|
سرليكنه : ځينې کلتوري توکي د بدلون په لور |




د هر نوي سبا په راختلو يوه نوې اندېښنه زېږېږي. د پښتنو دسيمو او د ژوندانه دچارو لرغوني کلتوري توکي د پخوا په پرتله ورو ورو خپل رنګ بدلوي، چې دغه اوښتون به زموږ کلتور زيانمن او هم به مو قبيلوي، سمتي او فرهنګي هويت د پښو ځنې لاندې راولي لکه: دقبيلوي جوړښت لرغوني دودونه، لباسونه او د ژوندانه نورې چارې. لږ پخوا به دپښتنو د واده کولو دستور او رواج داسې و، چې د ناوې په راوستلو به څو ورځې د شاهو د کورنۍ په حجره او دېره کې د لرې لرې راغلي مېلمانه، خپل او خپلوان او همدا شان ياران او دوستان په مرکو، جرګو او حتى په ځانګړيو لوبو مشغول وو، فولکلوريکي کيسې به اورول کېدې، نقلونه به ويل کېدل او همدا شان به د لرغونې موسيقي الاتو پر مټ ساعت تېري کېده. اوس اوس ددغه ټولو ادبي ارزښتونو ځاى د CD سي ډي، ډي وي ډي DVD او وي سي ار VCR نيولى دى، چې په دې سره زموږ د وګړيو د شفاهي ادب او فولکلوريک ادب برخې له مېنځه تللو په لاره پل ايښى دي، چې پايله يې د شفاهي او فولکلوريک ادب د انتقال قوه د مېنځه تلل دي. ددغه انځوريزو ماشينونو بده اغېزه دا ده، چې د وګړيو يواځې د ليدلو حس پکې مصروف وي او بس. نقلونه، کيسې، متلونه او فکاهي ورپکې نه ځايېږي، بلکې هر وخت چې دغه انځوريزه ننداره پاى ته ورسېږي، بس هر څوک خپله مخه کوي. د انځوريزو ساعت تېريو بله بده اغېزه زموږ پر کلتوري ازرښت )لباس( هم پرېوزي، چې زموږ راتلونکى کول د يوه بېګانه کلتوري لباس پر خوا هڅوي. همدغه راز نور په لسګونو کلتوري برخې دي، چې د ځينې عواملو له امله په بله خوا روان دي. اصلي موخه د خپل کلتور له ساتلو څخه د خپل هويت او شناخت ساتل دي، چې مونږه به بيا يوه يا څو پېړۍ وروسته وګړي څنګه پېژني، چې پښتانه يعنې څوک؟ د کلتور سربېره مو لا د ژبې په کاله نورې ژبې راګډې شوي دي او هره يوه غواړي، چې له پښتو سره په يو نه يو ډول ځان شريک کړي او ددې ژبې د ويناوالو په خولو کې ځانله ځاى جوړ کړي او د پښتنو په ژبه راڅګندې شي. د پښتو په ويناوالو کې داسې وګړي د ګوتو په شمار دي، چې د خپلې ژبې په ګرامري بنسټونو برلاسي دي. نږدې زياتو کلتوري توکو تجارتي بڼه غوره کړې ده او د شناخت او هويت سوال له پامه غورځېدلى دى، چې په دې سره يواځې يو څو کسانو ته د ذمه وارانو په سترګه کتل کېږي، چې په دې سبب تراوسه پورې لا پښتانه څوک د حق خاوندان نه ګڼي او د ټولو شرعي او وضعي حقوقو څخه يې بې برخې پرايښي دي، نو که په شريکه ددې موخې لپاره چې د پښتنو کلتور ته په درنه سترګه وکتل شي، د تعليم متوازن حق ورکړل شي، د خپل کاله واک ورکړل شي او په عنعناتو يې بې ځايه تېرى ونه شي، کار وشي ښايي چې خپل هويت په نړۍ او سيمه کې ثابت وساتي. د يوه سوکاله، خپلواکه او پرمختللي افغانستان په هيله
|
- اداره - |
بېرته شاته |
|
|
|
|