Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

بیا هم د یوې مړۍ ډوډۍ سوال دی!!!






هر كال د ژمي په را رسېدو په افغانستان كې د اوړو په ګډون د خوراكي او سوند توكيو بيې دومره لوړې شي، چې د عامو خلكو ژوند له سترو ګواښونو سره مخ كړي.
د بل هر كال په څېر سږ كال هم د ژمي په را رسېدا په هېواد كې د وړو، ګازو، تېلو، د ډبرو د سكرو، لرګيو او نورو اړينو توكيو بيې دومره لوړې شوې، چې په تاريخ كې يې سارى نه ليدل كېږي.
لږه شېبه وړاندې مې په دې اړه له يوې راډيو څخه يو ګوزارش او بيا يو ګردى مېز واورېد، چې د دولت استازي، يو تن د كرنې څانګوال او د اوړو يو سوداګر يې مېلمه كړى و او هر يوه د موضوع په اړه خپل دلايل وړاندې كول.
سوداګر او كارپوه ټوله پړه پر دولت اچوله، چې دا هر څه د دولت د ناقصو پاليسيو او لاپروايۍ له لاسه كېږي؛ خو د دولت استازي د بل هر وخت په څېر ولس ته زېري وركول، چې ډېر ژر به دا ستونزې حل كړي.
د كرنې څانګوال د كوكنارو كر او د كرنې په برخه كې د ګروندګرو ستونزو ته د دولت نه پاملرنه د اوړو د بيې د لوړوالي د ستر لامل په توګه يادې كړې او پر دولت يې نيوكې كولې، چې كه يې د كوكنارو د كر په مخنيوي كې ګټور او عملي ګامونه پورته كړي واى او هم يې كروندګرو ته د بديل معيشت سمه زمينه برابره كړې واى نن به له دې ورځې سره نه وو مخ.
سوداګر به د سوداګرۍ په برخه كې د دولت نيمګړتياوې په ځانګړې توګه د اوړو او نورو خوراكي توكيو د واردولو په برخه كې د دولت له نه پاملرنې او د ګاونديو هېوادونو له لوړو ماليو او ټكسونو سر ټكاوه، د نوموړي په وينا ګاوندي هېوادونه دومره ټكسونه ترې اخلي، چې د اوړو له اصلي بيې يو نيم برابر زيات وي.
دى وايي پاكستان د تورخم په پوله د اوړو د هرې سل كيلويي بورۍ په سر 720 كلدارې ټكس اخلي، چې دا له نورو ټكسونو پرته يو ډول بېل ټكس دى. يانې له دې پرته نور ټكسونه هم ترې اخيستل كېږي او چې د موټر كرايه او د افغانستان ګمركي محصولات پرې ور زيات شي؛ نو خبره ان 1440 كلدارو ته رسېږي. د هغه په وينا د وړو سل كيلويي بورۍ، چې په 2500 كلدارې يې اخيستې وې تر كابله ورته په 4000 كلدارې تمامه شي او بايد، چې لږ تر لږه په 4500 يې وپلوري؛ خو دوى بيا هم له ولس سره ښه كوي، يانې په تاوان او يا يې سر په سر پرې پلوري.
ډېر پخوا مې په يوه ليكنه كې لوستي ول، چې كه د جنوب لويديځ په ډاګونو كې غنم وركړل شي؛ نو د سلو ميليونو انسانانو اړتياوې به پوره كړي؛ خو له بده مرغه، چې تر اوسه يوه دولت هم دې ټكي ته پام ونه كړ.
د ولسمشر جلالت ماّب كرزي دولت له خپلو لومړنيو ورځو راهيسې په يوه كار كې د تېرو ټولو حكومتونو او پخپله ولسمشر د بل هر ولسمشر ريكارډ مات كړى او هغه تشې ژمنې او غټې غټې خبرې دي.
وايي، چې ښاغلي ولسمشر د ښوونځي وړو ماشومانو ته وينا كوله او د خپل عادت له مخې يې د هاغه و دغه كولو ژمنې وكړې؛ نو د زده كوونكيو له منځه يوه وړوكي ماشوم ولسمشر ته وويل، چې وعدې ډېرې كوې تر ننه دې يوه هم عملي نه كړه...
په رښتيا هم، چې ولسمشر په تېرو شپږو كلو كې ډېرې ژمنې وكړې؛ خو خداى جل جلاله خبر، چې د عملي كولو وخت به يې كله راځي.
هسې خو د ښاغلي ولسمشر وعدې ډېرې دي؛ خو يوه وعده يې، چې په كراتو ولس اورېدلې هغه د غنمو په برخه كې ده. هر كله، چې د غنمو د كموالي، نشتوالي او د بيو د لوړوالي خبر وركول كېږي؛ نو ولسمشر او يا هم د هغه اړوند وزير او نور چارواكي په لنډو ورځو كې د ستونزې د هوارولو ژمنې كوي.
اوس هم، چې په هېواد كې د وړو بيې د چا خبره له اسمان سره خبرې كوي دولت ددغې ستونزې د له منځه وړلو غوړې غوړې ژمنې كړې، د چارواكيو په وينا دولت دې ستونزې ته جدي پاملرنه كړې او ډېر ژر به يې حل راوباسي؛ خو د افغانانو له بده شامته، چې دا هم د تېرو هغو په څېر هسې د خولې خبرې دي. د سوداګرۍ وزير امين فرهنګ همدا ستونزه په ګوته كړې او له نړيوالو يې د بيړنۍ مرستې غوښتنه كړې. د هغه په وينا افغانستان دا وخت څلوېښت لكه ټنه غنمو ته اړتيا لري. امين فرهنګ ددغې ستونزې د حل لپاره د اتيا ميليونو ډالرو غوښتنه كړې. امين فرهنګ په نژدې راتلونكي كې د قحط اندېښنه هم ښكاره كړې.
دا مهال، چې په هېواد كې په زرګونو غټې او وړې انجيوګانې فعاليت كوي ښايي د خوراك نړيوال سازمان WFP د دولت دې غوښتنې ته ټټر ووهي او اتيا ميليونه ډالر وركړي؛ خو دلته بله ستونزه هم شته، هغه دا چې د اداري فساد له بركته!! په اداره كې داسې ښاماران ناست دي، چې سپږه وژني او ورګه يې په مزد كې اخلي؛ نو دا پيسې به هم؛ لكه د نورو ډېرو مرستو سل ځايه ووېشل شي او په پايله كې به د اتيا ميليونه ډالرو پر ځاى د اتيا ميليونو افغانيو غنم وپېرودل شي او هغه به هم د چارواكيو پر خپلو خپلوانو، واسطه دارانو او زورورو ووېشل شي. كه بيا هم چا د غنمو د نشتوالي يا له لوړو بيو څخه سر ټكاوه؛ نو بيا به وايي، چې موږ خو د اتيا ميليونو ډالرو غنم وارد كړل؛ خو چې تاسې ډېره خورئ او د يو كال غنم مو په څو مياشتو كې نوش جان كړل دا مو خپله تېروتنه ده. يو متل هم ورته لري، چې د خداى جل جلاله وږي دې خداى ماړه كړي.
سړى هك حيران شي، چې دولت نړيواله ټولنه چاته وايي؟ شتمن او بډاى هېوادونه، چې له وږيو او خوارو هېوادونو سره مرستې كوي تيار زموږ كور ته راغلي دا چې هر يو يې په پوځي برخه كې د ورځې په ميليونونو ډالر مصرفوي، ولې زموږ د خېټې غم نه كوي؟
دوى، چې دا دومره پوځي وسايل له ځان سره راوړي او هره ورځ په لسګونو ټنه خوراكي او نور شيان د ځان لپاره راوړي اّيا نشي كولاى، چې موږ ته غنم راوړي؟
كاناډا، چې د ايساف په ليكو كې فعاله ونډه لري هر كال په زرګونو ټنه غنم په درياب كې غورځوي، كه يواځې همدغه غنم موږ ته راولېږي كېداى شي زموږ اړتيا پوره كړي.
زه د يوه نالوستي افغان په توګه له جلالت ماّب حامد كرزي څخه دا هيله كوم، چې لومړى خو د كرنې او سوداګرۍ وزارت په چوكاټ دې ستونزې ته دايمي حل راوباسه او كه دا وړتيا نه لرئ همدغه بهرني مېلمانه له غو،ږه ونيسه او د خپل ملت لپاره يوه مړۍ ډوډۍ ترې واخله
- ذمه وال -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori