Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د ستورو قافیلی






د ستوري مجلې د دريېمې ګڼې د (ستورو قافلې) ياده شوې لړۍ مو هغه چاته ځانګړې کړې ده، چا چې د ژوند زياته برخه د دردېدلي هېواد د زخمونو د رغونې په هيله شپه او ورځ د ټپي ټپي زړونو رنځونه انځور کړي دي. دا چې اوس مهال ورباندې د پردېسۍ شپې ورځې تېرېږي، خو بيا هم د ګران هېواد د ناخوالو او کړکېچونو څخه زورېږي او په رنځور ځان روحاً او جسماً د درد احساس کوي.
نوموړى قاضي عصمت الله روحاني يوسفزى د ارواښاد قاضي حمدالله زوى او د ارواښاد قاضي القضات نقيب الله لمسى دى، چې د مرحوم قاضي القضات مير جمال الله پشدي د ټبر پورې تړلى په يوه عالمه او متدينه کورنۍ کې 75 کلونه وړاندې د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په علم پالونکي کلي کې د قاضيانو په کورنۍ کې سترګې غړولي دي.
د خپلو مشرانو په دستور او لارښوونه يې لومړنۍ زده کړې د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ په ښوونځي کې ترسره کړي دي، چې بيا په کابل کې د امام ابوحنيفه په مدرسه کې شامل او د دولسم ټولګي وروسته د کابل پوهنتون د شرعياتو په پوهنځي کې شامل او د بريالي فراغت وروسته په مختلفو دولتي پوستونو کې يې دندې ترسره کړي دي، چې يو له هغې څخه د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ د قاضي په توګه او بيا د افغانستان د علومو اکاډمۍ په پښتو ټولنه کې پس له هغې د ښوونې او روزنې په وزارت کې د تاليف او ترجمې رياست کې بيا د ارګون د مرافعه قاضي په توګه په پوره اخلاص او ايمانداۍ د قضا سپېڅلې چارې پرمخ بيولي، چې په دې دوران کې يې د مسلکي پوهې د لوړتيا په منظور د اسټراليا او جاپان هېوادونو ته پخپل رسمي ماموريت کې سفرونه کړي دي، چې د هغې وروسته د معدن او صنايع په وزارت کې يې د ترجمان په توګه دنده ترسره کوله، چې په همدې وخت کې يعنې 1364هی ش کال د شوروي د سرو پوځونو د اشغال پر مهال ګاونډي ملک پاکستان ته کډه شو، چې د هجرت په ديار کې يې د اسلامي محاذ د فرهنګي چارو مسوليت ور په غاړه و، چې مستقيماً يې د يوه اديب او قلموال په څېر خپله ايماني او وجداني دنده او فراېض اداء کړي دي، چې په دې دوران کې يې د جهاد في سبيل الله په نامه يو کتاب چاپ او نشر ته سپارلى.
په همدې توګه يې د روحاني سلګۍ په نوم په درې جلدو کې يو کتاب ليکلى او ګڼ شمېر نور اثار او ليکنې يې په مجلو او ورځپاڼو کې نشر شوي دي. دا چې اوس د کاناډا د ګلف په ښار کې د يواځيتوب شپې سبا کوي، خو د هېواد او هېوادوالو څخه ځان جدا نه بولي، چې په ليکنو کې يې دا بېلګې ښې په ګوته کېږي. تل يې د حق ملګرتيا کړې ده او د ظالم او زورګير يې د قلم په ژبه په ډاډه زړه غندنه کړې ده لکه چې په لاندې بيتونو کې چې اشاره ورته شوې ده:

که وطن ته مې څوک په بده سترګه ګوري
د ظالم د غاړې دار يمه زنځير يم

هرڅه ما د يار له سره صدقه کړه
اخلاص مينه راسره ده نور فقير يم


په بل ځاى کې يې د کورنيو جنګونو او ناورين څخه هم سرټکولى دى لکه چې وايي:

په ګلشن باندې د ظلم خزان راغى
د بلبل زړګى زخمي شولو کباب

شپېلۍ وچاوده د مينې نغمه غلې
توپان وشکول تارونه د رباب

د دېرې مجلس په وير باندې بدل شو
د غزل قلم شو مات پورې کتاب


شاعر د مينې په بازار کې هم سودا کړې، خو دا چې ترې راضي دى او که نه؟

د سکوت مهر په خوله دى لګېدلى
د مئين وينا په رمز و اشارت شي

د رښتيا مينې نه زړه کله صبرېږي
چې لمبه پکې رڼا د شفقت شي

ښکلي راشه چې په مينه غېږې ورکړو
چې رسوا د روحاني پټ محبت شي


د خپلو خبرو په پاى کې ښاغلي عصمت الله روحاني ته د نورو ادبي هڅو په هکله لوى ذات ته لاس په دعا کېږو، چې هڅې او لاس ته راوړنې يې نورې هم ګړندى شي او اوږد او ښه ژوند ورته غواړو.

چې رخصت له دې نړۍ نه غني خان شو
د ادب په باغ و بڼ کې ګډ خزان شو

د ادب جرس شو غلى نغمه چوپه
د ادب ګلونه مړاوي ګلشن وران شو

جذبه د شعر يې خاورو کې خوندي شوه
هديره ځکه ګلونه ګلستان شو

په مزار يې د اشراق ډيوه بلېږي
چاپېريال يې په انوارو کې روښان شو

سره لمبه د مينې پټه شوه ايرو کې
روحاني غني بندي د ګورستان شو.


- چلوونكى: محمد داود صديق يوسفزى -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori