Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

شاداب د ژوندانه شاعر






د ښاغلي شاداب د کتاب د مختکتنې په غونډه کې د ګډون په باب راته همدا نن وويل شول او بيا دده د يوه کتاب (چې پسرلى شي) په راکړه رانه د څه ليکلو غوښتنه هم وشوه، چې په منډه منډه مې دا څو کرښې وليکلې.
د ښاغلي شاداب وروستۍ شعري ټولګه دده له مخکينو هغو نه لويه ده، ما دده مخکينۍ يوه شعري ټولګه هم لوستې وه او په لوستو مې يې د هماغه خوږو احساس کړى و، چې د پېښور و مردان او سوات سيمې د ځينو نورو شاعرانو په شعرونو کې مې څکلى و.
شاداب په ډېره نرمه او پسته ژبه د ژوندانه په دغه ستړې لار ګام ايښى او دا ګام دا دى اوس ګامونو ته ورسېد او لا هم تمه شته، چې منډه به ترې جوړه شي، خو دا تش ګامونه، نه دي دا د پښتو ژبې او ادب د پراختيا او پرمختيا ګامونه دي او زموږ د تازه غوړېدونکي فرهنګ د تلپاتېينې ژوندۍ هڅې دي.
د شاداب کمال دا دى، چې د شعر ژبه يې ساده ده، په تېره د غزلو ژبه. ده په غزل کې د پوره خوند يو کيفيت ورننه يستى، که نه نو دا وګورئ:

وختي دې څنګه غريو نيولى راکاته ووايه
د زړه خبره راته خامخا په خوله ووايه

واړه همزولي راته وايي چې دا مخ دې ولې
زه ورته څه ووايم يه جانانه ته ووايه


تر پايه...
شاداب د ځينو نورو غوندې زړو ببولالو ته ناست نه دى، هڅه يې کړې چې نوې خبرې او نوي انځورونه خپلو اورېدونکيو او کتونکيو ته وبښي.

ستا عقيده هم بده نه ده ناروا ده ګناه
خو بعضې وخت په دين اسلام کې هم روا ده ګناه

ارمان دې سر شو حج ته لاړې ښۀ شوه نوم دې وشو
خو دلته دومره باريکات دي چې همدا ده ګناه


او يا دا چې:

هغه د راتلو نه ده، خو په تلو کې مړنۍ ده
دروغو ته يې پرېږده په وعدو کې مړنۍ ده

رقيب ته په غېرت کې د راتلو باور يې نه کړم
خو دا منم چې ما سره پښتو کې مړنۍ ده


شاداب سره له دې
چې د اوسني افغانستان په حدودو پورې تړلى، خو دده په شعر کې زموږ د اوسني هېواد د رنګ او خوند ترڅنګ د کوزې پښتونخوا د سيمې شاعرانه انځورونه او چاپېريالي اغېز هم ښکاري. دا اغېز ځکه د يادونې وړى دى، چې د کوزو پښتنو د غزل تجربې نسبتاً په موږ پورې پخې او درنې دي او دا موږ د هغه سيمې د ګڼو شاعرانو په شعرونو کې ليدلي. دا چې د شاداب په شعر د کوزې پښتونخوا د شاعرانو د شعر په څېر مينه ماتېږي، دا زما په نظر د شاداب لپاره وياړ دى.



ښه شوه چې په شا شولې راڼه به درته ګورمه
ته به راته نه شې کتى زه به درته ګورمه

ستا په مجبورۍ پسې به زه هم غاړه نه وړمه
نه درته پېغور کومه نه بۀ درته ګورمه

نه رښتيا په وړاندې د ناترسه ژړا څه مانا
څه به دې وعدې يادوم څه به درته ګورمه


تر پايه...
د شاعر ښېګڼه دا ده، چې له ساده سيمه ييزو کلمو نه يې شعر جوړ کړى. دا سيمه ييزې کلمې کله کله موږ و تاسو په عادي ژوندانه کې هم کاروو، مثلاً په دوکان کې، په بازار کې، په حجره او جومات کې، د ډېرو شاعرانو دغه سيمه ييزو عادي کلمو ته پام نه شته، په شعر پسې يې بايد د لغتونو کتابونه وګورو او يا له چا نه پوښتنه وکړو، خو شاداب د ځينو نورو پرخلاف هماغه د کلي او حجرې کلمې رااخيستي او شعر يې ترې جوړ کړى. زما په نظر همدا ډېر سخت کار دى، ځکه ډېرو نورو نه دى کړى او يا يې نه شي کولاى، خو ده په ډېر ښه کيفيت ترسره کړى. لکه دا غزل:

په هر نظر کې د معنو نه دې ما مه خبروه
بس خو د زړه د درزېدو نه دې ما مه خبروه

چې ارمانونه مو رنګ نه راوړي همداسې ښه يو
پام چې د راز د شوګيرو نه دې ما مه خبروه


شاداب ځينې شعرونه د خپلې رسمي دندې پر وخت ليکلي او په شعر کې يې دا اغېز هم خوندور دى:

د غېر عسکره خرابېږې چېرته غاړې ته شه
که پخپل سود و زيان پوهېږې چېرته غاړې ته شه

زموږ سرباز خو که سرباز وي د جنت په مينه
خوار شې نو ته خو مردارېږې چېرته غاړې ته شه.


په دومره لنډ تنګ وخت کې به کېداى شي چې د شاداب په خوندوره شاعرۍ بحث کول اسانه نه وي، زما دا لږ څه دې په ډېرو ومني.


يادونه: دا مقاله په هغه غونډه کې چې ننګرهار ادبي بهير د شاداب کتاب د مخکتې په پار رابللې وه، لوستل شوې ده.


- محمد داود وفا -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori