Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د ستورو کاروان






غزل

ما لېوني ته به په څه تمام شي
ستا د ښاېست د هوسونو قيمت

دا مې په مينه کې خوښېږي اشنا
ورکوو يو بل ته د زړونو قيمت

په کال کې هره چارشنبه به ورځو
راوړو په لاس د زيارتونو قيمت

په دم دعا پسې به وخوځېږو
يو څوک به راکړي د سوالونو قيمت

صديقي تاته خو څه نوي نه دي
تل دى باېللى د سرونو قيمت



محمد داود صديقي يوسفزى





غزل

يو څوک مې تصور نه ستا خيالونه ړنګوي
زموږ د ګودرونو چينارونه ړنګوي

چې کله په خوبونو کې هم ستا کلي ته درشم
غمونه دې اشنا راله خوبونه ړنګوي

په ټپو، ټپو سترګو ما قدم پسې نيولى
غمازه شوه سيلۍ د يار منډونه ړنګوي

په خوب کې راته راغله وايي خوله رانه وانخلې
ستا شونډې پاړ نيولي مې خالونه ړنګوي

چې ليک دې کله کله زه په لاسو کې راواخلم
سيلاب زما د اوښکو ستا ليکونه ړنګوي.



عبيدالله سيلاب





پښتونخوا

بيا د پښتنو په پښتونخوا خبرې غواړو
ستا په مخامخ باندې پرې بيا خبرې غواړو

موږ ته په دفترو کې پښتو ژبه پکار ده
دغه بنيادي حق باندې ستا خبرې غواړو

ته که وې په خپله خاوره خپل اختيار ګناه دى
مونږه په دې خپله يو ګناه خبرې غواړو

وګوره ګرېوان کې ملا ته د چا بچى يې
تا سره هم مخ په مخ ملا خبرې غواړو

يو د ابدالي بچي مونږ سپينې سپينې وايو تل
هر ځاى کې هر چا ته ښې صفا خبرې غواړو

غږ د هر پښتون دى سياسي مسله نه ده
بچى د هر پښتون وايي چې همدا خبرې غواړو

بيا به دې د وينو سور سيلاب ځان سره يوسي
ځکه نيازى پسې خامخا خبرې غواړو.



جمشيد نديم نيازى





غزل

زړه ته رانېږدې مې که د خپل حسن جلوه مې که
اور مې که، سکاره مې که او باد مې که اېره مې که

ټول لوګى، لوګى مې که نظر دې په ما مات کړه ته
دود د سپېلني مې که او پو مې که لمبه مې که

وګوره د خپل حسن تصوير زما په سترګو کې
مخامخ راکېنه ځان دې جوړ کړه آئينه مې که

څومره چې د ناز او ادا زه وړم په خپل سر باندې
ته مې هم د خپلې غېږ رباب خوږه نغمه مې که

هلته مازيګر چې د ګودر غاړې ته راشي نن
بيا مې د منګي سره سندره که ټپه مې که

ما د خپل قاتل نظر په پنجو کې راونغاړه
ومې وژنه، قتل مې که ښه ذره ذره مې که

تنده چې پرې ماته د بيدار د ډېره عمره شي
مست مې که، غزل مې که،شراب مې که، نشه مې که



عبدالبصير بيدار ستورى





غزل

د زلفو څانګې دې ګلان پېژني
د شونډو څوکې دې پېزوان پېژني

د زړه کوڅې ته مې په منډه راشي
زما د زړه دنيا جانان پېژني

اندېښنې سُر کړي د غمونو شپېلۍ
ځکه نغمې يې ټول جهان پېژني

د غم رباب د غم نغمه غږېږي
د درخو سترګې ادم خان پېژني

چې نوم دې واخلم د غزل په پاڼه
هر يو غزل مې عاشقان پېژني

عصمت ملنګ چې دې په شونډو شونډې
چې کله کېږدي ستا ايمان پېژني.



عصمت الله ملنګ





غزل

ښکلي چې هر خوا ته نظر واړوي
سم لکه خمان د کوثر واړوي

ستا د کړس خندا لکه د تورې خرپ
ما او زما زړه به په شر واړوي

رابه وړي سپرلى د امېدونو رنګ
ډک به له ګلونو څادر واړوي

داسې معصوم ګوري ته وايې هېڅ نه دي
غلا به د زړه څوک په دلبر واړوي

دا خامې خولګۍ او دا اومه ښکلي
ما به د خپل هوډ نه اخر واړوي

وخت زموږ ملګرى دى ساده ياره
جام به دې د کبر په سر واړوي

ماته مې جانان سترګو کې ودرېږي
لاس چې کوم مئين په دلبر واړوي

دومره به دې ښکل کړي چې اوتره شې
خداى به دې يو ځل په شرر واړوي.



شرر ساپى





غزل

خوړلي مې په زړه پاخه داغونه دي
ليدلي چې مې ستا د مخ خالونه دي

تا چې په کوم وخت راته کتلي دي
جوړ مې په زړه ځکه پرهرونه دي

ياره دغه زما د زړګي وينې دي
سره چې دې پرې نن دواړه لاسونه دي

ما سره لا نور غمونه څه کوي
ستا د غمه جوړ راته غمونه دي

زړه د حميد ډک له ارمانونو دي
ورک ځکه د سترګو يې خوبونه دي.



حميد الله حميد





غزل

کله مې زهر څکلي نه دي نن يې څکمه خدايه
چاته مې ځان ويلي نه دي نن ورځمه خدايه

بيا مې وفات کړه خو جانان مې يو ځل لاس کې راکړه
دا تمنا مې په دې خپل زړه کې لرمه خدايه

زه اوس ملحد که مسلمان يم خدايه نه پوهېږم
په لمانځه تا لره ولاړ څوک يادومه خدايه

د تصور په ټال کې جګ شوم د اسمان تر بريده
د ستورو کټ کې ورته نن شپه ورکومه خدايه

خلک جانان تلي په زړه کې زه زړګى نه لرم
زه يې د سترګو په پاليو کې تلمه خدايه

چې د رنجش د زړګي وينې له مداره وځي
د هر يوه څاڅکي يې د يار نوم جوړومه خدايه



عباد الله رنجش





د زړه اوا ز

خدايه بښنه درنه ډېره غواړم
ته زورور يې زور له تا سره دى

ستا له مخلوقه په زړه داغ لرمه
ددغه داغ ټکور له تا سره دى

د لېونۍ دونيا دې ونړوه
سيندونه ستا دي اور له تا سره دى

خوښه دې کوم يو چې رالېږې راته
زما تربور او ورور له تا سره دى

دا ګنګوسې مو له پخوا اورېدې
چې زموږ واک به بيا جلاد ونيسي

څوک به په خوا د مرده باد کې اوسي
څوک به طرف د زنده باد ونيسي

دا سپين لباس کې د لستوڼو ماران
رانه کابل نيسي بغداد نيسي

خوب مې ليدلى دى حېران يم ورته
تياره راپورته شي او لمر وخوري

يوه بلا په منډه، منډه راشي
رانه سيندونه وخوري غر وخوري

يو څوک په چل د ابادۍ په نامه
زور رانه واخلي رانه زر وخوري

بيا رغونه که همدومره وي نو
دا څو پولچکه دې ستا سر وخوري

تا د طبيب نشان په توره والى
په هغه توره مسلمان وژني

يو افغان غېږه کې نږدې کړې ځانته
په هغه بېرته بل افغان وژني

خپل انجيل شا پورې تړلى ګرځي
خو لاروى د پاک قران وژني

زما ازار دې لېونى کړه اشنا
چې په سوکانو باندې ځان وژني

زما ولس نه دې څرمن وېستلې
خپلو بچو ته ترې خېمه جوړوې

له خپلې خونې ستړى، ستړى راغلې
زما په خونه کې دمه جوړوې

سپينې او تورې ټاپې تا سره دي
څوک خليلزاد څوک اسامه جوړوې

ته د بدرنګه تاريخ توره څېره
دا څه بدرنګه ډرامه جوړوې

زما له سره يې غرور اخيستى
زما يې قام په زولنو تړلى

بس د خان ښه وايي نارې وهمه
زما يې قام په زولنو تړلى

زما ممبر يې په ګولو وېشتلى
زما يې امام په زولنو تړلى

بې ګناه زړه مې دى خپل سرى جانان
لکه صدام په زولنو تړلى



سميع الله تړون





غزل

غمونو کې رالوى شوم کړاونو کې رالوى شوم
جانانه ستا د مينې په يادونو کې رالوى شوم

يم ځکه لېونى لوګى مې خېژي له ګوګله
پردي وطن مېرو او په کمپونو کې رالوى شوم

منزل ته به رسېږي کله اى د بوډۍ ټاله!
دا ستا د رسېدو په ارمانونو کې رالوى شوم

دخاورو سره خاورې شو ښاېسته ښکلي ځوانان وو
د کونډو، يتيمانو فريادونو کې رالوى شوم

دې خپلو عملونو خو کچکول کړه راتر غاړې
کله يو او کله بل ته په سوالونو کې رالوى شوم

ادب کلتور،فرهنګ مو په ټوپک باندې بدل کړ
تورتم توره تياره او په جنګونو کې رالوى شوم

د چا سره هېڅ احساس د جوړېدو نه و کوچوانه
د وران وطن په ورانو محفلونو کې رالوى شوم



ګلرنګ کوچوان





د نفاق لمبې

راځئ چې رنځ ته مو دوا جوړه کړو
د محبت لويه دنيا جوړه کړو

ترڅو به سوځو په لمبو د نفاق
د ورورولۍ يوه غوغا جوړه کړو

د خپل تياره ضمير او زړه په کوڅو
د معرفت په نور، رڼا جوړه کړو

چې د کلنو پرهارو کړي علاج
دردمنو زړونو ته کيميا جوړه کړو

که زړه جونګړه په جفا شوه ورانه
عزم وهمت باندې يې بيا جوړه کړو

سمبال چې نه وي د سينګار په هنر
د وطن ناوې به په چا جوړه کړو.



سيد عبيدالله نادر





خوشحاله ژوند

خدايه! په دغه لارې بيا هغه کاروان راولې
زما د خوږ زړګي ارمان له ته درمان راولې

چې عبادت د مينې وکړي او اباد کړي وطن
ته خو واکمن زمونږه داسې انسانان راولې

مينه ښکلا شي او د زړونو مو ارمان پوره شي
زمونږ په زړونو کې د مينې يو باران راولې

چې د وحدت لاسونه ورکړي لر و بر پښتانه
په پښتون قام د خوشحالۍ داسې دوران راولې

دا نسيم ستورى به خوشحاله ژوند خوشحاله تېر کړي
چې په ژوندون يې دغې غېږې ته جانان راولې



نسيم ستورى





پښتنه

د بڼو له څوکو اوښکې
کله ورغړي ګرېوان کې

د وختونو له نادودو
د پرون هرڅه يې هېر دي

ړنګه شوې يې دنيا ده
د اغزن نصيب له لاسه

د کوم ښکلي بڼ غوټۍ ده
ده د پاکې دنيا حوره

د عزت له کاله بېله
د ناخوالو تور کې ورکه

د پېړيو ښاپېرۍ ده
د ناموس دکلي خور ده

له همدې کلي نه څومره
د عزت جنازې لاړې

هغه بېرته راستنه شوه
د غېرت له پلوې دېخوا

راته ښکاري بل څوک نه ده
پښتنه ده، پښتنه ده.



محمدا جان يار





غزل

د محبت په تاتره كې اوسو
مونږه مدام په خطره كې اوسو

لكه د خپلو غرونو ورژېدو
په زلزليزه جزيره كې اوسو

پلا خو د ځان په خوږو نه پوهېږو
لا د بارودو په نشه كې اوسو

لا خو نه كور شته، نه كنډر، نه كلى
لا خو په ورانه اديره كې اوسو

د خاموشۍ په سمندر لاهو يو
د زورورو په محله كې اوسو

دا مونږه څنګه په ځان نه پوهېږو
دا مونږ په كومه زمانه كې اوسو

مونږ به ترڅو داسې ټكرې وهو
مونږ به تر كومې په تياره كې اوسو.



ارواښاد ډاكتر صاحب شاه صابر





غزل

موږ د زړه وينې وركوو هېڅ پرې معلومې نه دي
پكې اوبه ساتي په سر يې منګي نه زوروي

د ښآر د پېغلو دا عادت دى ګوره خيال پرې كوه
چې يې حيا ترې كېږي هغه سړى نه زوروي

انسان ته سر ټيټول ټول ژوند ته پېغور جوړوي
خداى ته كه څومره وي سجدې خو تندي نه زروي



نظامي





- شعرونه ، غزلی او نظمونه -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori