Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

اسلام زمونږ نه څه غواړي؟






لکه څنګه چې د هرې برنامې او هرې مبارزې تر شا يو راز پروت وي، چې ځانګړي مرامونه او ځانګړى هدف لري، نو همدا ډول زموږ اسماني دين او د هغه احاکم ځانله ځانګړنې او غوښتنې لري. يواځنى هدف د اسلام د دين، د نړۍ د بقا نقطه ده او په نړۍ کې د نظام د برهم کېدو د مخنيوي يواځينۍ نسخه ده. د بشريت د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم وينا ده، چې: په ځمکه باندې قيامت نه راځي، ترڅو چې د اللهج والا خلک پکې وي. مطلب دا چې له الهي ارشاداتو سره سم د اللهج نيکان بنده ګان هغه څوک دي، چې د اللهج او د هغه د رسولص تابعداري وکړي. نو معلومه خبره ده، چې اسلام د اللهج او د هغه د پېغمبر د تابعدارۍ دين دى. همدارنګه اللهج فرمايي: ربما يودالذين کفرو لوکانو مسلمين. سورت حجر، 2 ايت.
ژباړه: ډېر ځله به ارمان وکړي هغه کسان چې کافران دي د قيامت په ورځ، چې کاشکې چې مونږه مسلمانان وى او کاشکې چې مونږه اسلام قبول کړى واى.
نو عزتمندو دا دومره بهترين دين دى، چې کافر به هم ددې ارمان کوي. له دې امله حضرت عمررض فرمايي: )انما ينقض الاسلام عروۍ، عروۍ من لم يزق مرارۍ الجاهليۍ(.
ژباړه: يقيناً اسلام هغه خلک کړۍ په کړۍ ختموي چا چې د جاهليت زمانه نه ده موندلې، يعنې مطلب دا چې د دين اسلام قدر د هغه چا سره دى، چې هغې باندې د جاهليت زمانه تېره شوې وي لکه صحابه کرام، چې هغو سره د اسلام د دين ډېر قدر و.
د اسلام دين دومره بهترين دين دى، چې يو مسلمان ته يې څومره عزت ورکړى دى؟ حديث شريف کې راځي، د الله ج په نزد يو مسلمان له ټولو کافرانو غوره دى. همدا شان يو بل حديث کې راځي، چې يو مسلمان به د کافر په بدل کې نشي وژلى او بل حديث کې راځي، چې اللهج مومن او کافر دواړه په اور کې نه جمع کوي، نو زما عزتمندو دا دومره عزت، چې الله تعالى مسلمان ته ورکړى، دا يې يواځې او يواځې د اسلام له امله ورکړى دى.
عزت صرف د الله تعالى په دين کې دى، عزت په مرتبه کې نشته، عزت په مال کې نشته، عزت په طاقت کې نشته دى، که چېرته عزت په مرتبه او عهده کې واى، نو فرعون ته به الله تعالى عزت ورکړى وى. که عزت په طاقت کې وى، نو ابرهه به الله تعالى عزت ورکړى واى، که عزت په مال کې وى، نو قارون ته به الله تعالى عزت ورکړى وى او که عزت په کاروبار او تجارتونو کې واى، نو الله تعالى به ابو طالب ته عزت ورکړى وى، عزت يواځې د الله تعالى په دين کې دى او بس.
په دې بنسټ اسلام د دين څه غوښتې دي، چې ښايي د هر مسلمان له خوا پر ځاى شي. اسلام چې دى دا هسې يوه ټاپه نه ده، چې پر ځان يې ولګوې او بيا وايې، چې زه مسلمان يم، بلکې اسلام د څه اعمالو او عقايدو نوم دى، نو چې دغه اعمال او عقايد پر چا کې وي، نو هغه بيا مسلمان دى. په يوه حديث شريف کې راځي. رسول اللهص فرمايي: )ژباړه: اسلام چې کله پيدا شو اول، نو نااشنا و، خلک ورسره بلد نه وو او زر ده چې اسلام به داسې شي لکه څنګه چې اول پيدا شوى و.(
مطلب دا دى، چې اسلام اول پيل شو، خلک د الله تعالى په بنده ګۍ نه پوهېدل، چې د الله تعالى بندګي څنګه وکړو او چا چې به د الله تعالى بنده ګي کوله، خلکو به هغه پورې خنداګانې کولې، نو اخر کې به اسلام دغه شان شي لکه څنګه چې لومړى و. نو اوس چې څوک د اسلام په دين عمل کوي او د اسلام د دين احکامات پر ځان عملي کوي، نو خلک ورپورې خاندي او ډول ډول تهمتونه ورپورې لګوي. اسلام د اعمالو او عقايدو نوم دى، دا پر ځان عملي کول غواړي، له دې امله نه کله چې د يهوديانو او مسلمانانو اختلاف په مدينه کې راغى، نو يهوديانو ويلي موږ به جنت ته ځو، ځکه چې موږ د پېغمبرانو اولاد يو او مسلمانانو ويل موږ به جنت ته ځو، چې الله تعالى اياتونه نازل کړل: لَّيْسَ بِډَمَانِيِّكُمْ‏ ‏وَلا ډَمَانِيِّ ډَهْلِ الْكِتَابِ مَن يَعْمَلْ سُوءًا يُجْزَ بِهِ‏ ‏وَلاَ يَجِدْ لَهُ مِن دُونِ اللّهِ وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا {123} مَن‏ ‏يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتَ مِن ذَكَرٍ ډَوْ ډُنثَى وَهُوَ مُړمِنٌ‏ ‏فَډُوْلَـئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّۍ وَلاَ يُظْلَمُونَ نَقِيرًا. الايۍ
د ژباړې مفهوم او مقصد يې دا دى، چې جنت صرف په ارزوګانو نه حاصلېږي، بلکې جنت ته داخلېدل دا په نيکو اعمالو باندې کېږي، چې هغه ايمان دى او عمل صالح دى. په دعوه کولو باندې جنت ته داخلېدل نشي کېداى.
نو د اسلام دين يو بهترين دين دى او کافران به د قيامت په ورځ ارمان کوي، چې کاشکې موږ مسلمانان وى، نو د اسلام لومړنۍ غوښتنه زموږ او تاسو نه دا ده، چې د اخرت لپاره تيارى وکړو. لقمان حکيم خپل زوى ته فرمايي، چې د دنيا لپاره دومره عمل کوه، څومره چې ته دنيا کې اوسېږې او د اخرت لپاره عمل وکړه، چې څومره هلته اوسېږې. اوس موږ او تاسو د اخرت لپاره عمل نه کوو، هغه وجه دا ده، چې زموږ او ستاسې يقين او ايمان نه دى قوي شوى، ځکه الله تعالى فرمايي: ږِنَّ‏ ‏هَړلَاء يُحِبُّونَ الْعَاجِلَۍ وَيَذَرُونَ وَرَاءهُمْ يَوْمًا ثَقِيلًا.
ژباړه: يقيناً دا خلک محبت کوي له دنيا سره، چې زر ختمېدونکې او شاته يې غورځولي. هغه درنه ورځ نو دنيا ته الله تعالى عاجلۍ وويله. عاجلۍ د عجلت نه دى، يعنې زر ختمېدونکى او د قيامت ورځ ته اللهج )ثقيلاً( وويله، يعنې درنه ورځ، چې هغه موږ او تاسې شاته غورځولې ده او بل ځاى کې الله ج فرمايي: )ثقلت فى السموات والارض( يعنې د قيامت ورځ په ځمکه او اسمان باندې هم درنه ده.
اللهج په قران کريم کې د هغه چا عېب ويلى دى، چې ددې ورځې نه غفلت کوي. الله تعالى د مخکې نه خبر ورکړى دى، چې د خلکو بهانه ختمه شي. په دې ورځ به انشقاق او انقطار کېږي، يعنې سپوږمۍ به وچوي او توکړې، توکړې به شي، يوم الحشرۍ ورته الله تعالى ويلې ده، يعنې د افسوس ورځ ده. الله تعالى فرمايي: ‏يَا ډَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ ږِنَّ زَلْزَلَۍ السَّاعَۍ شَيْءٌ‏ ‏عَظِيمٌ.
ژباړه: اى عامو خلکو! له خپل رب څخه ووېرېږئ، يقيناً جړقېدل د قيامت د ورځې دا ډېر عظيم شى دى. دا ايت، چې کله په عزوۍ بنو مصطق کې نازل شو، نو رسول اللهص ولوستلو، نو ټولو صحابه کرامو په دغه شپه وژړل او شپه يې په ژړا تېره کړه.
اللهج بيا فرمايي: اقْتَرَبَ الْوَعْدُ الْحَقُّ فَږِذَا هِيَ شَاخِصَۍ ډَبْصَارُ الَّذِينَ‏ ‏كَفَرُوا يَا وَيْلَنَا قَدْ كُنَّا فِي غَفْلَۍ مِّنْ هَذَا بَلْ كُنَّا‏ ‏ظَالِمِينَ.
ژباړه: اللهج وايي: د قيامت ورځ ډېره رانزدې شوې ده، په دغه ورځ به کولاو پاتې شي سترګې د هغه کسانو، چې کافران دي او وايي به افسوس دى مونږه خپله زنده ګي په غفلت کې تېره کړه او مونږه ظالمان يو، ظالم دې ته وايي، چې حق ورته بيان شي او مخ ترېنه واړوي.
د اسلام بله غوښتنه دا ده، چې هر وخت د الله تعالى حکم ته متوجه کېدل ضروري دي، ځکه چې د منافقينو طريقه دا ده، چې کله يې د اسلام په دين کې دنياوي ګټه نه وي، نو بيا پرې عمل نه کوي او چې کله يې د اسلام په دين کې دنياوي ګټه وي، بيا پرې عمل کوي. الله تعالى فرمايي: يَاډَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ‏ ‏فِي السِّلْمِ كَآفَّۍ.
ژباړه: اى ايمان والاو! په اسلام کې پوره داخل شئ. په دې ايت کريمه باندې صحابه کرامو عمل کړى و، ځکه چې صحابه کرام د دين په هره شعبه کې متحکي وو. که د جهاد خبره به راغله، دوى به لومړى صف کې وو او که د دعوت کار به و، نو هم دوى به په لومړي صف کې وو. همدغه ډول په هره شعبه کې يې کار کړى دى او د الله تعالى هر حکم يې پخپل ځان او خپل رعيت عملي کړى دى.
په يوه حديث کې راځي، نبي کريم صلى الله عليه وسلم د يوه صحابي په لاس د سرو زرو ګوتمه وليده، نو نبي کريم صلى الله عليه وسلم د هغه صحابي نه هغه ګوتمه راووېستله او ګوزار يې کړه، نو نبيص روان شو. نورو اصحابو دغه صحابي ته وويل، چې دغه ګوتمه راواخله، زنانه و ته به يې ورکړې او يا به ترېنه بله فاېده واخلې. صحابي وويل: قسم په الله تعالى دا ګوتمه زه نه رااخلم، ځکه چې دا د الله رسول ارتولې ده.
نو ګرانو لوستونکيو! که موږ او تاسې په دې خبره باندې سوچ وکړو، چې د اسلام دين له موږ څخه کومې غوښتني کړي دي، نو هغه غوښتنې مونږه پوره نکړې. لومړى دا چې د اخرت لپاره تيارى نشته دى او بل دا چې د اسلام احکام مونږه او تاسې نه پر خپل ځان او نه په خپل اولاد تطبيق کړي دي. لکه څنګه چې پېغمبرص فرمايي: )الا کلکم راع و کلکم مسول عن رعيته( يعنې تاسې ټول شپونکيان ياست او د هر شپونکي نه د ګډو بزو تپوس کېږي. مطلب دا چې د کور هر مشر مسړل دى، چې ددې نه به د خپل ما تحت تپوس کېږي.
موږ او تاسو ته ښايي، چې خپل اولاد او زنانه د اسلام هر حکم ته تيار کړو او د اسلام خلاف کارونو څخه يې منع کړو. په يوه حديث کې راځي، چې عبدالله بن عمر وويل رسول الله صلى عليه وسلم ويلي دي، چې زنانه جومات ته لمانځه لپاره تللى شي، نو د عبدالله زوى بلال وويل: زنانه به جومات ته نه ځي، نو عبدالله ورته وويل زه درته د رسول الله خبره کوم او ته خپله خبره کوې، نو عبداللهرض ورته وويل، چې قسم په الله زه بۀ له تا سره خبرې ونکړم، نو تر مرګه پورې يې له خپل زوى سره خبرې ونکړې، نو د اولاد داسې تربيت پکار دى. حال دا چې زموږ او ستاسې اولادونه او زنانه د اسلام هر حکم ماتوي، خو موږ او تاسې ورته په دې هکله هېڅ وعظ نه کوو. د بېلګې په توګه د زنانه و اخلاق، د زنانه و لباس، چې د اسلام څومره خلاف دى، همدا ډول زموږ او ستاسې اولادونه د اسلام څومره خلاف دي، د ځوانانو اخلاق، لباس او نورې ديني غوښتنې څومره خرابې او ماتې شوي دي؟ حالانکه يو پلار هم له خپل زوى سره د دين له امله خپل تعلقات نه دي پرې کړي او که د دنيا له امله کوم زوى د خپل پلار نافرماني وکړي، نو فوري خپل زوى )عاق( کوي.
عزتمندو! لکه څنګه چې مخکې وويل شول د اسلام دين يو بهترين دين دى، چې د انسان عزت پکې معلوم دى او قدر هم، خو که چېرته زموږ د مسلمانانو دغه حال وي، نو بيا ګرانو لوستونکيو دا به څومره افسوس وي، چې بيا د قيامت په ورځ دغه کافرو ته خړ سترګې يو؟ نو په همدې بنياد مې تاسې ته د اسلام د دين د اهدافو او غوښتنو لنډه يادونه وکړه، اوس که چېرته موږ د اسلام دغه غوښتنې پوره کړې، نو زموږ ټولنه به يوه صحيح ټولنه شي، له دې څخه به بې ديني، فحاشي له مېنځه ولاړ شي او امن و امنيت به قايم شي، نو تر ټولو لومړى دې الله تعالى ماته او بيا ټولو لوستونکيو ته توفيق ورکړي، چې د اسلام دغه غوښتنې پوره کړو او د اسلام د سپېڅلي دين احکام پخپل ځان او هم پخپل رعيت باندې پلي کړو.
- قاري منير احمد تسل -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori