Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

په کونړ کې د کونړ سیند مشاعره






د وري په 9مه (د 2008م كال د مارچ په 28مه نېټه) د كونړ ولايت په مركز اسداباد كې د (كونړد سيند) په نوم مشاعره وشوه، چې له دې وروسته به هر كال د كونړ سيند مشاعره جوړېږي.
په دغه مشاعره كې د بلخ، بغلان، كابل، ميدان وردګ، غزني، خوست، پكتيا، كندهار، ننګرهار، لغمان او كوزې پښتونخوا په لسګونو شاعرانو برخه اخيستې وه.
د كونړ د سيند مشاعره د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د كونړ والي سيد فضل الله واحدي او په المان كې د كونړ د ځوانانو د كولتوري ټولنې په مرسته جوړه شوې وه.
د مشاعر د سټېج چارې ښاغلي محمد ادريس غروال او ښاغلي نعمت الله كرياب پرمخ بيولې. په مشاعره كې د لسګونو شاعرانو ترڅنګ ښاغلي استاد غفور لېوال، ښاغلي استاد محمد اصف صميم، ښاغلي استاد حبيب الله رفيع، ښاغلي ډاكتر خوشال روهي او نورو مشرانو هم برخه اخيستې وه.
د مشاعرې څخه مخكې شپه يوه وړه مشاعره ترسره شوه او د )سندريز ماښام( په نامه د موسيقۍ پروګرام د كوزې پښتونخوا څخه د پياوړو سندرغاړيو ښاغلي سردار يوسفزي او ښاغلي خيال ګل په خوږو اوازونو ښكلى شوى و.
د مشاعرې په لومړۍ برخه كې د اطلاعاتو او كولتور د وزير پيغام د كونړ د اطلاعاتو او كولتور د رئيس ښاغلي عبدالقيوم حكيمزي له خوا ولوستل شو. دغه راز په هېواد كې دننه او له هېواد څخه بهر د لسګونو فرهنګي او ادبي ټولنو پېغامونه هم ولوستل شول. د پروګرام دويمه برخه د مشاعرې وه، چې د مشاعرې پيل له مزار شريف څخه د ښاغلي شاعر ذبيح الله احساس په شعر سره وشو او ورپسې په ترتيب سره د ټولو سيمو شاعرانو ته د شعر ويلو بلنه وركړل شوه.
د مشاعرې په پاى كې ددې مشاعرې د منتظمينو له خوا څلورو هغو كسانو ته، چې د فرهنګ او كولتور په برخه كې يې د قدر وړ كارونه ترسره كړي وو، د سرو زرو مډالونه وركړل شول.
په لندن كې د بي بي سي خبريال ښاغلي داود جنبش ته د شمس الدين مجروح، د كونړ والي ښاغلي سيد فضل الله واحدي ته د عبدالخالق اخلاص، ښاغلي ډاكتر ابراهيم شينواري ته د ډاكتر كبير ستوري او ښاغلي ډاكتر شېر ولي شېر ته د طاهر فرهاد د سرو زرو مډالونه وركړل شول.
وروسته د كونړ د والي سيد فضل الله واحدي له خوا استاد حبيب الله رفيع او استاد محمد اصف صميم ته اعزازي پګړۍ ورپه سر شوې.
د مشاعرې شعرونه، ليكلي پېغامونه او ويناوې به ډېر ژر په كتابي بڼه چاپ شي.
لر او بر ټولو پښتنو شاعرانو ليكوالانو او اديبانو د كونړ سيند د مشاعرې په جوړېدو د خوښۍ څرګندونه وكړه، ځكه كه يو خوا كولتوري هلې ځلې وده مومي، نو له بلې خوا د شاعرانو ترمنځ پېژندګلوي او راشه درشه هم زياتېږي.
- اداره -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori