوريتونه هم ذكر كوي، چې د آريانا په جنوب كې له سند څخه تر كرمان غځېدلى دى او د آريانا د قلمرو جز شمېرل كېږي. د اراتو ستين د وينا له مخې د آريانا حدود هماغه دي، چې پارتيا له ميديا او كرمانيا له پارسيه (فارس) څخه جلا كوي يانې هماغه كرښه، چې د خزر له دروازو يا د فيروز كوه له تنګي څخه غځېدلې او تر دماغه جاسك پورې محدودېږي، په داسې ترتيب چې پارتيا او كرمانيا د آريانا په خاوره كې داخلېږي، ميديا او فارس د آريانا له حدودو څخه دباندې دي. سترابون د آريانا عرض له شمال څخه جنوب ته د اندوس (اباسين) په اوږدوالي 12000_13000 ستاد او طول يې 14000 ستاد ګڼي. مير غلام محمد غبار د خپلې يوې رسالې (افغانستان بيك نظر ) په 4_5 كې د آريانا څلور خواوې داسې معرفي كوي: (( ختيځ ته يې اباسين، لويديځ ته يې هغه كرښه، چې د كرمان او پارتيا ولايتونه په افغانستان كې داخلوي او فاس او ميديا ترې جلا كوي، شمال ته يې د جېحون (آمو) بلكې سيحون (سير دريا) او جنوب ته يې هم د هند سمندر )). احتمالاً د آريايانو مهاجرت د دويمې قبل الميلادي زريزې په دويمه نيمايي كې په لاندې توګه شوى دى:
د آريايانو لومړنۍ ډله د اريايانو نژادي وروڼه يانې د هند آريايان وو، چې په باختر كې تر يوې مودې اوسېدو وروسته هندوستان ته وكوچېدل او په يوه شنه او ښېرازه سيمه كې مېشت شول. دغه سيمه يې په خپل ملي نامه آريا ورته Arya varta (د نجيبو او شريفو خلكو استوګنځى، د آريايانو ټاټوبى )ونوموله. د آيا كلمه، چې په سانسكريت ژبه كې د آريا آورته Arya+avarta په تركيب سره راغلى، لومړى جز يانې آريا يې د اندو اروپايي د مشهورو اقوامو د يوه قوم نوم او دويم جز آورته يې په سانسكرېت ژبه كې د استوګنځي، كور او هېواد په مانا دى. د آريايي ژبو (سانسكريت او اوستا)د كلي قاعدې پر بنسټ كله چې په مركبو كلماتو كې دوه مشابه حروف يوځاى راشي، يو يې حذفېږي. له همدې امله آريه آورته په آريه ورته Arya+varta اوښتې، چې مانا يې (د نجيبو او شرفو خلكو استوګنځى، د آريايانو مقدس ټاټوبى) دى.
د آريا ورته نوم د هند شمالي او مركزي سيمه ده، چې په شمال كې د هماليا د غرونو د لړۍ او په جنوب كېد ويندهيا Vindhya د غرونو د لړۍ ترمنځ او د ختيځ او لويديځ له خوا د اباسين او ګنګا يانې پنجاب، سند، كوچ cutch او راجپوتانا Rajputana ترمنځ پرته ده. د هند آريايانو، چې د آريا ورته له نامه وروسته كوم نومونه خپلې خاورې ته وركړي، هغه بهار ته بهومي Bharata bhumi او بهارته ورشو Bharata varsha وو. ددې كلماتو لومړى جز، چې بهارته دى، دا د يو داستاني ځواكمن پاچا نوم دى، چې د دوشنته dushanta او ملكې شكون تالا Shukuntala زوى او په ټول هند واكمن و. بهومي كلمه نن ورځ په دري ژبه كې د مزريوم په نامه يادېږي، چې د ځمكې او خاورې مانا لري او په اورمړي ژبه كې بومه buma خاورې ته ويل كېږي. ورشه د ورته اوښتې بڼه ده او په پښتو ژبه كې نن ورځ دا كلمه شنې او ښېرازه سيمې ته كارول كېږي.
بل نوم، چې د هند آريايانو ته وركړل شوى، هغه د اريانيانو له خوا و. څرنګه چې آريانيان د آباسين خاورې ته هندو وايي، وروسته له دې كلمې سره د ((ستان))جز، چې په اوستا او زړې فارسي كې Stana دى، يوځاى شو. په سانسكرېت كې د ستهانه Sthana كلمه چې د آرياني د Stan معادله ده، موجوده ده. په هندي ژبو كې بويه، چې معادل يې سندهو ستهانه sindhu sthana ويل شوى واى.
د آريايي مهاجرينو بله ډله آرياني څانګه ده، چې د دوى لومړنۍ جوپه له خپلې لومړنۍ مبداء څخه اول آريانا ويجه airyana waejah ته راښكته شول، ورو ورو د آرياني سيمو په ټولو شپاړس قطعو ځمكو كې، چې د ونديداد vi-daeva-data په لومړي فردګرد (=فصل)كې يې يادونه شوې، مېشت شول. دغه ټاټوبي ته يې خپل ملي نوم وركړ او هغه يې آريانا Ariana يانې د آريايانو خاوره ونوموله. د اوستا د متونو له مخې دغه هر يو هېواد اهورا مزدا ښه، ښكلى او پاك پيدا كړ، خو بدذاته شيطان دغه هر يو ته د دښمنۍ او كينې له مخې زيان ورساوه. د ونديداد د لومړي فصل د پيل په 1_2 فقرو كې د اريايانو دغه پخوانى د راښكته كېدو ځاى داسې ياد شوى دى: ((اهورا مزدا، سپيتمان زرتشت ته وويل كه چېرې ما په هغه ځمكه باندې، چې خوشحالي بخښونكې نه ده، آرامي او سوكالي نه واى پيدا كړې، خامخا به د نړۍ خلكو آريانا ويجه ته مخه كړي واى. لومړنى ځاى او كلى، چې ما اهورامزدا غوره پيدا كړ، آريانا ويجه ده. دا د ايتي نيك (آمو سيند ) پر غاړه وروسته دغلته اهريمن (شيطان) د ضرر وزر وجنګاوه، سور مار او سخت ژمى يې پيدا كړ، لس مياشتې دلته ژمى او دوه مياشتې اوړى او دا دوه مياشتې هم سړې دي د اوبو لپاره سړې دي، د خاورې لپاره د ګياه لپاره، دغلته د ژمي مركز دى، دغلته د ژمي زړه دى، كله چې ژمى تېر شي، ډېر سيلابونه دلته راوځي. ))
- ژباړن : وجيه الله شپون -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori