Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د مهربان پلار سپېڅلي روح ته

زموږ دردونو ته درمانه پلاره
زموږ خواخوږى مهربانه پلاره

ستا د ژوندون يوه يوه خاطره
خيال ته رادرومې هرې خوا نه پلاره

راته د ستر خالق دا ستره نړۍ
نيمګړى ښکاري بې له تا نه پلاره

زموږ په ذهن کې هم ستا په لاسو
ډيوه د علم شوه روښانه پلاره

تا زحمتونه تکليفونه ګالل
موږ ته دې ټول عمر خوښي راکړې

موږ دې له درده خبر کړي نه يو
راته دې هر وخت خوشحالي راکړې

هر درد او غم دې په خپل سر اخيستى
تا سوکالي تا ارامي راکړې

زموږ د هرې کاميابۍ لپاره
تا اطمېنان تا تسلي راکړې

اوس چې ستا سيورى رانه ليرې لاړو
موږ خو د ژوند د غرمو تاب نه لرو

د ژوندانه د کتاب پاڼې لولو
خو د خوښۍ پکې کوم باب نه لرو

ستا له دعا نه چې محروم پاتې شو
لارې د هومره لوى ثواب نه لرو

پرته له تا به مو ژوند څنګه تېر شي؟
دغه پوښتنې ته ځواب نه لرو

دا چې د ژوند شېبې مو ښې تېرېدې
ستا دوعاګانې ستا برکت و پلاره

نن چې ثمر ته رسېدلي يو موږ
دغه برکت ستا د محنت و پلاره

يواځې موږ نه په زرګونو نورو
اخيستى تا نه تربيت و پلاره

ته يو معلم ته يو لارښود د خلکو
هره وينا دې سعادت و پلاره

تا د عرفان بلې ډيوې لپاره
د زړه په مينه پتنګان روزلي

د هر دردمند د پرهر څړيکو ته دې
له عاطفې ډک طبيبان روزلي

ستا لوړ مقام ته هغوى سر ټيټوي
تا رئيسان تا وزيران روزلي

د ګران وطن د ترقۍ لپاره
تا د همدې خاورې بچيان روزلي

ته تر اتيا کالو اوښتى وې خو
غم دې د ځوان په شانته زور راکوي

بغېر له تا د ژوندون هره شېبه
راته سکروټې شيندي اور راکوي

ته چې په کومه ورځ له موږ نه لاړې
قسم په خداى که خوند خپل کور راکوي

موږ دې خدمت کې شپې شوګيرې نه کړې
ضمير هر وخت راته پېغور راکوي

تاته له خدايه جنتونه غواړو
ځان ته توان چې ستا دوستان وپالو

کوښښ کوو چې د امکان تر حده
ستا د ژوندون يو يو ارمان وپالو

د هيلو بڼ کې هر يو ګل ګل به دې
د خپلو اوښکو په باران وپالو

چې ستا اروا ته پرې سکون رسېږي
موږ به هغه کار په ښه شان وپالو

- هدايت الله حيات -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori