Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

ځوانان او مخدره مواد






څرنګه چې په نړۍ کې ټول اجتماعي او ساېنسي پرمختګونه د انساني پوهې او زيار نتيجه ګڼل کېږي او د هر هېواد پرمختګ او ترقي د هماغې ټولنې د وګړيو او ځوانانو د ښې روزنې او تربيې پورې تړلې ده، په هره کورنۍ کې ماشوم د بل څراغ په څېر دى، چې د کورنۍ نور غړي ترې لکه د پتنګانو غوندې راتاوېږي او نازوي يې. همداسې ماشوم د سبا پلار، رهبر، پوه او د لوړ شخصيت خاوند ټولنې ته جوړېداى شي.
هوکې! د ماشوم تربيه او روزنه خورا مشکل کار دى، کله چې يو ماشوم د مور له غېږې نه د اجتماع او ښوونځي محيط کې قدم ږدي، روزنه يې لکه د لمدې پښتې په څير وي. که ښه وروزل شي، د سبا ورځې ستر انسان جوړېږي او که په روزنه کې يې بې غوري وشي، د سبا ورځې لپاره ټولنې ته سخت خطر پېښولى شي.
درې لسيزې مخکې زموږ ځوانان له خپل هېواد څخه اواره شول او د نړۍ ګوټ ګوټ کې يې ژوند اختيار کړو. د پرديو کلتور لاندې راغلل، خپل فرهنګ او کلتور ترې پاتې شو، د خپل هېواد سالمې روزنې څخه بې برخې پاتې شول، د ژوند له سختو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان شول. څه خو جنګ وخوړل او څه د بې وسۍ او نادارۍ په کړاو اخته شول. همدغه شان ډېرى ځوانان په نېشه يي توکو روږدي شول، چې دا ټول د بې وطنۍ، بې کارۍ او بې غورۍ نتيجه ده. دا چې په تېرو دېرشو کالو کې د ښې روزنې او تعليم و تربيې ځاى جنګ جګړې ونيو او د ډز نسل رامنځته شو ددغه وخت ځوانان يواځې د مرګ ژوبله او وروروژنه پېژني، خالي د ټوپک او کارتوسو متخصصين دي. زموږ ملک او زموږ ټولنه به يو ځل بيا نورو دېرشو کلونو کې ځوانان روزي، ترڅو خپلې ټولنې ته مسلکي کسان وړاندې کړي.
افغانستان کې پخوا ترورېزم او مخدره مواد هډو چا پېژندل هم نه، د هېواد په ښارونو او کليو کې خلکو په دېرو حجرو کې چيلم څکاوه او زياتو کسانو به نسوار هم اچول. دا چې پرمختللې نړۍ هېوادونو کې د نورو شيانو په څنګ کې نيشه يي توکيو هم ګړندۍ وده وکړه، د بېلو بېلو نيشه يي موادو کارخانې جوړې شوې او ددغو سرمايه دارۍ هېوادونو د خپل بزنس د تقوي په خاطر نيشه يي توکي نورو هېوادونو ته ولېږدول، چې په دغه لړ کې زموږ فقير او غريب ملک يې هم پکې اخته کړو. د هېواد مرکز او ولايتونو ته يې د ځوانانو د بې لاري کولو او په نيشه يي موادو راوړل پسې په پوره اندازه زيات کړل، چې بالاخره زموږ ټول هېواد يې د مخدره موادو په مرکز واړاوه.
د ملګرو ملتونو د مخدره موادو د کنټرول او مخنيوي د ادارې باوري منبع تاييدوي، چې په افغانستان کې د هېروينو د توليد سيمه ييز لابراتوارونه د جنګي سردارانو، قبايلي خانانو او د تنظيمونو د لنډغرو په لاس کې دي. دغو لابراتوارونو ته ځانګړي کيمياوي مواد، چې ترياک يا افين تر يوه کيمياوي عمل وروسته د هېروينو په پوډرو باندې بدلوي، د اروپا او امريکا د سترو مارکېټونو د مافيايي پانګه والو له خوا برابرېږي.
زه دلته يواځې يو مثال راوړم، چې په تېر عيسوي کال کې د افغانستان له ترياکو څخه مافياي بانډونو 8_2 مليارده ډالر ترلاسه کړي دي او دغه پانګه ټوله د امريکا په بانکونو کې مېنځل شوې ده.
په دې ترتيب سره يې زموږ د خوار او فقير وطن زامن په بېلابېلو نيشه يي توکيو له استعمال سره عادت کړي دي، چې بالاخره يې زموږ په ملک کې د شرابو او نورو نيشه يي موادو نه پرته د هېروېنو فابريکې يې د خپل بزنس لپاره ودرولې او مافيا يې هم په سر کې ولاړه ده او د نړۍ په خوله کې يې افغانستان ورکړى دى. په همدې ترتيب سره افغانستان يې د مخدره توکيو د توليد اصلي منبع وګرځوله او ګټه يې د همدغو بهرنيو جېبونو ته لويېږي.
زه دلته يواځې د مخدره موادو استعمال او د هغې ضررونه د خپل هېواد ګران نسل ته په تېره بيا تنکيو ځوانانو ته، چې په نيشه يي موادو په استعمال روږدي نه شي، بيان کوم.
1_ديني زيان
2_صحي زيان
3_اجتماعي زيان
4_اقتصادي زيان
5_سياسي زيان
6_امنيتي زيان
7_رواني او اروايي زيان او نور
پورتني ټول زيانونه د مخدره او نيشه يي توکيو د استعمال په ذريعه انسان ته رسېږي. ددغو شيانو استعمال ځوانانو نه روغتيا، انسانيت، اداب، زکاوت، زړورتيا، پوهه، کار او زحمت، تعليم او تربيه اخلي او ډېرى ځوانان د مرګ او خطر کندو ته غورزوي.
لکه څنګه چې د طب په علم کې ثابت شوي دي، چې د مخدره موادو استعمال په اعصابو کې التهاب پيدا کوي او انسان د سترګو په ړندېدو اخته کېږي، نو زه لازم ګڼم چې ځوانانو ته دا پېغام وړاندې کړم، چې تاسې د هېواد ځوانان د سبا ورځې د خپل وطن ملي سرمايه ياست. د وطن ټولې ماتې ګوډې ستاسو په لور درګوري، ترڅو په راتلونکي کې د وطن او خپلې ټولنې لپاره په پوره امانت دارۍ سره د خدمت مصدر وګرځئ.
منم چې تېرو جګړو او ناخوالو کې ستاسې تعليم او تربيه او څنګه چې ښايي هغسې روزنه مو نه ده شوې، د علم او معارف نه بېرته پاتې شوي ياست او په تېره بيا ډېرى ځوانانو په دغه ناروا او نادودو کې خپل پلرونه له لاسه ورکړي، ځينو پکې هرڅه له لاسه ورکړي او چا نه د خپل بدن هډونه پرې شوي. ستاسو ژړا او فرياد ټولې نړۍ اورېدلى دى او لا تراوسه هم دغه لړۍ روانه ده. سره له دغو ټولو ربړونو او ستونزو، حالاتو تاسې هوښيار کړي ياست، هيله من يم چې ټول ځوانان مټې راونغاړي او خپل ځانونه لومړى په علم او معرفت ښکلي کړي او بيا د ګران هېواد په خدمت او ابادېدو کې پوره ونډه واخلي.
د ځوان نسل د ښې روزنې په هيله!
- محمداجان يار -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori