Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

ترخه خاطره






يوه شېبه دمخه په کلي کې سخته بمباري تېره شوې وه، چې زه کلي ته راورسېدم، کلى په لويو کنډوالو بدل شوى و او د کنډوالو له مېنځ څخه چې د لويو څاګانو په شانې وو،لوګى خاته، چې د درنو بمونو د ارتولو څخه مېنځ ته راغلي وو. شاوخوا درنه چوپتيا وه، چې ډارونکى حال يې درلوده او داسې ښکارېده، چې د بېګناه خلکو د وبال نتيجه ده.
کلي ته نږدې کمرونه وو، چې د کمرونو لاندې سيند غځېدلاى و، چې ارامه څپې پکې بې خبره له هرڅه لکه د پخوا په شان پورته کېدې او تا به ويل، چې هېڅ يې نه دي ليدلي. د سيند د اوبو او څپو شرهار دنسيم په چلېدو سره له ليرې څخه غوږونو ته رارسېده.
د توتانو وخت و او د بمبار د دهشتناکه اواز او ټکان تا به ويل، چې د خوراک لپاره څنډل شوي دي. څو ګامه وړاندې مې مات کنډولي او منګي تر سترګو شول، داسې راته وبرېښېده چې ګنې نجونې د اوبو راوړلو په حال کې وي، چې د روسانو وحشيانه بمبارد پيل شوى دى، خو په کنډوليو کې د اوبو يا نم اثر نه ليدل کېده. له بلې خوا وړاندې برجونه ټول نړېدلي وو.
برجونه او دېوالونه داسې نړېدلي وو، چې سپينه رڼا ورځ کې يې دهشتناکه بڼه غوره کړې وه. د برجونو مخې ته دېره وه، چې همدا د توتانو ونې پکې ولاړې وې او د ونو لاندې کټونه ايښودل شوي وو. په کټونو لا واسکټونه او څادرونه پراته وو، داسې ښکارېده چې د کلي خلکو د بمبار له امله ځنګل ته پناه وړې وه.
په ډېره سړه سينه مې غوږ ايښى و، چې ګوندې د چال غږ يا کوم اشنا غږ مې تر غوږ شي. داسې چوپتيا خوره وه، تا به ويل چې ټوله دنيا بيده ده.
له بمبار څخه دمخه به د دېرې په ونو کې تل د مرغيو، چنچڼو، مرغانو، بلبلانو او سارايي مرغيو اوازونه وو، خو د وحشيانه او دروند بمبار له امله بلبلانو او مارغانو خپل ځاى دې وحشيانو ته پرېښى و. ددې سهمناکه اواز له امله هومره ليرې تللي وو، تا به ويل چې نور له دې دنيا څخه وتلي دي. ځينې مالونه او څاروي د بې رحمانه بمبارۍ له امله ټوټه ټوټه پراته وو. هغه خوا په اخور کې چې د غټو توتانو لاندې وو او دېرې ته نږدې وو، د موږيو ترڅنګه پړي شلېدلي پراته وو. ځينې غويانو او نورو ځناورو خپل پړي شلولوي وو او ځنګل ته يې ځغاستلي وو. داسې ددې وحشيانه بمبار نه وېرېدلي وو، چې خپل ځناورتوب يې له ياده وتلى و.
ځنګل کلي ته نږدې د سيند تر غاړه و، ما اورېدلي وو چې ډېر ځل به چې همداسې بمباري کېدله، دوى به د روسانو د بمبارۍ له امله له خپلې ټولې کورنۍ سره ځنګل ته پناه يوړه.
له کلاګانو څخه تېر شوم او د سيند خوا ته مې مخه کړه، خو لومړى د کلي د جومات دروازې ته مخامخ شوم، د جومات دروازې خولې ته يو جوړه زاړه بوټان ايښي وو، چې دا د همدې کلي د ملا و، چې ما يې پښو کې ليدلي وو.
لنډه دا چې په نرۍ لاره، چې ښي او کيڼ اړخ کې نړېدلي دېوالونه وو، خپل تلون ته مې دوام ورکړ، ترڅو سيند خوا ته لاړ شم. لا يو څو قدمه نه وم تللى، چې د دېوال له شا څخه مې د سپيو سينګهار تر غوږ شو، چې د دېواله تر شا واوښتم، کتل مې چې څلور پېنځه سپي د دېواله خوا ته غلي ناست دي او په ډېر عاجزانه توګه ماته ګوري. دا هغه سپي وو، چې په کلي کې به زمرى هم راغى، نو په زمري باندې يې هم حمله کوله، خو د وحشي روسانو د وحشيانه بمبار له امله يې خپل سپي توب هېر کړى و او بيا په تېره د روسانو د ناپالم د بمونو دهشتناکه اواز او د روسانو د وسايطو غرهار دومره دوى وېرولي وو، چې د سپيانو په کتو کې تا به ويل چې د احساس ترحم تقاضا کېده.
زه ډېر په مينه ورنږدې شوم، خو هغوى له ما وېرېدل، داسې راته وبرېښېده چې هغوى ګوندې ګومان کوي، چې ددې لوى مصيب راوړونکى زه يم. کله به دوى ته ډېر مهربانه ښکاره شوم او لکۍ ګانې به يې راته وخوځولې، کله به هم له ما څخه وتښتېدل. ما ددې منظرې تماشا کوله او د مانا نه ډک په يوه سوچ او ژور فکر کې لاړم، چې شرحه يې ډېره ګرانه ده.
نو د سيند په خوا په خپله لاره رهي شوم، د سيند ترغاړې د ګڼو ونو لاندې نه ږغ پورته شو، چې راځئ ! مه وېرېږئ! انور اکا دى! هوکې! هغه زه وم، ټوله په مينه سره زما تر خوا راغونډ شول.
ماشومان په داسې حال کې، چې د مشق تخته او کتابونه يې د تخرګ لاندې نيولي وو، د ګڼو لوخو د مېنځ څخه راووتل. دوى به د لخو په مېنځ کې په اوبو کې درېدل، کوم وخت چې به روسانو تر بمبار وروسته خلک لټول، نو غټ او واړه به د سيند تر غاړه د لوخو په مېنځ کې پټېدل.
د لوخو په منځ کې د اوبو ډنډونه وو او هلکان به هلته پټېدل، چې کله به روسان ځنګله ته نږدې کېدل، دوى به ګڼو لوخو ته پناه وړله، ځکه هلته په اسانه نه ليدل کېدل. کله به چې ماشومانو د خطر احساس کاوه، نو سرونه به يې د اوبو لاندې دننه کړل، چې ګوندې ونه ليدل شي. خو زما د راتګ څخه چې خبر شول، ټول په ډاډه زړه د لوخو د مېنځ څخه راووتل، ژر مې تپوس وکړ چې څوک خو به مړه نه وي؟
هغوى وويل، چې څو کسه زخميان دي، چې هغوى هم ژور نه دي. ما د خداىج شکر ادا کړ.
ددې منظر له ليدلو سره ماته دا راياد شول، چې پخوا به زموږ سپين ږيرو ويل، چې روسان په اخور کې ډوډۍ خوري! دا بچيان چې دا زه د خپلو لومړنيو مكتبونو او سبقونو څخه بېرته راګرځېدلي وو، د دوى په کوچني ذهن کې د نن ورځ دهشتناکه خاطره ثبت شوه، چې پکې ټول کلى او کورونه ونړېدل او ددې نسل په ذهن کې دا يوه خورا بده خاطره پاتې شوه.
- سيد عبيدالله نادر -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori