Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د ستوري مجله په خپله درېيمه ګڼه کې ..

د ستوري مجله په خپله درېيمه ګڼه کې له يوه ولسي شاعر ښاغلي ثواب خاکسار سره مرکه کړې، چې کټ مټ يې ستاسې مخې ته ږدو.


پوښتنه : تر ټولو دمخه که ګرانو لوستونکيو ته ځان په مکمل ډول ورمعرفي کړئ، خوښ به شو.
ځواب: زما نوم ثواب او تخلص مې خاکسار دى، د ننګرهار د لرغونې او تاريخي ولايت د اچين ولسوالۍ مربوط د پېښې خوړ د پاخېلو په كلي کې په يوه مسلمانه او دينداره کورنۍ کې پيدا شوى يم. لومړنۍ زده کړې مې د کلي په ابتدايه ښوونځي کې کړي دي، منځنۍ او ثانوي زده کړې مې د کابل ولايت رحمان بابا ليسه کې سرته رسولي دي او فعلاً د شينوارو د يوې ادبي ټولنې د مشر په توګه دنده پر غاړه لرم.
پوښتنه : خاکسار صاحب! تاسې څه رنګه شاعرۍ ته مخه وکړه؟
ځواب : محترم کوټوال صاحب! د ډېرو لاملونو له امله کېداى شي چې يو سړى شاعر جوړ شي، چې تر ټولو لومړى مينه ده، ولو که مينه له خپلې محبوبې سره يا له وطن او خاورې سره وي، يعنې د شاعرۍ سرچينه له مينې څخه اخيستل کېږي.
پوښتنه : محترم خاکسار صاحب! تراوسه به دې څومره شعرونه ويلي وي او زيات شعرونه دې نظم په کوم قالب کې ويلي دي؟
ځواب : محترمه! د کله نه چې مې شاعري شروع کړې ده تراوسه به مې تقريباً د (2000) شعرونه ويلي وي.
پوښتنه : ښاغليه تراوسه مو کوم اثر چاپ شوى او که نه، که چاپ شوى وي نومونه يې راته واخلئ خوښ به شو
دا چې زما سره فعلاً ډېر شعرونه په لاس کې شته، خو د اقتصادي ستونزو له امله نشم کولاى، چې ټول سره راغونډ کړم او کتابونه ترې چاپ کړم. يواځې يو کتاب مې (د کنډواله کور) په نوم د شعر مجموعه چاپ شوې، چې د چاپ لګښت يې حاجي عبدالظاهر قدير پر غاړه اخيستى و.
پوښتنه: په پاى کې که د خپل شعر يوه نمونه ګرانو لوستونکيو ته ورډالۍ کړئ، ډېر به خوښ شو
ځواب: ولې نه دا واخلئ:

غزل
لکه د مورګې په سر واوره چې خروار پرته ده
داسې مې ستا مينه په زړه باندې امبار پرته ده

حال د ويلو نه دى ځکه د پښتو وطن دى
بل مې نږدې خوا کې پلټنه د اغيار پرته ده

د غمازانو مشغولا خو به دستي جوړه شي
که مسافه مې لا کاله ته درېبار پرته ده

چې به په څه باندې راضي شي فکر وړى يم زه
د ګل دوه چند راضي بندي لا د ماليار پرته ده

لکه سګرېټ خپلو جامو کې سراسر وسومه
د بدن هر يوه پرزه مې په انګار پرته ده

د پرهېز ماتې له حصې نه چې منکره نه شې
ستا په ښکلا کې يو څه برخه د بيمار پرته ده

زکات د حسن په قريبو باندې کېږي اشنا
ستا د کاله ترڅنګ جونګړه د خاکسار پرته ده.


پلټنه: پوسته، پوځي اډه
- اداره -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori