Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د خاص کونړ په ولسوالۍ کې






د 1386م کال د حوت د مياشتې پر اتلسمه (18مه) نېټه د کونړونو ولايت د خاص کونړ په ولسوالۍ کې د هغه ډنمارکي ورځپاڼې پر ضد د غندنې لاريون ترسره شو، چې د اسلامي امت د ستر لارښود حضرت محمدصلى الله عليه وسلم کاري کارتون يې کښلى و او هغه پاکه هستي يې د يوه دهشتګرد په ډول معرفي کړې وه.
لاريون د سيمې د سپين ږيرو، علما کرامو او روښان فکرانو له خوا رابلل شوى و. په دغه لاريون کې، چې د پېنځلس کيلومتره په واټن ترسره شو، د سيمې نږدې 2000 څخه تر 3000 پورې وګړيو پکې برخه اخيستې وه.
لاريون که څه هم سوله ييز و، خو ډېر قهرجن و، چې د هالېنډي او ډنمارکي چارواکيو پر ضد يې خپل شعارونه ورکول. د لاريون برخه والو دغه عمل د کليسا طلسم وباله او دا يې پر اسلامي رهبر باندې مخامخ د کليسا د تېري احساس کاوه. هغوى په دلاېلو سره خپلو شعارونو ته زور ورکاوه، چې دا د يوې ورځپاڼې تېروتنه يا سپکاوى نه، بلکې په دې کار کې د ټولې کليسا برخه شته، ځکه يې د يوه نړېوال دين چې اسلام دى، سپکاوى کړى دى.
د لاريون ګډونوالو د بيان په دغه شان آزادۍ ګوتنيونه وکړه او دا يې د مطبوعاتو ازادي نه، بلکې خرافات او کنځلې وبللې.
همدا ډول د لاريون په يوه برخه کې د لنډ توقف پر مهال ځينو علماو ويناوې وکړې، هغوى زياته کړه چې ډيموکراسي د خلکو حکومت دى، نه خلکو ته خرافات، مذهب ته سپکاوى او خلکو ته کنځلې او د مطبوعاتو ازادي هم د نړيوالو اصولو برابر په متقابل درناوى ولاړه ده، نه په چټياتو او ناوړه ويناو. د لاريون ګډونوالو په ډېر جوش او خروش سره په پاى کې د ډنمارکي او هالېنډي چارواکيو مجسمو ته اور ورکړ او هم يې د ډنمارک او هالېنډ بېرغونه وسوځول.
ګډونوالو خپله قطعه نامه يا پرېکړه ليک د سيمه ييزو ژورنالېستانو په وړاندې په عام محضر کې ابلاغ کړه، چې د جزياتو مهم مواد او توکي يې په دې ډول رانغاړل شوي وو:
1_ د افغانستان د اسلامي دولت څخه په کلکه غوښتنه لرو، چې د ډنمارک او هالېنډ له هېوادونو سره خپل ډيپلوماټيک اړيکې پرې کړي.
2_ د ډنمارک او هالېنډ هېوادونو هغه پوځيان چې په افغانستان کې شتون لري، بايد زر تر زره زموږ له هېواد څخه ووځي.
3_ په ملي او بين مللي کچه دډنمارکي ورځپانې د چلوونکيو محاکمه په جدي ډول غواړو.
4_ د افغانستان له اسلامي دولت څخه په کلکه تکرارً غوښتنه کوو، چې د ډنمارک او هالېنډ له حکومتونو سره خپل سفارتي، اقتصادي، تجارتي، ډيپلوماټيک او هر ډول اړيکې وشلوي.
د لاريون ګډونوالو د خپلو غوښتنو د نه پوره کېدو په صورت کې په ډېرو قهرجنو احساساتو د همدې ډول نورو احتجاجونو خبردارى ورکړ او د خپل
پرېکړه ليک مسوده يې سيمه ييزو
رسنيو ته وسپارله او د لاريون ګډونوال پرته له کومې بدې پېښې خپلو ټاټوبو ته ستانه شول.
- اداره -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori