Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

ښاپیرۍ ـ د اباسین يوسفزي الوت






په پېښور كې د ګرمۍ زور په كمېدو و او چې كله به د خيبر د غېږې نه جرګه جرګه هواګانې روالوتې، نو د پېښور په ژوند كې به نوې ساګانې وغړېدې. احساسات بۀ ټكور ټكور او جذبات به دمه دمه شول. زه د ښار د شورماشور نه ستړى ستړى يو اړخ ته غلى ناست وم، د فكرونو په ټال مې اوږدې اوږدې جوټې خوړې، چې ناګهانه مې غوږونو ته يو غلى غوندې اواز راغى: (( شاعره راځه چې ځو)) زما غوږونه نېغ ودرېدل، په وارخطايۍ مې شاته وكتل، هلته څوك هم نه وو. زما ذهن ته شكونه او ګومانونه راغلل. د لږ ساعت د سوچ كولو نه پس مې بيا سترګې پټې كړې، دا ځل ما دغه اواز په خپله سينه كې محسوس كړو، د خيالونو ښاپېرۍ ماته د خندا شنه ولاړه وه. ما د هغې په ټپه ټپه وجود كې د خپل ساندې ساندې ژوند لټون شروع كړو، بيا موږ د فكرونو د حدونو نه په بره روان شو. لږه شېبه پس ما او ښاپېرۍ د وسعتونو نه د پېښور د ښاېستونو تماشې كولې ((دا باګرام دى)) ښاپېرۍ غلې غوندې ووې. ما سر وخوزولو او ښاپېرۍ خپله خبره اوږده كړه دا هاغه باګرام دى، چې همېشه د محبتونو ښار پاتې شوى دى، دلته د مركزي اسياء نه بې شمېره ننګيالي راغلي دي، دا خاوره يې د پښو لاندې كړې ده، د ځان سره يې نوي نوي اقدار او روايات راوړي دي. خوشال بابا چې د مغولو دلاسه ((رتنبهور)) ته ورسېدو، نو هلته يې په تنهايۍ كې د باګرام ښاېستونه په زړه راوورېدل، د هغه په ساندې ساندې نغمو كې هم دغه ارمان و، چې:

پښتنې جــونه دې زلــفې باد ته نيسي
چې شمال يې بوي راوړي و رتنبهور ته


لوى او عظيم رحمن بابا چې كله په پېښور كې د مغولو واكدارانو ظلمونه وليدل، نو چغې يې كړې، چې:

پــــه سبب د ظــــالمانــــو حــــاكمانـــو
ګور او كور او پېښور درې واړه يو دي



شاعره څه سوچ يوړې ښاپېرۍ په خندا كې ووې، زه لكه چې د ژور خوب راويښ شوى يم، ځكه چې ما د ښاپېرۍ د خبرو سره د خپل ذهن په پرده د راغلو عكسونو تماشې كولې، دومره قدر مې ورته وويل:هېڅ هم نه ښاپېرۍ بيا ماته مخ راواړولو: شاعره نن د محبتونو دغه ښار د نظره شوى دى، دلته نن مينه په مينه پسې دوكه ده، دلته كركه ده، دلته نفرتونه دي، كينه ده، بغض دى، ولې بيا هم په دغه حال كې ځينې لېوني د مينې خوبونه ويني. د ښاپېرۍ لا خبره په خوله كې وه، چې د لرې نه د شپېلۍ اواز راغى، دې اواز مونږ دواړه ځان ته متوجه كړو او بيا شپونكى په دردېدلي اواز وويل:

تــه چــې هره ورځ زما نه لرې وځې
زه خو دې خبرې تاته درنزدې كړم



ښاپېرۍ د خندا شنه شوه ما درته ونه ويل، چې په دغه ازغي ازغي ماحول كې ډېر لېوني د مينې خبرې كوي. دا لفظونه ددې شپونكي نه دي، دا د اباسين دي. د اباسين د نامې اورېدو سره ما ښاپېرۍ طرف ته وكتل، هغه موسكۍ شوه وې ويل: شاعره زه درباندې پوهېږم، چې ته پوښتنه كول غواړې، خو ځه زه يې ځواب لرم. دا هاغه اباسين دى، چې د غرونو د سرونو نه راغلى دى او د پېښور په لوګو كې يې خپله ځواني لوګى لوګى كړه، خو د زورور زړه څښتن دى، په دې لوګو كې ښه خوشحاله دى. ته راځه، چې زه دې نن د اباسين كلي ته بوځم.
او ساعت تېر نه و، چې ښاپېرۍ ځينې لوړو لوړو غرونو ته اشارې كولې شاعره دا ملاكنډدى په هغې يې پوهېږم، ما ورته وويل چې په كتابونو كې مې لوستي دي، چې دا د دوو ټكو جوړ دى، يعنې مالا او كنډ يعنې د غمو پلار ښاپېرۍ په بق بق وخندل، ويل يې چې دې ملاكنډ په خپله سينه د فرنګيانو ډېرې ګولۍ زغملي دي، خو سر يې نه دى ښكته كړى. اباسين ددې غرونو په لمن كې سترګې غړولي دي. ((هاغه وينې)) ښاپېرۍ لرې يو كلي ته اشاره وكړه، ما چې كله خپلو نظرونو له چورلك وركړو، نو كلى مې سترګو كې الول شو هو وينم دا كتيباړۍ ده. د اباسين خپل نوم مسلم شاه دى، دى په قام يوسفزى دى، مشرانو يې مشري كړې ده. د حجرې جومات خاوندان پاتې شوي دي او بيا يې د دير د لوى سړك په غاړه ځان ته بېل كلى خان پور اباد كړى دى.زه اباسين ډېر ښه پېژنم، ښاپرۍ په وسوق سره وويل. د سكول په زمانه كې اباسين غلى غلى و، د هر مضمون سره يې زړه لګېدو، خو چې كله به د رياضي خبره راغله، نو اباسين به تندى تريو كړو. دا ځكه چې د هغه په سينه كې دننه يو فنكار موجود و. هغه په شروع كې نظمونه ليكل، خو بيا يې ورو ورو په غزل ليكلو طبع ازمايي شروع كړه او چې څنګه څنګه د هغه په فكر كې وسعت راتلو، نو په ليكلو كې يې پوخ والى راتلو.
ماته ياد دي، چې كله اباسين پېښور يونيورسټۍ ته راغى، نو د خپل قد و قامت په وجه هر چا په نظر كې واخيستو، د هغه د يارانو حلقه سيوا كېده او په لږه موده كې د خيبر نه ايلم پورې او د تاترې نه تر چمنه پورې اباسين هر چا وپېژندو.
ښاپېرۍ چې دا خبره كوله، نو په مخ يې د رنګونو ټالونو جوټې خوړې. ما ورته غلي غوندې وويل: ښاپېرۍ دا راته ووايه، چې اباسين كله اباسين شو؟ خبرې ته غوږ نيسه، نو د هر څه نه به خبرېږې؟ دا هم د اباسين د مزاج وجه وه، چې په لومړي ځل ورته د ادم خېلو ملګري اقبال اعزاز اپريدي اباسين وويل. دا لفظ داسې وو لكه چې د هغه د شخصيت نه ورك و.
د يونيورسټۍ په ورځو شپو كې اباسين د ميډيا لار وليده، ټيلي ويژن، ريډيو، اخبآر هرې ادارې د اباسين د صلاحيتونو اعتراف وكړو. د هغه غزلې فنكارانو وويلې، خوښې كړى شوې او دغه ډاډ هغه ته د ((غورزنګونو))ليكلو حوصله وركړه. غورزنګونه چې چاپ شول، نو د اباسين مئينانو ترلاسه كړل او هم دغه وجه ده، چې دا كتاب څو څو ځله چاپ شو. څنګه څنګه چې د اباسين د غورزنګونو شور سېوا كېدو، نو د اباسين د پوهې او ادراك حدونه نور هم سېوا كېدل او بيا خبره الوت؟
زه پوه نه شوم؟ ما ښاپېرۍ ته په غور وكتل، ښاپېرۍ د ملاكنډ د غرونو په لمن كې په ګلونو كې ډوبه ډوبه كېناسته او بيا چې ما كتل، نو د هغې په لاس كې كتاب و شاعره! دا د اباسين د شاعرۍ دويمه مجموعه ده، په دې كتاب كې اباسين د غورزنګونو نه دوه قدمه وړاندې تګ كړى دى. په غورزنګونو كې ځواني وه، مستي وه، په الوت كې سنجيدګي ده، د عقل او ادراك خبرې دي.

حـــــالات زما دلېونتوب امتحانونه اخلي
زما د ګوتو نه تصوير زما د يار راكاږي



او كله داسې خبرې كوي:

وي به زما خو پرې اختيار نه لرم
دا زما ځان څه زما ځان خو نه دى



ښاپېرۍ د الوت پاڼې داسې په خوند اړولې، چې ماته وركې خپل تصويرونه ښكارېدل، ما دا سوچ كولو چې اباسين څنګه زما د زړه خبرې كوي؟

تــــــر هغــــې بــه محبت كومه خدايه
چې ترڅو پورې زما وجود كې ساه ده



ښاپېرۍ د يوه ساعت لپاره كتاب د زنې لاندې كړو، په غټو غټو سترګو يې ماته وكتل او بيا يې وويل: شاعره! زه سوچ كوم چې د اباسين فكر څومره حساسيت لري، دده اوږده اوږده نظمونه مونږ ته د ژوند په هېنداره كې خپل مخونه ښايي لكه ايمال، غوريز انځور، راشه ابدالي بابا، د حمزه بابا په نوم او داسې نور... د خپلو فني نزاكتونو او مقصديت په اتبار شاهكار نظمونه دي، خو عجيبه دا ده چې د الوت په سنجيدګۍ كې پټه پټه مستي هم شته:

د ښاېست پېرى مې ناست دى په ګوګل كې
نه په دود ځي دا بـــــلا او نـــه په دم ځي



او دا واوره:

ستــا ټولې ګوتې د كالو نه ډكې
منګول دې نه ده د زرګر كور دى



او دا يې لا بله:

كه دې مخ زما نه پټ كړلو پناه شوې
لــوپټه خــو دې رازانګي د بــلۍ نه




د خپل جمالياتي ذوق سره سره د اباسين په زړه كې د خپلې خاورې او خپلې پښتو سره مينه د ازل راهيسې الول شوې ده او چې كله په خپله ټولنه كې بې پښتو عادتونه ويني، نو په ډېر هنر ورته ګوته نيسي:

زه ژړېږم او خلك راته خاندي
ددې كلي به همدغسې رواج وي



او كله وايي:

په وطن باندې جګړه دى ړنګ په ړنګ شو
چــــا نــه يــې يــوړله شمله چا نه پړونى



اباسين په پښتو دومره مئين دى، چې په دغه مئينتوب كې مسافري خپل افتخار ګڼي:

د مور او پلار نه يې رابېل كړم مسافر يې كړمه
مــلګرو ما باندې پښتو بي بي منتر كړى دى



ښاپېرۍ د ګلونو د مېنځ نه راپاڅېده، خپلې ټپه ټپه ځوانۍ له يې جوټې وركړې او چې ستوماني يې ووېسته، نو په هر طرف خوشبويانې خورې شوې. هغه د اباسين ((الوت))په سينه پورې كلك ونيو او چې ما ورته برند وكتل، نو ښاپېرۍ وويل: شاعره! ((الوت)) اوس زموږ د ټولو دى، د يوه ليكوال ليك تر هاغې پورې د هغه وي، چې په سينه كې يې خوندي وي، خو چې كله د كتاب پاڼو ته راشي، نو بيا د قام شي. اباسين مينه، غېرت، پښتو، حيا، ننګ، ستايلي دي او دا هرڅه، دا ټولې جذبې زموږ شريكې دي. اباسين خو د پښتو سره لاشعوري طور دومره څه وكړه، چې زه خيال كوم دا كار به رحمن بابا او خوشال بابا هم نه و كړى.
د ښاپېرۍ دې دعوې زه وبوږنولم، ما ورته وويل ښاپېرۍ دومره بره ټوپ مه وهه، چې زه دې په دعوو شكي شم(( ښاپېرۍ موسكى شوه، وې ويل )) پوهېږم پوهېږم، خو زه يې په دې دليل وايم، چې تر پرونه پورې به په ميډيكل كالوجونو او انجينرنګ كالوجونو كې چا په پښتو خبرې كول هم شرم ګڼلو، ولې نن وركې مشاعرې كېږي، يو احساس رابېدار شوى دى او دې كې د اباسين پوره پوره لاس دى.
بالكل دا منم ما ورته وويل. ښاپېرۍ راته وويل، چې شكر دى چې يوه خبره خو دې ومنله. ما د ښاپېرۍ په سترګو كې د الوت د رنګونو تماشه كوله، يو بل سوچ په مخه واخيستم، چې ناڅاپي مې د ريډيو واز واورېد. ښاپېرۍ زما د مخ نه پناه شوه، ما سترګې وغړولې او چې ومې كتل نو زما په خوا كې يو زلمى روان و، هاغه څادر په اوږه اچولى و او ريډيو يې ترخ كې نيولې وه. غلى غلى سر يې خوزولو او د وږمې په اواز يې د اباسين د غزل دا شعر اورېده:

يـه نــاصحه څــه پــوښتې چــې څــه رنګې
ستا پكې څه كار دى خو بس خوښ مې دى



او زما ذهن ته دغه ورپسې شعر راغى:

ګــــــورئ نړېــــوالــــــو دا زمـــــــا ولــــس
څومره خوار و زار دى خو بس خوښ مې دى



ما يوه اوږده ساه وښكله، د هاغه ځايه راپاڅېدم او د فكرونو د ((الوت)) په خاپونو د اسلاميه كالج په لور روان شوم.
- لايق زاده لايق -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori