Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

په المان کې د کونړ سيند مشاعره






د لومړي ځل لپاره د المان د ليور کوزن په ښار کې د کونړ سيند مشاعره د سلګونو اروپا مېشتو افغانانو په ګډون جوړه شوه.
دغه مشاعره په جرمني کې د کونړ د ځوانانو د کولتوري ټولنې په زيار روان کال د مارچ مياشتې پر پنځلسمه نېټه د مازيګر پر پنځو بجو پيل شوه.
په پيل کې د قران کريم مبارک ايتونه تلاوت شول، ورپسې د ګران هېواد ملي سرود واورول شو. تر دې وروسته څو ښکلو ماشومانو له خوا د پښتو ښکلې ترانه )اې زما وطنه د لالونو خزانې زما( په خپلو ښکلو ږغونو زمزمه کړه چې د ګډونوالو د هيوادنۍ مينې احساسات يې راوپارول چې د ترانې ډله يې پخپلو تودو چکچکو و نازوله.
ورپسې ښاغلي سيد رحيم يوسفي د ټولنې په استازيتوب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلى ووايه، له دوى يې مننه وکړه چې په دې مشاعره کې د ګډون لپاره له لرې لرې ځايونو راغلي.
تر ده وروسته فريدالله ساپي د ټولنې د کاري سفر او فعاليت راپور او همدارنګه د مشاعرې دجوړېدا د موخې په اړه ګډونوالو ته مالومات ورکړل.
تر دې وروسته ښاغلي انجينر غفار ستارزوى د کونړ سيند د سياسي، جغرافيايي او اقتصادي ارزښتونو په اړه هراړخيزې خبرې وکړې، چې د اورېدونکو لپاره ډيرې په زړه پورې وې.
له افغانستانه راغلي مېلمه استاد اسماعيل يون هم په خپل وار د افغانستان او کونړ ته د خپل سفر په اړه ګډونوالو ته وږغېدى، ده همدارنګه ډېره خوښي وښوده چې په داسې يوه غونډه کې ګډون کوي چې له هېواده لرې افغانان راټول شوي او يو بل ته خپل زړونه تشوي.
د غونډې د دې برخې په ورستيو شېبو کې اغلې زرغونې ژواک د داسې غونډو د جوړېدو او ارزښت په اړه په زړه پورې خبرې وکړې، نوموړې وويل چې داسې غونډې د افغاني فرهنګ د ساتنې، د ځوانانو د روزنې... لپاره ډيرې مهمې دي، اغلې ژواک د دې غونډې په وياړ د خپل پلار او د پښتو د پياوړي شاعر او ليکوال ارواښاد محمد دين ژواک يوه ادبي ټوټه واوروله.
د غونډې دويمه برخه مشاعره وه چې لاندې شاعرانو په کې خپل شاعرانو واورول: عاشق الله غريب، وړوکې حماسه رووفي، محمداجان يار، صميم ساپى، مېرمن ګلرخ اشنا، علي محمد مجبور، مېرمن شاجان هاجره حرکت، نسيم ستورى، خالد ساپى، مېرمن شکيلا شغله، مصطفى ارين، همت الله، ماشوم مينا قاضي خېل، مبارز څاپى او عزيز سرشار.
همدرانګه دې غونډې ته د افغانستان په ګډون د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه لاندې د پښتو پياوړو او نوموتو شاعرانو خپل شعرونه راليږلې وو چې په غونډه کې واورول شول: شرر ساپى، دادمحمد رسا، لايق زاده لايق، شفيع الله بابرزى، بصير بيدار ستورى، عبدالوهاب سرتېر، مېرمن نور سراج ساپى، حکمت الله ماليار، ولايت خان ځدراڼ او عبدالوکيل متين.
په غونډه کې د ګډونوالو د لا خوښۍ لپاره تمثيلي ټوټې هم وړاندې شوې چې لاندې ښاغلي په کې لوبيدلې وو: صاحب الله خسرو رووفي، مطيع الله رووفي، فرمان الله هاشمي، ځلمى قاضي خپل، امير کروړ ستورى، نويد رووفي او عبدالولي برهان.
د غونډې وروستۍ برخه د ټنګ ټکور وه چې ځوان او ښکلي سندرغاړي ښاغلي کبير خان اميري په خپل ښکلي او زړه راکښونکي ږغ په کې سندرې وويلې، چې د ګډونوالو له خوا په چکچکو بدرګه کېدې. د موسيقۍ په ښکلو او مستو نغمو کې ځوانانو اتڼونه هم وکړل.
په پاى کې د کونړ مېشتو فرهنګيانو، ليکوالو او شاعرانو په استازيتوب ښاغلي ادريس غروال د ټيلفون په مټ ګډونوالو ته مبارکي وويله، او د اروپا مېشتو فرهنګيانو دغه ګام يې ډېر وستايه نوموړي وويل چې په کونړ کې به هم د کونړ سيند په نوم يوه مشاعره جوړيږي، چې ډېر کسان به په کې ګډون کوي.
ورپسې د لويې پکتيا د فرهنګي ټولنې د مبارکۍ پيغام له لويي پکتيا څخه د ښاغلي امين بسمل له خوا د ټيلفون پر کرښه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شو، په دې لړ کې ښاغلي محمد صابر د افغانستان د کولتوري ودې ټولنې_جرمني پيغام وړاندې کړ.
د يادونې وړ ده چې افغان فرهنګپال ښاغلي ډاکټر همايون همت د دې غونډې په وياړ د ځوانانو له ټولنې سره د زرو يورو مرستې اعلان وکړ.
د غونډې د وياندويۍ چارې د ښاغلو شېرولي شېر او عزيز سرشار پر غاړو وې. بايد ووايو چې د غونډې د ګډونوالو له خوا سندرغاړو او موسيقۍ غږوونکيو ته د ګلونو ګېډۍ ورکړل شوې.
غونډه د شپې پر دوولسو بجو پاى ته ورسېده.
- اداره -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori