Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د کونړ سیند تاریخي پس منظر






پتمنو خوېندو او وروڼو، محترمو مېلمنو، محترمو شاعرانو، اديبانو او ګرانو ځوانانو! ته په دې درنه مشاعره کې، چې د کونړ ځوانانو د کلتوري ټولنې په نوښت د کونړ سيند په نامه جوړه شوې، ښه راغلاست وايم.
محترمو! تاسو ټولو ته معلومه ده، چې زموږ د ګران هېواد افغانستان طبيعي هستي همدغه مست غرونه او مست سيندونه دي، چې له هغې جملې څخه د کونړ سيند د امو سيند څخه وروسته د اوبو له مخې د هېواد دويم لوى سيند دى. دا سيند د يو شمېر وړو سيندونو مجموعه ده. له بلې خوا په تاريخي اسنادو کې هم د کونړ سيند ډېر لوړ مقام لري، دومره لوړ مقام، چې حتى د کونړ سيمه يې تر شعاع لاندې راوستلې، نو بهتره ده چې موجود نور سيندونه د کونړ سيند په وجود کې مطالعه شي.
په تاريخي اسنادو کې دغه سيند دراسا په نامه مسمى شوى دى، چې دغه راسا د کونړ په سيندونو کې د ټولو سيندونو ستر سيند بلل شوى او نور سيندونه د هغه څانګې او معاونين دي. د اريانا په تاريخي اسنادو کې د کونړ سيند د تاريخي پېښو مهمې څرګندونې شوي دي، چې د هندوکش لمنو او بيا راښکته رودخانو غاړو ته د اريانا د قبيلو د مهاجرتونو پېښې او بيا د کونړ دسيند په غاړو او ورشوګانو کې د هغوى د ځينو کورنيو مېشته کېدل د کونړ دسيند نامتوالى ښايي او همدا ثابتوي، چې د کونړ سيند زموږ د هېواد د لرغوني تاريخ سره نه شلېدونکې رابطه لري او د تل لپاره به دا اهميت وساتلى شي او زموږ د ولسونو په ملي، فرهنګي او اقتصادي منابعو کې به د يوې شتمنې پانګې په توګه پاتې شي.
د کونړ سيند د کوچني پامير څخه راپيل کېږي، يعنې دغه سيند د (4000) مترو جګوالي څخه د شرقي هندوکش له بېخه د بروغيل له کوتله چې د واخان او يارکند (يارقند) وادۍ سره نښښلوي، سرچينه اخلي. کله چې د چترال يعنې د پامير د ختيځې ډډې څخه راتېر شي، د ارنوې په برخه کې د افغانستان موهومي کرښې ته راننوځي او د کونړ په وادۍ کې د شمال نه جنوب ته مست او سرشاره روان دى. د وادۍ په اوږدو کې د پامير د لوړو سطحو څخه نور ډېر معاونين ورسره يوځاى کېږي. د کونړ سيند عمده معاونين لنډى سيند، چې د باشکل د رود په نامه هم ياد شوى او بيا د پېچ سيند، چې د وايګل رود او د پارون رود څخه تشکيل شوى دي او هم د نورستان رودونه، چې وروسته د کونړ د ولايت په مرکز، چغه سراى په ښآر کې د دواړو درو سيندونو مجموعه چې د پېچ درې او اسمار درې سيندونه يعنې لوى سيند او د پېچ سيند سره يوځاى کېږي او وروسته په جلال اباد کې د کابل له سيند سره يوځاى کېږي. د کابل د سيند سره د يوځاى کېدو نه مخکې 70 ميله اوږدوالى لري. د افغانستان په جغرافيه کې د کابل د سيند د معاونينو په نوم ياد شوى، لامل يې دا نه دى چې د کونړ سيند کوچنى دى، بلکې دا چې تراوسه د کونړ سيند برعکس د کابل د سيند د کمو اوبو څخه ډېره استفاده شوې، درې مهم بندونه يعنې ماهيپر، سروبي (نغلو) او درونټې بندونه د کابل د سيند دپاسه جوړ شوي او هم د جلال اباد کانال ددغه سيند دپاسه جوړ دى.
د کابل له سيند سره تريوځاى کېدو وروسته د ننګرهار په ولايت کې جريان مومي او د کامې، ګوشتې، لعلپورې او نورو سيمو څخه تېرېږي او بالاخره پښتونستان ته ننوځي، چې هلته هم ددې سيند په غاړو د پښتنو قومونو مېشت دي او بيا د اباسين له سيند سره يوځاى کېږي.
لکه څنګه چې په مترقي هېوادونو کې د يوه سيند د اوبو، برېښنا او ټرانسپورټ څخه ګټه اخيستل کېږي، د کونړ له سيند څخه د دومره ډېرو اوبو په درلودلو سره هېڅ استفاده نه ده شوې، له يو څو ويالو او پرته چې زه يې په لنډ ډول نومونه يادوم، د وټه پور وياله، د کرهالې وياله او نواباد وياله. د پېچ له سيند څخه د نرنګ، څوکۍ، نورګل، پشد، سرکاڼو او خاص کونړ ويالې او ځينې نورې وړې ويالې د کونړ له سيند څخه. همدارنګه د برېښنا په هکله يې يواځې د چغه سراى ښار ته يو څه برېښنا ورکړې، چې هغه هم بسنه نه کوي.
د کونړ ولايت د نورستان له ولايت پرته 8000 کيلومتره مساحت لري، چې له دغه جملې څخه يې 5% هوارې ځمکې دي، نور غرونه، د غرونو لمنې، ناهموارې دښتې، سيند او بېلو احتواء کړي، چې له دغې هموارې ځمکې څخه يې يواځې 40000 جريبه ځمکه ابئ او نور للمي ځمکې دي. که چېرته په عصري سيستم بندونه او ويالې جوړې شي، په ځينو برخو کې چې سيند ډېر پراخه شوى، کنټرول او استنادي دېوالونه جوړ شي، نو تقريباً (60000) جريبه نوره ځمکه يواځې په کونړ ولايت کې ابي او د استفادې وړ ګرځېدلى شي او هم دغه موجوده ابادې ځمکې د سيند له همېشني خطر څخه خلاصيېداى شي، نو دا چې د کونړ نفوس د ځمکې په انډول ډېر دى، نو که دغه شاړې ځمکې ابادې شي، د کونړ د ولايت د خلکو د ژوند په ښه والي کې به عمده رول ولري، خو دا کار تراوسه په مختلفو حکومتونو کې نه دى ترسره شوى. پر 1356ل کال د داود خان د حکومت پر مهال يو کانال په پلان کې شامل و، چې ددغه کانال سروې په همدغه کال کې بشپړه شوه. دا کانال د سيند چپې خوا ته د لاهور ډاګ له ښکتنۍ خوا نه پيل او تقريباً (20000) جريبه ځمکې ته يې اوبه ورکولې، خو کله چې داود خان د منځه لاړ، دا پلان په ځاى پاتې شو. د معلوماتو له مخې د حامد کرزي د حکومت په وخت کې د مديرا مړسسه، چې د فرانسې په همکارۍ په افغانستان کې په ځانګړې توګه په کونړ، نورستان، جلال اباد، لغمان او باميانو کې ډېر پرمختيايي کارونه کوي، ددغه کانال د پلان د تطبيق لپاره بودجه ورکړه او غوښتل يې، چې د پخواني پلان او سروې په اساس کار شروع کړي، خو د ځينو نامعلومو لاملونو له امله دغه پلان پر 2003م کال معطل شو او د کونړ ولايت د هماغه وخت ادارې ونه شو کړاى، چې دغه موسسې ته اجازه ورکړي، چې دا کار شروع کړي او د افغانستان ګاونډيانو د خپلو شومو اهدافو په درلودلو، چې بايد ددې سيند له ټولو اوبو څخه بايد هغوى استفاده وکړي، ځکه چې دې سيند هلته هم جريان کړى دى او زموږ چې خپل سيند دى، موږ دې ترې هېڅ استفاده ونه کړو، په داسې حال کې چې ددې سيند برېښنا پنجاب هم روښانه کوي. هغه متل دى چې وايي )ږيره زما او واک يې د ملا).
د برېښنا د توليد په اړه بايد وويل شي، چې د کونړ سيند او د هغه مرستيالان د برېښنا د توليد له مخې په هېواد کې لا څه چې په نړۍ کې وتلى مقام لري. دا يو په دې دليل، چې ډېرى اوبه لري او بل دا چې د چغه سراى نه پورته په دواړو درو کې مخ په ځوړې بهېږي، نو ځاى پر ځاى په ډېر کم لګښت د برېښنا قوي فابريکې جوړېدلاى شي.
اوس د افغانستان حکومت له ازبکستان څخه د خپل عاجل ضرورت وړ برق د 100 ميليونو ډالرو په لګښت انتقالي، دغه برق که کابل ته انتقال شي، نو 600km واټن نيسي، چې ددغه برق انتقال او په ځانګړې توګه د پايو ساتنه په دې ناامنه شراېطو کې ډېرې ستونزې لري، خو په هېواد کې دننه د شته امکاناتو او په ځانګړې توګه د کونړ د سيند دپاسه د سورتاق، مناګي، کامې او ګمبيري پروژې که په عمومي ډول تطبيق شي او ځاى پر ځاى د برېښنا قوي بندونه جوړ شي، نو د ابتدايي سروې له مخې (1300) مېګاواټه برق ترې لاس ته راځي، چې دا د ټول افغانستان له ضرورت څخه زياتېږي او کابل ته هم د 300km په واټن انتقالېداى شي او هم که چېرته دغه ذکر شوې پروژې تطبيق شي، نو د کونړ او ننګرهار ولايت به ګل و ګلزار شي، ټولې شاړې ځمکې به خړوبه او هم به د ګمبيرې پراخه دښته په يوه سمسوره، ښکلې او له منظرو ډک ښار بدل شي.
موږ د افغانستان حکومت ته وړانديز کوو، دا چې په اوسنيو شراېطو کې د افغانستان تر ټولو مهم ضرورت برېښنا ده، بې برېښنا د کار او صنعت پرمختګ ناشونى دى، دا چې له ګاونډيو ملکونو سره د قرارداد په ذريعه د پيسو په بدل کې برق انتقال شي، ښه به دا وي چې د افغانستان حکومت په خارجي موسسو او شرکتونو باندې زور واچوي، چې په هېواد کې دننه د شتو سيندونو په ځانګړې توګه د کوکچې او کونړ سيندونه، چې د برېښنا د توليد لپاره مناسب دي، د افغانستان د ضرورت وړ برېښنا جوړه کړي.
ټولو ته معلومه ده، چې د کونړ سيند د کونړ درې په منځ کې جريان لري او د کونړ سيمه يې په دوه برخو وېشلې، چې د سيند چپه خوا او ښي خوا چې ددې خلکو ارتباط او بلې خوا تګ و راتګ کې له ډېرې مودې راهيسې ستونزې وې، حتى چې دا ستونزې په ټوله سيمه (کوزه او بره پښتونخوا) کې محسوسېږي، ځکه د کوزې او برې پښتونخوا خلک له کلونو راهيسې د ډيورنډ نامشروعه کرښه نه پېژني، په اسانۍ ترې په هره سيمه کې تېرېږي او راتېرېږي، خو دا چې په سيند پلونه موجود نه وو، نو ددغې غاړې خلک به په ډېرو ستونزو د سيند ښۍ غاړې ته تېرېدل او د مالونو انتقال او تجارتي راکړه ورکړه ستونزمنه وه. اوس چې يو شمېر پلونه د کونړ سيند دپاسه ايښودل شوي او يا په پلان کې پېش بيني شوي دي، چې له هغې جملې څخه د مرورې، اسمار، شيکل، سرکاڼو، پشد، څوکۍ، خاص كونړ او نورګل پلونه، چې دا يو مثبت اقدام دى او دا به د کونړ د ولايت په امنيتي او اقتصادي چارو کې ډېره ښه اغېزه وکړي. موږ د کونړ ولايت محترمې ادارې ته وړانديز کوو، چې په دغه لاره کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.
د کونړ سيند د کنټرول په هکله، چې په ځينو ساحو کې يې پراخوالى ډېر زيات دى او ډېرې ځمکې يې لاندې کړي او د اوړي په موسم کې چې طغيان وکړي، ډېرې ځمکې او حتى کلي ورپسې اخلي او دا تلپاتې مشکل دى، وړانديز کوو چې په ځينو ځايونو کې چې کلي او ځمکې د سيند د وړلو له خطر سره مخ دي، استنادې ديوالونه دې جوړ کړاى شي، ترڅو دغه خطر له منځه لاړ شي او د کونړ غريب پښتانه خلک خو با همته او باغېرته خلک چې د کونړ سيند په دواړو غاړو کې پراته دي، په هوساينې ژوند وکړي او ددغه سيند د خوږو اوبو، چې کيفيت يې د اروپا له معدني اوبو څخه زيات دى، استفاده وکړي او خوند ترې واخلي.

ما د کونړ د سينده ځار کړې
زما اشنا به پکې مخ وينځلى وينه


- انجنير عبدالغفار ستارزوى/جرمني -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori